لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : د امريکې د مخالفت باوجود افغان حکومت ۶۵ طالبان خوشي کړي


د امريکايې پوځ د چارواکو ترمخه دغه کسان د امريکايې او نورو بهرني ځواکونو د ۳۲ غړو سره د ۲۳ افغان عسکرو او عامو وگړو په مرگ ژوبله کې ککړ دي .
د امريکايې پوځ د چارواکو ترمخه دغه کسان د امريکايې او نورو بهرني ځواکونو د ۳۲ غړو سره د ۲۳ افغان عسکرو او عامو وگړو په مرگ ژوبله کې ککړ دي .

د افغانستان باگرام زندان څخه هغه ۶۵ بنديان خوشي کړی شو ، چې امريکې د افغانستان د دغو بنديانو د خوشي کېدو د پرېکړې غندنه کړې وه . افغانستان کې د امريکايې سفارتحاني لخوا جاري شوي يو بيان کې د دغو بنديانو خوشي کېدل د اندېښنې وړ عمل بلل شوی دی .


د افغانستان باگرام زندان څخه هغه ۶۵ بنديان خوشي کړی شو ، چې امريکې د افغانستان د دغو بنديانو د خوشي کېدو د پرېکړې غندنه کړې وه .
د خبري ايجنسۍ ای پي د راپور ترمخه د باگرام زندان څخه دغه ۶۵ بنديان نن د زيارت په ورځ سحر خوشي کړی شو.
افغانستان کې د امريکايې سفارتحاني لخوا جاري شوي يو بيان کې د دغو بنديانو خوشي کېدل د اندېښنې وړ عمل بلل شوی دی . او وئيل شوي چې د دغو کسانو په ډله کې چې نن خوشې شوي دي داسې هم شته چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو، افغان ملکي وګړو، امریکایانو او ایتلاف ځواکونو د وژنې مسوول یا په یو ډول د دوی په وژنه کې یې مرسته کړې .
افغانستان کې د امريکايې پوځ مرکز د شورو په شپه يو بيان کې د دغو بنديانو د خوشي کولو په سختو ټکو کې غندنه کړې وه ، او وئيلي يې ؤ . دغه کسان د امريکايې او نورو بهرني ځواکونو د ۳۲ غړو سره د ۲۳ افغان عسکرو او عامو وگړو په مرگ ژوبله کې ککړ دي .
د راپورونو ترمخه په خوشي کړی شوؤ کسانو محمد ولي هم شامل دی ، د چا په اړه چې امريکا وايې چې هغه د طالبانو ملگری او د چاؤدنو ماهر دی او هغه د امريکې او افغانستان پوځي ځواکونه په نخښه کړي دي .
څو اوونۍ وړاندې د افغانستان صدر حامد کرزي اعلان کړی ؤ ، چې حکومت د دغو بنديانو د مقدمو بيا د سره جائزې اخيستو وروستو دوي د خوشي کېدو قابل وگرځول . او امريکې د حامد کرزي په دغه اعلان احتجاج کړی ؤ .
د امريکايې چارواکو په وينا د دغو بنديانو په ضد ورسره په بهرني او ملکي ځواکونو د بريدونو پوره شواهد موجود دي او هغه يې افغان چارواکو ته ورکړي دي . چارواکو په دغو بنديانو د مقدمې چلولو هم وئيلي ؤ .
حامد کرزي په خپله وينا کې د باگرام زندان د طالبانو فېکټري گرځولې وه او زياته کړې يې وه ، چې هلته افغانان زورول کيږي ترڅو د خپل وطن څخه نفرت وکړي .
افغانستان کې د امریکائي ځواکونو مشر جنرل جوزف ډینفرډ تېره میاشت ویلي وو، د قیدیانو ازادیدل به د هغه د ځواکونو ، افغان عسکرو او افغان اولس د امنیت په هکله اندیښېنې راپورته کړي .
اوافغانستان کې د امریکائي ځواکونو مرکز ویلي ؤ د قیدیانو ازادیدل هیواد کې د قانون پرځائې کولو په لړ کې د وړاندې برعکس بیرته گام اخېستل دي .
د راپورونو ترمخه د باگرام زندان څخه د دغو قېديانو په خوشي کېدو به د امريکې او افغانستان ترمينځه په اړيکو کې لا نور تريخوالی رامنځته کړي ، کومې چې د افغانستان صدر حامد کرزي لخوا د امريکې سره د امنيتې تړون په معاهده د لاس ليک نه کولو له وجې د تاؤ تريخوالي ښکار دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG