لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي چې پوهنتونونو کې به هم د ښځو او جینکو تعلیمي کلاسونه جدا وي


د کابل په یو خصوصي پوهنتون کې جینکۍ او هلکان په یو کلاس کې تعلیم اخلي، خو ترمنځ یې پرده ده.
د کابل په یو خصوصي پوهنتون کې جینکۍ او هلکان په یو کلاس کې تعلیم اخلي، خو ترمنځ یې پرده ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې ښځې او جینکۍ کولی شي د سکول د ختمولو نه پس، په سرکاري او یا خصوصي پوهنتونونو کې لوړې زدکړو ته دوام ورکړي، مګر په دې شرط چې پوهنتونونو کې د جینکو/ښځو او هلکانو/سړیو کلاسونه او یا د تعلیم ودانۍ سره جدا وي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د طالبانو د لوړو زده کړو یا هائیرایجوکېشن نګران وزیر عبدالباقي حقاني په کابل کې یوه خبري غونډې ته خبرو کې د تعلیماتو په اړه نوې تګلاره اعلانه کړه او د صنفي تفریق په اساس د طالب العلمانو د جدا کولو په دفاع کې یې وویل چې د ښځو او نارینه و مشترکې زده کړې یا تعلیمات، ګني د اسلامي اصولو او افغاني دود و دستور سره اړخ نه لګوي.

د لوړو زده کړو نګران وزیر وویل چې صرف زنانه استاذانو ته به دا اجازت وي چې زنانه طالب العلمانو ته تعلیم وښایي. حقاني زیاته کړه چې د زنانه استاذانو کمی به نه وي، خو که بیا هم ډېر ضرورت پېښ شي، نو بیا به نارینه استاذانو ته هم اجازت وي چې زنانه طالب العلمانو ته تعلیم ورکړي، مګر په دې شرط چې د اسلامي قوانینو خلاف ورزي به نه کوي.

عبدالباقي حقاني په خبري غونډه کې وویل: «هغوی (نارینه استاذان) هم کولی شي تعلیم ورکړي، خو د شریعت مطابق. هغوی ته په کار ده چې د پردو تر شا تعلیم ورکړي او یا د ویډیو سکرینونو او نورو داسې سهولیاتو نه کار واخلي.»

هغه ټینګار وکړ چې حکومت یې غواړي هغه لاس ته راوړنې وساتي کومې چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د تعلیم په برخه کې درلودلي دي، خو د جینکو او هلکانو ګډ تعلیمي نظام به په افغانستان کې نور موجود نه وي.

د طالبانو حکومت کې د لوړو زده کړو نګران وزیر عبدالباقي حقاني
د طالبانو حکومت کې د لوړو زده کړو نګران وزیر عبدالباقي حقاني

حقاني زیاته کړه: «داسې نه ده چې مونږ هرڅه له سره پیل کړو. نه. مونږ به په هغه څه چې تر اوسه شوي، نوره اضافه کوو، خو په زیاترې توجو سره.»

د ۲۰۰۱-۱۹۹۶ کلونو کې چې طالبان اول ځل په افغانستان واکمن شوي و، نو هغه وخت بشري حقونه، په خاص ډول د ښځو حقونه ډېر سخت ځپل شوي و چې له همدې امله په نړېواله کچه افغانستان هغه وخت علیحده او یوازې پاته شوی و.

طالبان چې یوه تندلارې ډله ګڼل کیږي، هغه وخت یې یو بېرحمه عدالتي نظام جوړ کړی و. ښځو به نشوای کولی چې د خپل نارینه محرم نه بغیر له کوره ووځي، او جینکو باندې هم د تعلیم کولو قدغنونه لګېدلي و.

قریب یوه میاشت شوه چې طالبان د دوهم ځل دپاره په افغانستان واکمن شول او وعده یې کړې چې د بشري حقونو ساتنه به کوي، او ښځو ته به د تعلیم او کار کولو حق او اجازت وي چې په دې توګه د طالبانو حکومت وکړی شي د نړېوالې ورورولۍ برخه وګرځي او د بېلابېلو لویو ستونزو سره چې افغانستان ته پېښې دي، د نړېوالو په مالي امداد مقابله وکړي.

طالبانو تېره هفته یو سرپرست (نګران) حکومت اعلان کړ چې ټول غړي یې نارینه و. امریکا او نور نړېوال قوتونه په دې کلک نظر لري چې آیا طالبان په رښتیا بدل شوي او د پخوا په نسبت یې تګلارې نرمې شوي او که نه، ځکه پر دې بنیاد به بیا کابل کې د طالبانو له نوي حکومت سره د سفارتکاري رابطې نیولو فیصلې کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG