لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوناما: افغانستان کې د سولې خبرو وروسته د خبریالانو او مدني فعالانو وژنې زیاتې شوي


د یوناما د رپورټ ترمخه دغه خونړي بریدونه په کابل، هلمند، ننګرهار، غزني او غور ولایتونو کې شوي دي او د دې هدفي بریدونو یوشمېر خبریالان او د مدني ټولنې فعالان دې ته مجبوره کړي دي چې افغانستان نه ووتل او نور هم په دغه لټه کې دي
د یوناما د رپورټ ترمخه دغه خونړي بریدونه په کابل، هلمند، ننګرهار، غزني او غور ولایتونو کې شوي دي او د دې هدفي بریدونو یوشمېر خبریالان او د مدني ټولنې فعالان دې ته مجبوره کړي دي چې افغانستان نه ووتل او نور هم په دغه لټه کې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما ویلي دي په ملک کې سولې دپاره د خبرو شروع کېدو وروسته په افغانستان کې د خبریالانو او د مدني فعالانو وژنې زیاتې شوي دي.

یوناما وايي د کال ۲۰۱۸ د جنورۍ نه د تر ۲۰۲۱ د جنورۍ پورې په افغانستان کې د دوو ښځو کارکونکو په شمول ۶۵ خبریالان او د مدني ټولنو فعالان وژل شوي چې پکې ۳۳ د رسنیو سره کارکونکي او ۳۲ د مدني ټولنې فعالان شامل دي.

رپورټ وايی چې په کال ۲۰۲۰ کې د ستمبر په ۱۲مه د افغانستان د سولې د خبرو پېل کېدو وروسته دا وژنې د وړاندې په پرتله زیاتې شوي او یواځې د سولې د عمل د پېلېدلو راپدیخوا موده کې د بشري حقونو ۱۱ کارکونکي وژلی شوي دي.

د یوناما د رپورټ ترمخه دغه خونړي بریدونه په کابل، هلمند، ننګرهار، غزني او غور ولایتونو کې شوي دي او د دې هدفي بریدونو یوشمېر خبریالان او د مدني ټولنې فعالان دې ته مجبوره کړي دي چې افغانستان نه ووتل او نور هم په دغه لټه کې دي.

افغان صدر (ولسمشر) اشرف غني په طالبانو د تشدد د کمولو غږ کړی
افغان صدر (ولسمشر) اشرف غني په طالبانو د تشدد د کمولو غږ کړی

یوناما زیاتوي چې د بشري حقونو د کارکونکو نړیوالې کمېټۍ ته په کال ۲۰۲۱ کې د ۳۱ مدني فعالانو لخوا لیکونه تر لاسه شوي چې پکې لس د ښځو کارکونکو غوښتنې هم شامل دي چې پکې دوي ویلي د مرګ ګواښونو ورته کېږي. دغه شمېره په کال ۲۰۲۰ کې یواځې اووه ته راټیټه شوې وه.

رپورټ وايي ښځو خبریالانو او ښځو مدني فعالانو ته زیات شوي ګواښونه څرګندوي چې خبریالانو او د مدني فعالانو په ویرو کې چټک والی راغلی.

رپورټ وايي د خبریالانو ترڅنګ قاضیان، څارنوالان، دیني عالمان، د روغتیا د څانګې سره اړه لرونکي، سیاسي څېړونکي او د ټولنې نور فعاله خلک هم په زیات شوو هدفي بریدونو کې وژل شوي یا بیا په نښه کړی شوي دي.

یوناما وايي چې د مشاهدې وړ بدلون دادی چې په ځانګړي ډول د کال ۲۰۲۰ په اخیريو دریو میاشتو کې په انفرادي کسانو د مخکې نه پلان شوي او ارادي هدفي بریدونه کېږي.

رپورټ وايي د تشویش وړ خبره داده چې تراوسه کومې ډلې هم ددې هدفي بریدونو ذمه واري قبوله نکړله چې مدني فعالان او د رسنیو کارکونکي یې نور هم ویره ولي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استاذې دیبورا لاینز ویلي دي چې د یوې ازادې او باتهذیبه ټولنې لپاره ضروري ده چې د خبریالانو او د بشري حقونو کارکونکو غږونه پکې واورېدلی شي، نه چې خاموشه کړی شي.

رپورټ وايي چې داسې هدفي بریدونه وړاندی هم شوي خو زیات شوو دې تازه وژنو افغان ټولنه د ویرو سره مخ کړی او د انګازو دا ډک پېغامونه په اولس کې د سولې لپاره په روانو هڅو باور کموي.

یوناما په خپل رپورټ کې د هدفي بریدونو د منفي اثراتو په ترڅ کې وايي چې ددې سره د معلوماتو په راټولولو او د رجحانانو په اړه څېړنو کې کمې راځي او هم ددې له وجې په افغانستان کې د مطبوعاتو او د بشري حقونو د ډلو سره د کارکونکو په شمېرو کې کمی راغلی دی.

رپورټ کې ویلی شوي دي چې په کال ۲۰۱۸ کې زیاتره خبریالان او مدني فعالان دداعش خراسان ډلې سلوالو په هدف کړي وو. دغه شمېره په کال ۲۰۱۹ کې کمه شوې وه خو په کال ۲۰۲۰ کې د سولې د خبرو د پېل سره یو وارې بیا دا بریدونه زیات شوي.

د وناما د موندنو په اړه په د افغان حکومت دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو افغان مامورین په هېواد کې د تشدد پړه په طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو اچوي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

تړلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG