لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان مرکزي بینک وایي له افغانستان سره تجارت زیات شوی دی


د تورخم گیټ

د پاکستان مرکزي بینک وایي چې پس د دوو کلونو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت بیرته پراخ شوی او افغانستان ته د پاکستاني برامداتو (صادراتو) ارزښت په تیر یو کال کې، یو ارب او ٢٨ کروړه ډالرو ته رسیدلی دی.

د دې نه وړاندې د دواړو هیوادونو تجارت ٩٥ کروړه او ٦٠ لاکهه ډالرو ته راکوز شوی و چې سبب یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پولې باندې شخړې او د افغانستان په بازارونو کې د هند او چین د مصنوعاتو موجودگي بلل کیږي.

که څه هم سټیټ بینک آف پاکستان، په یو بیان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت د ودې خبر ورکړی، خو د افغانستان او پاکستان د چمبر صدر، ضیا الحق سرحدي وایي وړاندې هم دغه تجارت روان و او په دې کې دومره زیاتوالی نه دی راغلی، ځکه د افغانستان زیات تجارت اوس "د ایران چابهار او بندر عباس" ته منتقل شوی دی.

د پاکستان نه افغانستان ته اکثره برامدات، خوراکي شیان دي لکه غنم، اوړه، وریجې، غوښه،.... خو له افغانستان نه پاکستان ته اکثره میوې او تازه سبزي راوړل کیږي. مخکې تردې به کپړې او درمل به هم له پاکستان ته افغانستان ته صادریدل، خو په مارکیټونو کې د چین او هند نه راوړل شویو کپړو او درملو د پاکستاني هغو بازار سوړ کړ.

په خیبرپښتونخوا کې د چیمبر او انډسټریز پخوانی صدر محمد اسحاق وایي که د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت بیرته وده ومومي، نو په خیبرپښتونخوا کې به هم کارخانې ترقي وکړي او هم به د خلکو روزگار ښه شي.

افغان سوداگرو ته سهولت

د پاکستان حکومت فیصله کړې چې له افغانستان نه پاکستان ته په راوړل شویو تازه او وچو میوو او سبزیانو باندې لگول شوې ٢٥ فیصده ریگولیتډ ډیوټي ختمه کړي.

په تورخم کې ځايي تاجران او د گمرک کارکنان وايي چې د دغه ټکس په ختمولو به د پاکستان بازارونو ته د دغو شیانو په واردولو کې تیزي راشي او بیې به هم راکمې شي.

له افغانستان نه پاکستان ته به راوړل شویو میوو کې، انار، مڼې، انگور، خربوزه، نشپاتي، او داسې نورې تازه میوې شاملې دي.

څه موده مخکې چې د پاکستان مخکینی وزیراعظم، شاهد خاقان عباسي، کابل ته تللی و، نو افغان چارواکو ترې غوښتي ول چې دغه ډیوټي ختمه کړي.

د یو بل خبر ترمخې، اف سي په تورخم کې، د ځایي تجارتي ځایونو مخې ته جوړ کړای شوی یو دیوال راغورځولی. دغه دیوال څو کاله وړاندې جوړ شوی و، او ویل کیږي چې کاروباري هڅې یې متاثره کړې وې.

XS
SM
MD
LG