لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قطر خارجه وزیر: طالبانو ته مې وویل چې اوس د دوی د حکومت تسلیم کولو وخت ندی


د قطر او فرانس خارجه وزیران - دوحه
د قطر او فرانس خارجه وزیران - دوحه

د قطر خارجه وزیر نن د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې قطر د افغانستان نوي طالب واکمنان دې ته هڅولي چې د ښځو د حقونو درناوی دې وکړي او بل دا چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې (تسلیمولو) باندې غور کولو ته لا ډېر وخت پاته دی.

د قطر خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني دا خبرې نن په دوحه کې د فرانس د خارجه وزیر سره په یو ګډ پرېس کنفرانس کې وکړې.

آل ثاني وویل، «مونږ همیش له طالبانو او د حکومت نه غوښتي دي، او پرون مو هم ټینګار وکړ چې د افغانانو د لاسته راوړنو تحفظ دې وشي، په شمول د ښځو د حقونو او د افغانستان په پرمختګ کې د هغوی کردار دې وساتلی شي.»

کله چې اول ځل طالبان په ۲۰۰۱-۱۹۹۶ کلونو کې په افغانستان کې واک اختیار ترلاسه کړ، نو هغه وخت یې په ښځو ډېرې سختې پابندۍ لګولې وې، هغوی یې تعلیم او کار کولو ته نه پرېښودل. اوس بیا دا وېرې شته چې طالبان به دا ځل بیا هماغسې وکړي. طالبانو د تعلیم نوې تګلاره چې اعلانه کړه، هغه کې یې ویلي چې ښځې/جینکۍ به د نارینو/هلکانو نه په جدا کلاسونو او یا ودانیو کې د پوهنتون سبق وایي او استاذانې به یې هم زنانه وي. همدا راز طالبانو په زیاتره وزارتونو کې تر اوسه ښځې کار کولو ته ندي پرېښودلي.

بل اړخ ته یاده دې وي چې قطر پخپله شاهي نظام لريو سیاسي پارټۍ پکې بندې دي، او د بشري حقونو د څار اداره او نورې بشري ډلې ورباندې تنقید کوي چې قطر کې هم د ښځو د حقونو خیال نه ساتل کیږي. د دې سره سره، د طالبانو په نسبت قطر حکومت ښځو ته یو څه آزادي ورکړې ده، مثلاْ په ۲۰۲۰ کې قطر ښځو ته اجازت ورکړ چې د چا د اجازت نه بغیر، د ګاډي چلولو لایسنس ته درخواستونه ورکړي.

شیخ محمد آل ثاني د اتوار/یکشنبې په ورځ کابل کې د طالبانو له وزیراعظم ملا محمد حسن آخند او نورو جګپوړو چارواکو سره وکتل. دا په کابل باندې د طالبانو د تېرې میاشتې د قبضې لګولو وروسته، کابل ته د یو داسې جګپوړي بهرني چارواکي لومړنی سفر ګڼل کیږي. د قطر خارجه وزیر شیخ محمد د طالب مشرانو بغیر، د پخواني صدر حامد کرزي او د مصالحې شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم ملاقات کړی دی. د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي په یو غږیز پیغام کې ویلي چې دوی د قطر نه مننه کړې چې د کابل ائیرپورټ په بیا فعاله کولو کې یې امداد کړی دی.

د قطر خارجه وزیر نن دوحه کې وویل چې کابل کې طالبانو ورته ویلي چې هغوی غواړي له نړېوالې برادرۍ سره تعلقات وساتي او هغه سفارتخانې چې په کابل کې تړل شوي، هغه دې بېرته پرانېستل شي. مګر په ننني کنفرانس کې د قطر او فرانس خارجه وزیرانو وویل چې نړېواله برادري دې ته انتظار ده چې وګوري طالبان خپلې وعدې عملي کوي او که نه.

طالبان غواړي چې بهر ملکونه دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني، خو د قطر خارجه وزیر کابل ته د تګ نه پس، دوحه کې وویل: «مونږ په دې باور یو چې د (طالبانو د حکومت) تسلیمولو په مسئلې باندې ټینګار کول به اوس مهال د هېچا په ګټه نه وي. زمونږ په نظر، هغه څه چې کیدلی شي مفید وي او کولی شي ډېر اغیزمن وي، هغه له طالبانو سره رابطه کول دي چې یقیني کړی شي هغه وعدې چې دوی کړي، هغه عملي کړي.»

قطر په طالبانو باندې ډېر اثررسوخ لري. له یو اړخ نه قطر د طالبانو او امریکا ترمنځ د امن د مذاکراتو او لوظنامې لاسلیکولو کوربه پاته شوی، او له بل اړخه کله چې امریکا له افغانستانه د عسکرو او اتحادیانو انخلا پیل کړه، نو قطر ورسره په دې لړ کې ډېره مرسته وکړه.

خو اوس به دا کتل وي چې طالبان د قطر د چارواکو سپارښتنې ته څومره غوږ ږدي او څومره د بشري حقونو، په خاص ډول د ښځو د حقونو احترام به ساتي. دا به هم کتل وي چې د طالبانو اوسنۍ تګلاره که بدله نشي، نو کوم هېواد به د دوی حکومت تسلیم کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG