لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ په افغانستان کې پخواني امریکایي پوځي ته معتبر مډال ورکړ


واشنگټن ـ د امریکې صدر، ډانلډ ټرمپ، د نیوي سیل Navy SEAL د یوې دستې مشر ته د افتخار معتبره مډال ورکړ، ځکه دغه پوځي په ٢٠٠٢ کال کې په افغانستان کې په ډیرې زړورتیا او د خطرې په منلو د خپل د یو همسنگر ملگري ژوند ژغورلی و.

برېټ سلابینسکي چې د امریکې په ځانگړو سمندري عملیاتي قواوو یا نیوي سیل کې د خاصو عملیاتو پخوانی مشر ماهر و، پرون د زیارت ـ پنجشنبې په ورځ، د ویاړ دغه مډال ترلاسه کړ.

په هغو مراسمو کې چې په وایټ هاوس یا سپینه ماڼۍ کې جوړ شوي و، د امریکې صدر، ډانلډ ټرمپ، برېټ سلابینسکي ته په خطاب کې وویل: «تا د خپلو اقداماتو له لارې وښوده چې د هغې مینې او زړورتیا څخه چې د امریکايي وطنپرستو په زړه کې لمبې بلې کړي، بله خالصه مینه او غټه دلاوري نشته. موږ آزاده یو، دا ځکه چې ستا په شان جنگیالي غواړي خپله خوله، خپله وینه، او که ضرورت پېښ شي، نو خپل ژوند زموږ د ولس قربان کړي.»

سلابینسکي خپل ماموریت، په افغانستان کې د القاعده تر ولکې لاندې یوې سیمې کې په واورو پوښل شوي یوه غره کې ترسره کړ، خو فورا" پر هغه او ملگرو یې ډزې وشوې او هیلیکپټره یې پر ځمکه پرېوته.

په دې گډوډۍ کې، د سیل SEAL ځانگړې دستې یو تن، چې نیل رابرټس نومید، له هیلیکپټر راوغورځید او له خپلې ډلې جلا شو.

برېټ سلابینسکي د ډلې مشر و، او وایي په هغه وخت کې یې تصمیم ونیو چې د ژغورنې فوري کوشش جاري کړي او نیل بیرته د خطر له سیمې راواخلي.

سلابینسکي چې کسان یې هم کم و او وسلې یې هم کمې وې، بیرته غره ته ولاړ. هغه وایي: «حالات ډېر زموږ په گټه نه و روان، خو دا سوچ را ته نه و پیدا چې زه به وکړای شم انتظار وباسم چې حالات زموږ په گټه بدل شي. په دې پوهیدم چې هلته بیرته تگ ښایي ما ته د مرگ لار وي چې بیرته ترې ستون نشم.»

سلابینسکي، په داسې حال کې چې مرمیو یې جامې ورڅیرلې، د القاعدې پر سنگرونو حمله وکړه، پرې لاسي بمونه یې گوزار کړل، هوایي بریدونه یې راوغوښتل، او وروسته یې خپل یو کلک ژوبل شوی ملگری، په کنگل شوې لار، له غره راښکته کړ.

اوس چې د افتخار مډال د سلابینسکي پر غاړه ځړېږي، د هغه د شپاړسو کلونو مخکې د ایثار او زړورتیا کیسه له نړۍ سره شریکه کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG