لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کندهار کې بم چاودنې پنځه افغان عسکر وژلي


په هرات ولایت کې یو افغان عسکر په یو پوځي مرکز کې خپل ټوپک په خپلو افغان او د اټلي په همکارانو راواړولو او یو افغان امنیتي عسکر یې زخمي کړو. د سیمي یو امنیتي چارواکو وي او ای ته د حملې تصدیق وکړو
په هرات ولایت کې یو افغان عسکر په یو پوځي مرکز کې خپل ټوپک په خپلو افغان او د اټلي په همکارانو راواړولو او یو افغان امنیتي عسکر یې زخمي کړو. د سیمي یو امنیتي چارواکو وي او ای ته د حملې تصدیق وکړو

د افغانستان په جنوبي کندهار ولایت کې په پوځي مرکز بم چاودنه کې لږ تر لږه پنځه عسکر وژل شوي او شپږ نور زخمیان شوې دي.

چاودنه د نهې، سه شنبې، په شپه ناوخته د کندهار په مېوند ولسوالۍ کې وشوه. یو امنیتي چارواکي وي او ای ته د دې خبرې تصدیق وکړو چې وسله والو د دوه کلومېټره اوږد سرنگ د لارې چاودیدونکي مواد د افغان پوځ مرکز ته ورسولي وو.

د طالبانو ترجمان قاري یوسف احمدي په مېوند کې په افغان پوځ د حملې ذمه واري په غاړه اخیستله او وې ویل چې ۴٠ عسکر یې وژلې دي خو وسله وال افغان پوځ د ته اکثر د زیاتو تلفاتو دعوې کوي چې افغان مامورین یې نه تایده وي.

بلخوا په هرات ولایت کې یو افغان عسکر په یو پوځي مرکز کې خپل ټوپک په خپلو افغان او د اټلي په همکارانو راواړولو او یو افغان امنیتي عسکر یې زخمي کړو. د سیمي یو امنیتي چارواکو وي او ای ته د حملې تصدیق وکړو.

جنرل نورالله قادري وویل خارجي عسکرو ته څه زیان وه نه رسیدو او حمله کونکی ووژل شو.

په هرات کې حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستي خو طالبان اکثر په افغان امنیتي ځواکونو کې د داخلي حملو مسولیت اخلي او وايي خپل وسله وال یې د افغان ځواکونو صفونو ته ود داخل کړې دي.

د اټلي هېواد عسکر په افغانستان کې د قاطع ماموریت ځواکونو کې شامل دي، د افغان ځواکونو د تربيي او مشاورت مسولیت په غاړه لري خو جنگي کردار نه لري.

هم د نهې په ورځ افغان مامورینو د افغانستان په شمالي سرپل او بلخ ولایتونو کې د طالبانو په حملو کې د ٢٧ حکومتي عسکرو د وژنې تصدیق وکړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG