لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذرایع: د پاکستان د پوځ مشر، جنرل باجوه، کابل ته روان دی


د پاکستان د پوځ مشر، جنرال قمر جاوید باجوه
د پاکستان د پوځ مشر، جنرال قمر جاوید باجوه

واشنگټن ـ چارواکو او ډیپلوماتانو سینهوا ‏آ‏ژانس ته ویلي چې د پاکستان د پوځ مشر، جنرل قمر جاوید باجوه، به سبا د نهې ـ سې شنبې په ورځ، کابل ته ولاړ شي. ویل شوي چې جنرل باجوه، د ولسمشر غني په بلنه، د افغانستان پلازمینې ته ځي.

د افغانستان او پاکستان ځینو خصوصي رسنیو هم د ځینو ځایي مقاماتو په حواله رپورټ ورکړی چې جنرل باجوه به سبا، نهې، کابل ته ځي، خو د افغانستان د صدر د ویاند مرستیال، شاه حسین مرتضوي، په دې هکله امریکا غږ ته د څه جزییاتو د ورکړې نه ډډه وکړه، او همدومره یې وویل چې په دې هکله به سبا چې کله باجوه کابل ته راشي، نو رسنیو سره به معلومات شریک کړي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر، حضرت عمرزاخیلوال هم خبریالانو ته ویلي چې د پاکستان د پوځ مشر کابل ته روان دی.

بل پلو، د چین رسمي خبري آ‏ژانس، سینهوا، خبر ورکړی چې افغان او پاکستاني چارواکي په دې سره سلا شوي چې یو د بل پلازمینې ته به خپل ارتباطي افیسران لیږي، او همدا شان د سرحد په غاړو به د هماهنگۍ مرکزونه جوړوي او د هغو له لارې به د تندلارو په اړه استخباراتي معلومات یو بل سره شریکوي.

سینهوا لیکي چې دا خبره ورته د اتوار ـ یکشنبې په ورځ، یوې سرچینې چې د پوځي چارواکو په غونډه کې یې برخه لرله، کړې ده.

د پاکستان او افغانستان د پوځي عملیاتونو مشرانو په راولپنډي کې سره لیدلي چې په امنیتي برخه کې خپلې همکارۍ لا پسې پراخې کړي.

د پاکستان له پلوه د پوځي پلاوي مشر، شیر شمشاد مرزا و، او د افغان پوځي پلاوي مشري، د نجیب الله علیزي پرغاړه وه. دا لیدنه کتنه په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستو کې افغانستان او پاکستان خپل ترمنځ د اړیکو د ښه کولو کوښښونه پیل کړي دي.

د سینهوا د راپور ترمخې، که په کابل او اسلام آباد کې ارتباطي افیسرانو د شکمنو تندلارو د فعالیت په اړه کوم معلومات ترلاسه کوي، نو هغه به له کوربه هیواد سره شریکوي او پر هغو شکمنو باندې د برید کولو پرمهال به د کوربه هیواد امنیتي چارواکي هم بدرگه کوي.

د هماهنگۍ مراکز به په تورخم او چمن کې جوړیږي. دا کارونه ټول، د سولې او امن په خاطر د افغانستان ـ پاکستان ایکشن پلان برخې دي.

له پاڼې تر عمله

افغان صدر، محمد اشرف غني د اتوار ـ یکشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان سره یې د همکاریو په برخه کې پرمختگ، یواځې د پاڼې پر مخ شوی دی.

صدر غني، د شانگهای د همکاریو د سازمان په سرمشریزه کې وویل چې د پاکستان سره د افغانستان د دوه اړخیزو خبرو اترو نتیجه، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې او پیوستون د سند لاسلیکیدل و، خو "د دغه سند نتایج هغه وخت ارزولی او سنجولی شو چې موږ پوه شو سیمه کې تاوتریخوالی څومره کم او د سولې پروسه څومره ګړندۍ شوې ده او همدارنګه د نړیوال تروریزم او نړیوالو جرمي ګروپونو په ضد څومره همکاري شوې ده."

افغان صدر دا هم وویل چې هغه "په احتیاط سره دغه هوکړه لیک ته خوشبین" دی، او دا باید په عمل کې ثابته شي چې پاکستان د دغه سند په عملي کولو کې څومره مرسته کوي.

افغان صدر وویل چې تر اوسه د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې کوم پرمختگ شوی دی، هغه تش د پاڼې پر مخ پاته دی. ښاغلي غني زیاته کړه: "د دواړو خواوو د جگپوړو پلاوو تگ راتگ، د خبرو اترو په میکانیزم او د پاڼې پرمخ د پرمختگ لاره هواره کړې ده. زموږ پرمختگ، تش د پاڼې پر مخ دی، هیله من یو او په احتیاط خوشبینه یو چې دغه د پاڼې پرمخ، پرمختگ په عملي ډگر کې هم ولیدل شي."

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG