لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د امریکايي عسکرو کمانډر د طالبانو په پرمختګونو فکرمند دی


د جنرال سکاټ مېلر یو پخوانی عکس چې په وردک ولایت کې له افغان عسکرو سره روغبړ کوي.
د جنرال سکاټ مېلر یو پخوانی عکس چې په وردک ولایت کې له افغان عسکرو سره روغبړ کوي.

د قریب شل کلن جنګ وروسته، امریکا له افغانستانه خپل وروستي عسکر هم وباسي او په دې حال کې د امریکايي عسکرو کمانډر وایي، د طالبانو لخوا یو په بل پسې د سیمو د نیولو او د هغو په دې کوشش چې بیا په زوره افغانستان ونیسي، فکرمند دی.

جنرال سکاټ مېلر په یوه تازه مرکه کې چې د اتوار/یکشنبې په ورځ د اې بي سي ټلویژن په "ډېس ویک" پروګرام کې خپره شوه، وویل چې طالبان «د قوت اخیستو» په حال کې دي.

جنرال مېلر په دې مرکه کې وویل: «مونږ ته په کار ده چې فکرمند اوسو، د سیمو دلاسه تلل د فکرمندۍ خبره ده.»

د امریکايي عسکرو دې کمانډر په وېنا، د دې دپاره چې افغانان کوشش وکړي د طالبانو په وړاندې هېواد کې کنټرول وساتي، نو «امید مهم دی، حوصله مهمه ده».

جنرال سکاټ مېلر، چې د نظر لاندې یې د امریکا آخري عسکر هم تېره هفته د بګرام هوایي اډې نه ووتل، د اتوار په ورځ مرکه کې وویل: «زما دا خوښه نده چې ملګري د ضرورت په وخت کې یوازې پرېږدم.»

هغه زیاته کړه: «تاسو امنیتي حالاتو ته نظر وکړئ، ښه ندي. طالبان په وړاندې روان دي.»

د یادونې وړ ده چې د مئې میاشتې له سر نه تر اوسه پورې طالبانو په افغانستان کې څه باندې سل (۱۰۰) ولسوالۍ قبضه کړي دي، او ویل کیږي چې له اکثرو دغو ولسوالیو نه، حکومتي عسکر بغیر د جګړې وتلي دي.

د بګرام پوځي اډه، چې افغانستان کې د امریکایي عسکرو تر ټولو لوی مرکز و، تېره هفته افغان حکومت ته وسپارل شوه
د بګرام پوځي اډه، چې افغانستان کې د امریکایي عسکرو تر ټولو لوی مرکز و، تېره هفته افغان حکومت ته وسپارل شوه

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د راویستلو فیصله پخواني صدر ډانلډ ټرمپ وکړه، او د هغه انتظامیې له طالبانو سره لوظنامې کې وعده وکړه چې د ۲۰۲۱ کال تر مئې میاشتې پورې به ټول امریکايي عسکر له افغانستانه راوځي.

صدر بایډن چې سږکال په جنوري میاشت کې واک اختیار ترلاسه کړ، د پوځیانو ویستل یې د مئې میاشتې نه وځنډول، مګر بیا یې امر وکړ چې ټول عسکر دې د ستمبر تر ۱۱مې نېټې راوځي.

بایډن په اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې: «اوس دا وخت رارسيدلی چي دا دوامداره جگړه پای ته ورسوو». هغه دعوه وکړه چې امریکا په افغانستان کې خپل هدف، چې هغه ملک کې د ترهګرو ځالې نابودول و، ترلاسه کړی دی.

امریکا په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان پس له هغه حمله وکړه چې طالبانو د بن لادن د ورسپارلو نه ډډه وکړه. اسامه بن لادن د هغه حملې ذمه وار بلل کیږي چې په ۱۱ ستمبر ۲۰۰۱ کې یې د نیویارک په تجارتي څلو او پنټاګان باندې د طیارو بریدونه وکړل او په هغو بریدونو کې قریب درې زره (۳۰۰۰) کسان مړه شول.

جنرال سکاټ مېلر پخپلې تازه مرکې کې ویلي چې له افغانستانه د پوځیانو د راایستلو په باب باید «قضاوتونه» شوي وای. هغه زیاته کړه چې که څه هم په قریب شلو کلونو کې د امریکا دوه زره و درې سوه (۲۳۰۰) عسکر په افغانستان کې مړه شول، خو امریکا په افغانستان کې بیا هم کامیابۍ درلودې.

هغه همدا ډول وویل، دا چي په افغانستان کې د امریکایي پوځ کارکردګي څنګه وه، په دې به له ځان سره کتل په کار وي.

بل پلو په افغانستان کې د امریکې سفارت ویلي چې د دې سفارت د تړل کېدو هېڅ خیال نشته او دوی به کابل کې خپل کارونه جاري ساتي.

کابل کې د امریکا سفارت د اتوار/یکشنبې په ورځ په خپلې ټویټر پاڼې ولیکل: «کابل کې د امریکې سفارت پرانېستی دی او پرانيستی به پاته وي. هماغسې چې د صدر بایډن لخوا هدایت جاري شوی، مونږ به کابل کې خپل مضبوط ډیپلوماتیک شتون ته دوام ورکړو چې د افغانستان د حکومت او خلکو سره خپل د کارونو سلسله جاري وساتو. مونږ د سفارت د تړلو هېڅ کوم پلان نلرو.»

تر دې وړاندې د امریکا یو اخبار، والسټریټ جرنل راپور ورکړی و چې کابل کې د امریکې سفارت، د اېمرجنسي انخلا دپاره منصوبه بندي کړې او بل دا چې که افغانستان کې امنیتي حالات خراب شي، نو د سفارتکارانو ژوند ته خطره پېښېدای شي.

د امریکا سفارت د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپل ټویټر ولیکل: «مونږ په افغانستان کې د کار کولو امنیتي چلېنجونو نه آګاه یو، او مونږ به د دې چلېنجونو سره د مقابلې دپاره، د ضرورت په بنیاد خپل شتون عیار کړو.»

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG