لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکا خاص استازی د افغان طالبانو سره خبرو دپاره قطر ته ځي
تازه خبر

د امریکا خاص استازی د افغان طالبانو سره خبرو دپاره قطر ته ځي


د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن او د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازی ټام وېسټ
د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن او د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازی ټام وېسټ

د امریکا د خارجه وزارت ویاند نېډ پرایس د نهې/سې شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازی ټام وېسټ به آینده هفته کې دوحه ته ولاړ شي او هلته به د طالبانو د مشرانو سره دوه هفتې ملاقاتونه ولري.

نېډ پرایس خبریالانو ته وویل: "هغوی به د افغانستان په حوالې سره زمونږ د اهمو قامي مفاداتو په اړه خبرې وکړي چې په کې د ترهګرۍ سره مبارزه، امریکني شهریانو او همدا شان هغو افغانانو دپاره چې مونږ ورسره خاصه وعده کړې ده د ملک نه د خوندي وتلو لاره، بشري امداد، او د افغانستان اقتصادي حالات وڅېړل شي.

د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازي ټام وېسټ تر دې وړاندې د روانې میاشتې په سر کې پاکستان ته تللی و، چېرته چې د ټرایکا پلس غونډه جوړه شوې وه او د امریکا سربېره، د پاکستان، چین، او روس استازو د افغانستان په حالاتو بحثونه وکړل. دغو استازو په پاکستان کې د طالبانو له هیئت سره هم ملاقات کړی و.

ټام وېسټ په تېر اکټوبر میاشت کې هم د قطر سرښار دوحه کې د طالبانو له چارواکو سره لیدلي و چې د افغانستان نه د امریکایي قواوو د بشپړه وتلو پس، دا طالبانو سره د یو امریکني چارواکي اولنی ملاقات و.

د اګست په پنځلسمه چې کله طالبانو په افغانستان قبضه ولګوله، ورسره جوخت افغانستان کې د خارجیانو اکثره ترقیاتي منصوبې بندې شولې او د افغانستان اقتصاد هم سخت زیانمن شو. اوس مهال افغانستان کې د پېسو کمی راغلی او غربي ملکونو هم د طالبانو په مشرانو پابندۍ لګولي دي.

د ژمي ساړه موسم په رارسېدو سره، د افغانستان غریب خلک چې تازه د جنګ جګړو نه یو څه آرامه شوي، د بشري بحران سره مخامخ شوي دي. میلینونه افغانان ورځ تر بلې د سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي، د خوراکي موادو بیعې لوړې شوي او د دې ټولو ترڅنګ، خشک سالي هم خلکو ته خطرې پېښې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG