لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د غور ولایت وژل شوي خبریال د کورنۍ درې غړي مسلح کسانو وژلي


د غور والي نور احمد کوهنورد حملې الزام په طالبانو پورې کړو خو ای پي وايي هغه په دې اړه کوم ثبوت وړاندې نه کړو
د غور والي نور احمد کوهنورد حملې الزام په طالبانو پورې کړو خو ای پي وايي هغه په دې اړه کوم ثبوت وړاندې نه کړو

د افغانستان د غور ولایت خبریال بسم الله عادل ایماق چې د سږ کال په لومړۍ ورځ په غور کې وژل شوی د کورنۍ درې غړي یې مسلح کسانو وژلي دي. افغان مامورینو دا خبره د جمعې په ورځ خبري ادارو ته وکړه.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه د غور د ولایتي شورا غړي حمیدالله متحد وویل د ایماق د کورنۍ په غړو د زیارت، پنجشنبې، په ورخ ناوخته حمل وشوه چې پکې پنځه کسان زخمیان شوي هم دي.

ای پي وايي حمله کوونکي د ایماق په کور وغلي وو. ایماق د جنورۍ په لومړۍ نېټه په غور کې مسلح حمله کوونکو په ډزو وژل دی.

ای پي وايي لا چا د ایماق په کورنۍ د حملې ذمه واري نه ده اخیستې خو دا په داسې مهال شوي چې په افغانستان کې د خبریالانو او د شهري حقونو د فعالانو په ضد هدفي حملې زیاتې شوي دي.

ای پي وايی طالبانو ویلي د ایماق په کورنۍ حمله کې لاس نه لري.

داعش وسله والې ډلې د ډسمبر په میاشت کې په ننګرهار کې د خبریالې ملاله مېوند د وژنې پړه منلي وه. په حمله کې د خبریالې ډرایور هم وژل شوی دی.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي په افغان خبریالانو او د مدني ټولنې په فعالانو حملې په داسې مهال هم زیاتې شوي چې د افغان حکومت او د طالبانو استازي په قطر کې د سولې په داسې خبرو کې مصروف دي چې تر اوسه پکې څه ډیر پرمختګ نه دی شوی.

ای پي وايي په افغان خبریالانو زیاتره حملې چا نه دي منلي او له امله یې خبرلانو په ځان خپله سېنسرشپ یا قدغنونه لګولي، ملک او یا د صحافت په په پرېښودو مجبور شوي.

د دې میاشت په شورع کې بغلان ولایت د خبریالانو د اتحاديي پخوانی مشر خلیل نرمګو حمله کونکو په ډزو ووژلو.

ملګرو ملتونو تېره هفته په یو رپورټ کې وویل د تېر کال د سپټمبر د میاشت نه تر د جنورۍ تر اخېره پورې په مجموعي توګه ۱۱ دمطبوعاتو کارکونکي اومدني فعالان په افغانستان کې وژل شوي دي.

د افغانستان د داخله چارو وزارت وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ایماق په کور حمله کې زخمي شوي پنخه کسان ماشومان دي.

د غور والي نور احمد کوهنورد حملې الزام په طالبانو پورې کړو خو ای پي وايي هغه په دې اړه کوم ثبوت وړاندې نه کړو.

په افغانستان کې د مطبوعاتو د حقونو دپاره کارکونکی ادارې نای د جمعې په ورخ په خپل بیان کې د حکومت نه وغوښتل چې د ایماق په کورنۍ د حملې تحقیقات دې وکړي.

بسم الله عادل ایماق د نوی کال په لومړۍ ورځ د غور ولایت مرکز فېروز کوه سره نژدي په برېد کې ووژل شو.

ایماق په غور کې د صدای غور نومې رېډیو مدیر و.

د غور والي نور محمد کوهنورد امریکا غږ ته وویل چې ښاغلی ایماق خپل کلي ته په لار و چې د "اخته خانه" په سیمه کې پرې برید وشو.

ای پي د غور والي ترجمان عارف عبیر د قوله ویلي وو د ایماق سره په موټر کې سورو نورو کسانو ته حمله کوونکو څه وه نه وېل چې پکې د وژل شویو خبریال یو ورور هم و.

رپورټ وايي ایماق د صدای غور رېډیو د مشر ترڅنګ په ولایت کې د انساني حقونو فعال هم و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG