لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومتي کمانډر له خپل طالب زوی سره جگړه کې ووژل شو


باز محمد په جوزجان کې د حکومتي ځواکونو ځایي مشر و
باز محمد په جوزجان کې د حکومتي ځواکونو ځایي مشر و

په افغانستان کې د حکومتي ځواکونو یو ځایي مشر چې یوه ورځ مخکې د مطبوعاتو له لارې پر خپل طالب زوی غږ کړی و چې وسله دې کیږدي او سوله دې وکړي، تېره شپه د طالبانو په یو برید کې ووژل شو.

باز محمد د افغانستان په شمال کې د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په کوکلداش سیمه کې د پنځوس کسیزه امنیتي ډلې مشر و او زوی یې بیا د طالبانو یو جنگیالی و.

د آزادي رېډیو وېبسایټ د گل/دوشنبې په ورځ د دې پلار او زوی د ژوند کیسه خپره کړې وه چې په هغه کې څرگنده شوې وه چې د افغانستان په جگړې کې د یوې کورنۍ غړي هم یو د بل په مقابل کې جنگیږي.

باز محمد شپېته کلن او د حکومتي ځواکونو یو پخوانی افسر و. زوی یې چې طالب دی، فریدون نومیږي او د شبرغان ـ مزار شریف لارې په اوږدو کې فعالیت کوي.

باز محمد په هغې مرکې کې چې پرون د گل په ورځ آزادي رېډیو خپره کړې وه، ویلي و چې "له سولې بغیر په دې ملک کې بله هېڅ لاره نشته، په هر ځای او هر ملک کې چې جنگ شوی، آخره یې سوله شوې ده."

باز محمد دا ویلي و چې زوی یې طالب شوی او د هغه خلاف یې وسله پورته کړې ده او مقابل کې یې جنگیږي، او زیاته کړې یې وه: "زه سولې ته راضي یم، له زوی نه مې غواړم چې راشي سوله وکړو. اوس پوهېدلي یو چې په دې جگړې کې ورور ورور وژني، پلار زوی وژني، او په آخره کې هم د کورنیو تباهي ده او بس."

دا مرکه او په اړه یې رپورټ پرون د گل په ورځ خپاره شول، خو تېره شپه طالبانو، چې د باز محمد زوی هم د هغو غړی دی، د باز محمد پر پوستې برید وکړ، اوږده جگړه وشوه، او په پای کې باز محمد او ورسره یوولس تنه نور ملگري یې چې امنیتي ځواکونه و، ووژل شول.

طالبانو ویلي چې په دې نښته کې د دوی یو جنگیالی هم وژل شوی دی.

آزادي رېډیو وایي چې غوښتل یې د باز محمد له طالب زوی، فریدون سره هم رابطه ونیسي او د هغه خبرې واوري، خو په سیمه کې ټلیفوني اړیکې ستونزمنې دي.

نږدې شل کاله شول چې طالبان او افغان امنیتي ځواکونه یو بل وژني او په دې کې ډېر داسې پیښ شوي چې د یوې کورنۍ ځیني غړي د طالبانو او ځیني نور بیا د حکومتي ځواکونو په لیکو کې جنگېدلي اوسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG