لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د طالبانو د ویاند د مور په فاتحې مراسمو، خونړۍ چاودنه شوې ده


کابل - د عیدګاه مسجد مخه
کابل - د عیدګاه مسجد مخه

په کابل کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د فاتحې په مراسمو چاودنه شوې چې په نتیجه کې یې د طالبانو په وینا، څو تنه مړه او زخمیان شوي دي. دا چاودنه د اتوار/یکشنبې په ورځ د کابل د عیدګاه مسجد سره وشوه.

تر اوسه د چاودنې ذمه واري هېچا په غاړه نده اخیستې. کابل ښار کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې له کابله د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او د طالبانو د واکمنېدو نه پس، افغانستان کې جنګ جګړې او حملې نسبتآ پای ته رسېدلي دي.

د طالبانو چارواکو ویلي چې د اتوار ورځې په چاودنه کې چې د عیدګاه مسجد سره نږدې په عمومي سړک شوې ده، څو تنه عام خلک هم زخمیان شوي دي. میډيا ته اجازت ورنکړل شو چې د چاودنې ځای ته ورشي او یا مړي او زخمیان وګوري، خو خبریالانو یو شمېر طالب کمانډران لیدلي چې زخمیانو ته د وینې ورکولو دپاره یو هسپتال ته تللي و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله هم د دې خبرې تصدیق کړی چې چاودنه د عیدگاه جامع مسجد سره نږدې سیمه کې شوې ده، خو د نورو طالب مشرانو دا خبره یې نده تکرار کړې چې هلته یې د مور فاتحه اخیستل کېده. مجاهد همدومره ویلي چې هلته د عامو خلکو په یوې ګڼه ګوڼې چاودنه شوې ده.

یو طالب جنګیالي چې ویل یې د چاودنې په وخت کې هلته و، ویلي چې دوه تنه مړه او اته تنه نور زخمیان شوي دي. مګر د مړو او زخمیانو کره شمېره مطبوعاتو ته تر اوسه نده معلومه. همدا راز یاد طالب جنګیالي دا هم ویلي چې ښکارېدله بریدکوونکي، دوه ځانمرګي ول چې یو یې مړ شو او بل یې چې د تېښتې کوشش کاوه، ونیول شو.

ځایي رسنیو د طالبانو د داخله وزارت له قوله رپوټ ورکړی چې په پېښه کې ګني اته تنه مړه او شل نور زخمیان شوي دي، خو یو طالب چارواکي چې غوښتل نوم یې پټ وساتل شي، ویلي چې ممکن د مړو او زخمیانو شمېر تر دې هم لوړ شي.

یاده دې وي چې پخپله طالبانو هم د مخکیني حکومت په وړاندې د جنګ پر مهال، د ګڼ شمېر ځانمرګو چاودنو ذمه واري په غاړه اخیستله چې په دې چاودنو کې زرګونه تنه عام کسان وژل شوي دي. طالبانو به خپلو ځانمرګو بریدونو ته د "استشهادي" ټکی کاروه. طالبانو اوس هم دا ویلي چې په بدخشان او کندز ولایتونو کې یې د خپلو ځانمرګو بریدکوونکو کنډکونه (پوځي ډلې) ځای پر ځای کړي دي.

خو بل اړخ ته د داعش خراسان ډله چې له تېرو کلونو راهیسي په افغانستان کې فعالیت لري، هم یې د تېر حکومت په وخت کې په کابل کې خونړۍ چاودنې او حملې کولې او هم د طالبانو سره په جنګ دي.

داعش خراسان ډله اوس هم د طالبانو خلاف فعالیت جاري ساتلی او د ځینو په باور، د ملک استحکام ته یې سنجیده خطره پېښه کړې ده. داعش خراسان ډلې دا دعوه هم کړې ده چې په دې وروستیو وختونو کې یې په جلال آباد ښار کې د طالبانو خلاف بمي چاودنې کړي دي.

د یو بل خبر له مخې، طالبانو په یو تازه اقدام کې افغانستان کې د وسلو او نامعلومه ګاډو په خرڅلاو بندیز لګولی دی. د طالبانو د دفاع وزارت په یو بیان کې چې د اتوار/یکشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي چې په افغانستان باندې د دې ډلې د قبضې لګولو پر مهال، ګني ځینو غیرذمه وارو کسانو له ریاستي ادارو نه ګاډي او وسلې ایستلي او یا له پخوانیو چارواکو نه د هغوی ګاډي، وسایل، او وسلې اخیستل شوي خو بیا اړوندو ادارو ته ندي سپارل شوي. د طالبانو دفاع وزارت په کلکه خبرداری ورکړی چې تر نظرثاني پورې، هېچا ته اجازت نشته چې وسلې، مهمات، نامعلومه او بې دستاویزه ګاډي واخلي او یا خرڅ کړي.

د طالبانو په کابینه کې د دفاع وزارت عهده، د پخواني مشر ملا عمر زوی، ملا یعقوب مجاهد ته ورکول شوې ده، خو پخپله یې تر اوسه ندی راڅرګند شوی، او د طالبانو د دفاع وزارت تازه بیان کې یې هم نوم او دستخط نشته.

د طالبانو په اړه بل مخ ته راغلی خبر دا دی چې ټویټر پلټفارم، د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بلال کریمي د ټویټر اکاونټونه په موقته توګه محدود کړي دي.

د طالبانو د دغو دواړو ویاندویانو/ترجمانانو د ټویټر پاڼو ته څوک ورشي، نو سمدلاسه اول د ټویټر دا پیغام یې تر سترګو کیږي چې وایي: «احتیاط: دا اکاونټ په موقته توګه محدود کړی شوی دی. دا خبرداری ځکه ګورئ چې په دغه اکاونټ کې ځینې غیر معمول فعالیتونه موجود و.»

طالبانو تر اوسه د ټویټر کمپنۍ دې ګام ته څه غبرګون ندی ښودلی.


په دې رپوټ کې د وروستۍ برخې معلومات، د وي او اې افغانستان څانګې نه اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG