لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبانو د اوربند له غځولو ډډه وکړه ـ فرانس پریس


په افغانستان کې طالبانو ویلي چې هغوی به له حکومت سره درې ورځېینی اوربند نور نه غځوي، او له اختر وروسته به خپلې جگړې ته دوام ورکړي.

د فرانس پریس خبري آ‏ژانس دا خبر د طالبانو د ویاند له خولې ورکړی او ویلي یې دي چې د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، نن د اتوار – یکشنبې په ورځ دوی ته په یو پیغام کې ویلي چې: "اوربند نن شپه ختمیږي، او زموږ عملیات به پیل شي. موږ هیڅ داسې اراده نه لرو چې ډزبندیز وغځوو."

طالبان په داسې حال کې د جگړې د بیرته پیلیدو خبره کوي چې د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني، پرون د حکومت له لوري د ډزبندۍ د غځولو اعلان وکړ، خو ویې ویل چې جزییات به یې وروسته په ډاگه شي. هغه له طالبانو وغوښتل چې دوی دې هم ډزبندي وغځوي.

په جلال آباد کې دویمه چاودنه

د اختر په ورځو، ډیر شمیر طالبانو او حکومتي عسکرو د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې، یو بل ته غیږې ورکړې او اختر یې په خوشحالۍ ولمانځه. د دوی گډ تصویرونه هم په سوشل میډیا کې ډیر زیات شریک شول.

خو دا د خوشحالۍ شیبې، له ځینو ناوړه پیښو سره بدرگه وې. د اختر په دویمه، د ننگرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې چاودنه وشوه او له دېرشو زیات کسان په کې ووژل شول. د برید ذمه، د داعش ډلې پر غاړه واخیسته.

نن، د اختر پر درېیمه بیا هم، په جلال آباد ښار کې چې د ننگرهار سرښار دی، بله چاودنه وشوه. دا چاودنه د ماسپښین درې نیمو بجو شاوخوا، په پښتونستان څلورلاري کې هغه مهال وشوه چې طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو، اختر او اوربند لمانځه.

ویل کیږي چې په دې چاودنه کې لږترلږه، ١٩ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو غبرگون

طالبانو خپل کسان ښارونو او "د دښمن تر واک لاندې" سیمو ته له ورتگه منعه کړل. په افغانستان کې د اختر په مناسبت د حکومت او طالبانو ترمنځ د دوه اړخیز اوربند په دوران کې، طالبانو اعلان وکړ چې د دوی کسان دې ښارونو، او "د دښمن تر واک لاندې سیمو" ته تگ راتگ نه کوي.

د طالبانو په یو بیان کې چې د دې ډلې د ویاند له آدرسه جاري شوی، د ننگرهار ولایت پرونۍ خونړۍ پیښې ته اشاره شوې او ویل شوي د دې لپاره چې په دغه شان پیښو کې ملکي وگړو ته ضرر پیښ نشي، نو طالبان دې د دښمن ترواک سیمو ته تگ راتگ نه کوي.

که څه هم د هغې چاودنې ذمه واري داعش ډلې پرغاړه اخیستې ده، خو طالبانو پخپل بیان کې د ننگرهار ولایت پرونۍ چاودنه، مرموزه بللې ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG