لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په هیواد د واک خواهش لرونکې طالبان د خپل منځو جگړو ښکار دي؟


د افغان طالبانو په خپل منځ کې د اختلافاتو تر څنگ افغانستان کې د داعش موجودگۍ او بیا د داعش طالبانو سره جگړو حالات نور هم پیچیده کړې دي. داسې هم ویل کیږی چې مرور طالبان داعش په صفونو کې شاملیږي

د افغانستان په سیاسي میدان کې د سیاسي گوندونو د فعالیت پرځائې د تیرو څو میاشتو راهسې د تندلارو یا ترهگرو ډلو ترمنځ سیالي تر بل هر وخت زیاته خونړۍ شوي ده.

په افغان خاوره او اولس باندې د واک په ارمان دا وخت په میدان کې د ملا منصور اختر په مشرۍ کې، د ملا رسول په مشرۍ کې د طالبانو بله ډله او داعش یا اسلامي خلافت ځائې په ځائې اوس د یو بل پرضد نښتو کې بوخت دي.

د افغان طالبانو تر منځ د اختلافات هغه رامخته شول کله چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر راغلو او ددې سره د ملا منصور نوم د نوي مشر په توگه واخیستلی شو. ځېنې طالب مشرانو د ملامنصور د مشرۍ سره اتفاق نه لرلو او ځکه ویل کیږی چې د طالبانو یوه بله ډله ملا رسول په مشرۍ کې جوړه شوه.

د افغان طالبانو په خپل منځ کې د اختلافاتو تر څنگ افغانستان کې د داعش موجودگۍ او بیا د داعش طالبانو سره جگړو حالات نور هم پیچیده کړې دي. داسې هم ویل کیږی چې مرور طالبان داعش په صفونو کې شاملیږي.

په افغانستان کې د طالبانو مختلفې ډلې د هیواد په کومو سیمو کې پرتې دي او کومې علاقې يي د اثر د لاندې دي، په دې اړه تفصیل د وي او ای ډیوه خبریالې انیلا خالد رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00

XS
SM
MD
LG