لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احمد مسعود: خلک دې ټول ملک کې د طالبانو خلاف راپاڅيږي


د پخواني جهادي کمانډر احمدشاه مسعود زوی او د "ملي مقاومت" د جبهې مشر احمد مسعود
د پخواني جهادي کمانډر احمدشاه مسعود زوی او د "ملي مقاومت" د جبهې مشر احمد مسعود

په افغانستان کې د «ملي مقاومت» د ډلې مشر احمد مسعود چې د پخواني جهادي کمانډر احمد شاه مسعود زوی دی او د طالبانو خلاف پنجشیر کې جنګېدلی، یو تازه غږیز پیغام خپور کړی او هغه کې یې په ټولو افغانانو غږ کړی چې د طالبانو خلاف دې ملي پاڅون وکړي.

د احمد مسعود دا پیغام په داسې حال کې خپور شوی چې طالبانو د پنجشیر د نیولو دعوه کړې او ویلي یې دي چې پنجشیر کې د مزاحمتي ډلو مشران لادرکه دي.

احمد مسعود پخپل پیغام کې، چې د هغه په فېسبوک پاڼه خپور شوی، ویلي چې د هغه جنګیالي لا هم پنجشیر کې موجود دي. هغه زیاته کړې چې د پنجشېر په دې جنګ کې د هغه د کورنۍ ځیني غړي او رشته داران هم وژل شوي دي.

هغه یادونه وکړه چې د مقاومت ډلې په کابل کې د ملک په کچه د دیني عالمانو د پرونۍ غونډې او پرېکړې هرکلی وکړ چې پنجشېر کې دې جنګ ودرول شي او د خبرو د لارې دې ستونزې هوارې شي، «مګر طالبانو له نېکمرغه خپله اصلي څهره وښودله، او بالاخره د هغه څه خلاف چې په ظاهره کې یې ویل، دا يې څرګنده کړه چې نه بشریت ته باور لري، نه قرآن ته باور لري، او نه د ټول افغانستان د علماو فیصلې باندې کوم باور لري.»

احمد مسعود په دې پیغام کې زیاتوي چې طالبانو د پردیو جنګیالیو سره یوځای په پنجشېر حملې وکړې او ګڼ شمېر کسان یې هلته وژلي دي. هغه دا هم ویلي چې طالبان د پردیو په لمسون غواړي افغانستان ته توره تیاره راولي، افغانستان وروسته پاتی ملک پرېږدي، داسې یو هېواد چې د نړۍ په کچه یوازې پاته وي.

د «ملي مقاومت د جبهې» مشر اولس ته په پیغام کې ویلي: «زمونږ وطنوالو، په هر ځای کې چې یاست، که بهر وي او که دننه، دا بلنه درکوو چې د خپل عزت، آزادۍ، او زمونږ د وطن د سرلوړۍ په خاطر عمومي پاڅون پیل کړئ.»

احمد مسعود نړېوالو ته هم په دې پیغام کې ویلي چې طالبانو هېڅ ښه بدلون ندی کړی، بلکې تر پخوا یې په ظلمونو او تفریقي چلندونو کې اضافه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې طالبان وایي خپلو ټولو مخالفانو ته یې «عمومي بخښنه کړې او هغوی کولای شي خپل عادي‌ ژوند» وکړي. په افغانستان کې اوس مهال رسنۍ او مطبوعات د پخوا په شان پراخ او آزاد فعالیتونه نلري، خو په سوشل مېډیا ځیني خبرونه او رپوټونه مخې ته راځي چې طالبانو په ولایتونو کې ځيني پخواني چارواکي وژلي دي. د مثال په توګه د بادغیس ولایت د امنیت آمر، په غور کې یوه ښځينه پولیسه، او په کابل کې د عبیدالله متوکل په نوم یو دیني عالم او د هغه یو شاګرد چې په دې وروستیو کې یې د وژل کېدو رپوټونه خپاره شول. طالبانو ویلي د مولوي متوکل وژنه د دوی کار ندی.

بل اړخ ته خبریالان وایي چې طالبان اوس مهال کوشش کوي د مخالفینو سره ښه رویه وکړي ځکه غواړي د نړۍ ملکونه د دوی آینده حکومت تسلیم کړي، هغه حکومت چې تر اوسه اعلان شوی ندی او افغانستان یې بې برخلیکه پرېښودلی ی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG