لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجشیر: احمد مسعود وایي که طالبان حملې بندې کړي، هغه به هم جګړه ودروي


Ahmad Masoud Ahmad Massoud
Ahmad Masoud Ahmad Massoud

د طالبانو د وسله والې مخالفې ډلې مشر او د پخواني جهادي کمانډر احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود، چې په پنجشیر کې لا هم د طالبانو مقابلې ته ولاړ دی، وایي د دیني عالمانو د دې وړاندیز هرکلی کوي چې د جنګ ختمېدو ته دې د روغې جوړې لاره انتخاب شي.

د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود دا بیان د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپلې فیسبوک پاڼې باندې خپور کړی دی.

تر دې وړاندې د افغانستان رسنیو خبر ورکړی و چې دیني عالمانو په طالبانو غږ وکړ چې په پنجشیر کې د جګړې د ختمولو دپاره دې د مذاکراتو د لارې ستونزې هوارولو ته غاړه کیږدي.

تر اوسه د طالبانو له اړخه د دې وړاندیز څه جواب ندی ورکړل شوی.

احمد مسعود پخپل بیان کې لیکلي: «د ملي مقاومت جبهه په بنیادي توګه د روانو ستونزو هوارولو او د جګړې د سمدستي بندېدو او د مذاکراتو د بهیر دوام باندې اتفاق لري، او هیله مند دي چې د طالبانو ډله د علمای کرامو دې غوښتنې ته لبیک ووایي او عملي ګامونه پورته کړي.»

مسعود زیاته کړې چې که طالبان په پنجشیر او اندراب کې خپلې حملې او پوځي خوځښتونه ختم کړي، نو دوی (د مقاومت جبهه) حاضره ده چې جنګ سمدستي ختم کړي. د هغه وینا ده چې هیله لري په یوه لویه غونډه کې له علماوو او مصلحینو سره خبرې اترې په هراړخیز ډول دوام پیدا کړي.

تر دې وړاندې طالب ځواکونو ویلي و چې د پنجشېر د یو شمېر ولسوالیو د نیولو پس یې جنګیالي د پنجشیر ولایت سرښار ته هم ننوتلي دي.

طالبانو درې هفتې وړاندې د کابل په شمول د افغانستان قریب ټولې سیمې ونیولې، حکومت ړنګ شو، او محمد اشرف غني چې د حکومت مشري کوله، له افغانستانه وتښتېد.

یاده دې وي چې د پنجشير د موجوده جګړې د پیل نه وړاندې هم احمد مسعود وړاندیز کړی و چې دوی سره دې مذاکرات وشي او د دوی فکرمندۍ دې واورېدل شي. له هغه سره په پنجشیر کې د ځایي ملېشو نه علاوه، د افغانستان د ړنګ شوي حکومت د پوځ یو شمېر عسکر او ځانګړي ځواکونه (کومانډو) هم شته.

هفته وړاندې، د طالبانو او د احمد مسعود د مرکچیانو ترمنځ څو ځله د خبرو او مذاکراتو کوششونه وشول، خو په مبینه توګه دې خبرو څه نتیجه ورنکړه.

د طالبانو ویاند بلال کریمي د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د هغوی ځواکونه د جګړو په نتیجه کې د پنجشير سرښار بازارک ته ننوتلي او یوه زیاته اندازه وسلې او پوځي وسایل یې قبضه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG