لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملگري ملتونه: په افغانستان کې غیرپوځي مرګ ژوبله سږکال کمه شوې ده


په جلال آباد کې د یوې بمي چاودنې وروسته د زخمیانو انتقال (۲۰۱۷)

ملګرو ملتونو د ګل/دوشنبې په ورځ یو رپوټ جاري کړ چې په کې ویل شوي د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې غیرپوځیانو ته اووښتې مرګ ژوبله، د تېر کال لومړیو شپږو میاشتو په نسبت، ۱۳ فیصده کمه شوې ده.

د ملگرو ملتونو د دې رپوټ پر بنیاد، د غیرپوځیانو په مرګ ژوبله کې سږکال د کموالي وجه، یو څه دا ده چې نړېوالو ځواکونو پخپلو عملیاتو کې کمی راوستی دی، او بل دا چې د داعش ترهګرې ډلې حملې هم کمې شوي دي.

که څه هم غیرپوځیانو ته د مرګ ژوبلې کموالی یوازې د تېر کال په نسبت کم شوی، په رپوټ کې ویل شوي چې عامو خلکو یا غیرپوځیانو ته اوس هم درنه مرګ ژوبله اوړي، او د طالبانو او حکومت ترمنځ جګړو کې زیات عام خلک وژل کیږي.

د ملګرو ملتونو رپوټ وایي چې د ۲۰۲۰ کال په اولو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ټولټال ۱۲۸۲ کسان وژل شوي او ۲۱۷۶ نور زخمیان شوي دي، چې د ۲۰۱۹ کال د لومړیو شپږو میاشتو د شمېرو په نسبت، ۱۳فیصده کموالی څرګندوي. په هغو کسانو کې چې د سږکال په نیمایي کې مرګ ژوبله وراووښتې ده، څه باندې ٪۴۰ یې ښځې او ماشومان دي.

رپوټ زیاتوي چې ملګرو ملتونو د سږکال په لومړۍ نیمایي کې په افغانستان کې د داعش ډلې ۱۷ حملې ثبتې کړي چې په هغو کې غیرپوځیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. حال دا چې د تېرکال په اوله نیمایي کې د داعش ډلې ۹۷ داسې حملې کړې وې.

طالبانو او امریکا د ۲۰۲۰ د فرورۍ په آخره ورځ، په قطر کې یوه اهمه لوظنامه لاسلیک کړله
طالبانو او امریکا د ۲۰۲۰ د فرورۍ په آخره ورځ، په قطر کې یوه اهمه لوظنامه لاسلیک کړله

بل اړخ ته ملګري ملتونه پخپل رپوټ کې دا هم وایي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د تېر کال لومړیو شپږو میاشتو په نسبت، د افغان ځواکونو په هوایي بمباریو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله درې برابره زیاته شوې ده.

د رپوټ ترمخه، په دې شپږو میاشتو کې د ٪۲۳ غیرپوځي مرګ ژوبلې ذمه وار افغان ځواکونه، او د ٪۴۳ ذمه وار یې طالبان دي.

د ملګرو ملتونو رپوټ ته غبرګونونه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو رپوټ رد کړی او هغه یې د طالبانو د بدنامولو دپاره یوه پروپګېنډه بللې ده. د طالبانو ویاند عامو خلکو ته د سر د زیان ذمه واري په حکومت اچولې او ویلي یې دي چې غیرپوځیانو ته د مرګ ژوبلې رسولو غټه وجه، د حکومتي قواوو او د هغو د اتحادیانو لخوا هوایي بمبارۍ او د درنو وسلو استعمال دی.

نېټو او امریکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر کم کړی او له طالبانو سره یې ډزبندي کړې ده
نېټو او امریکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر کم کړی او له طالبانو سره یې ډزبندي کړې ده

په عین حال کې د افغانستان حکومت بیا ویلي چې د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې هماغه څه ويل شوي کوم چې حکومت یې وایي او هغه دا چې د غیرپوځیانو د مرګ ژوبلې ذمه وار، اکثرأ طالبان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاصې استازې ډېبرا لاینز ویلي: "په داسې یو وخت کې چې د افغانستان حکومت او طالبان د سولې د خبرو دپاره یوځای راټولېدو ته یو تاریخي فرصت لري، غمجن واقعیت دا دی چې جنګ دوام لري، او هره ورځ غیرپوځیانو ته سخت زیان رسیږي."

ملګرو ملتونو یو ځل بیا پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې جګړه دې بس کړي او د سولې خبرو ته دې کښیني.

ملګري ملتونه په داسې حال کې خپل رپوټ جاري کړی چې همدا سږ کال، د فرورۍ په آخره کې، امریکا او طالبانو یوه لوظنامه لاسلیک کړه او مقصد یې په افغانستان کې د اوږدې جګړې ختمېدل و. د لوظنامې پر بنیاد، امریکا او نېټو مخکې له مخکې لا په افغانستان کې د خپلو عسکرو په کمولو شروع کړې ده، خو دویم پړاو چې د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکرات دي، تر اوسه لا پیل شوی ندی.

XS
SM
MD
LG