لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې سره امنیتي تړون دې زر تر زره لاس لیک کړی شي، پارلیمان غړي وايي


صدر حامد کرزي ویلي امریکې سره معاهده لاس لیک کولو د پاره افغانستان نور وخت ته ضرورت لري او تړون باید د افغانستان صدارتي انتخاباتو روسته لاس لیک کړی شي
صدر حامد کرزي ویلي امریکې سره معاهده لاس لیک کولو د پاره افغانستان نور وخت ته ضرورت لري او تړون باید د افغانستان صدارتي انتخاباتو روسته لاس لیک کړی شي
د افغانستان د پارلیمان غړو په حکومت غږ کړی چې امریکې سره امنیتي تړون چې هیواد کې د کال ٢٠١۴ ورسته د امریکائي ځواکونو پرځائې کولو د پاره چوکاټ برابروي دې زر تر زره لاس لیک کړی شي.
د پارلیمان د اولسي جرگې او د مشرانو د جرگې غړو غوښتنه په داسې مهال کړې ده چې یوه ورځ وړاندې امریکې سره په مجوزه معاهدې باندې د صلاح مشورې د پاره کابل کې رابلل شوي لوې جرگې ممکنه تړون تائید کړو او د جرگې مشر سبغت الله مجددي هم په صدر حامد کرزي غږ وکړو چې معاهده دې زر لاس لیک کړي.
خو صدر حامد کرزي ویلي امریکې سره معاهده لاس لیک کولو د پاره افغانستان نور وخت ته ضرورت لري او تړون باید د افغانستان صدارتي انتخاباتو روسته لاس لیک کړی شي.
امریکائي چارواکو ویلي که افغانستان د سږ کال د ختمیدو نه وړاندې معاهده لاس لیک نه کړه نو د کال ٢٠١۴ ورسته افغانستان کې د ځواکونو پرځائې کولو د پاره منصوبه سازي د مشکلاتو سره مخامخ کیدی شي.
د توار په ورځ خپله وینا کې افغان صدر وویل امریکې سره معاهد لاس لیک کولو د پاره افغانستان نور وخت ته ضرورت لري چې دا رنگ معلومه شي چې امریکا هیواد کې امن سره ژمنه لري.
په حکومت امریکې سره د معاهدې لاس لیک کولو په لړ کې د پارلیمان غړو د غږ نور تفصیل کابل نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال کمال سادات رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG