لس کاله وړاندې چې صدیقه شیرزۍ په شمالي افغانستان کې خپل رېډیو سټېشن شروع کړو نو د هغه وخت راهسې یې د ځمکني ماینونو او راکټونو مقابله کړې ده. طالبان هغه خاموشه کول غواړي خو تراوسه نه دي کامیاب شوي.
فوزیه کوفي د افغانستان د تاریخ لومړۍ مېرمن ده چې د پارلېمنټ د لاندني ایوان نایبه منتخب شوې ده. د هغې په ژوند حمله شوي او د تښتولو ناکام کوښښ یې هم شوی دی. تېر کال هغه په انتخاباتو کې د برخه اخیستلو دپاره نااهله وټاکل شوه خو په ځواب کې هغې د خپل سیاسي گوند بنیاد کښېودلو.
د فوزیه کوفي او د صدیقه شیرزۍ ذکر رویټرز خبرې ادارې په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو په اړه په خپل یو تازه رپورټ کې کړې دی چې عنوان یې دی "افغان مېرمنې د حقونو دپاره د راکټونو سره مخامخ دي."
رویټرز وايي د طالبانو د واک په مهال په مېرمنو د تعلیم او د روزگار پابندۍ لگول شوي وې. د طالبانو د واک نسکورېدو وروسته مېرمنو ډیرې کامیابۍ ترلاسه کړي دي. مېرمنې اوس تعلیم ترلاسه کوي او په داسې مدونو کې هم خدمات ترسره کوي چې وړاندې پرې د سړو اجارادري گڼل کېدله خو رویټرز د انساني حقونو د فعالانو له قوله وايي افغان مېرمنې اوس هم د یو شمېر خنډانو او ویرول کېدو سره مخامخ دي.
په افغانستان کې په سیاست کې د ښځو د حقونو دپاره کارکوونکي ادارې اېکوالټي فار پیس اېنډ ډیموکرېسي نومې ادارې شیلا قیومي وايي مېرمنې د افغانستان د ابادۍ نیمايي برخه ده او پکار ده چې د سړو په رنگ حقونه او موقعې ولري. "خو اوس هم مېرمنې د تعلیم نه منع کېږي، په زور یې په کم عمرۍ کې ودونه کېږي، د روزگار اجازت نه ورکول کېږي او د ځناورو نه ورسره سره څه ډیر ښه سلوک نه کېږي."
رویټرز وايي د څلورو لسیزو راهسې روانو جنگونو د افغانستان اقتصاد تباه کړی دی چې د نړۍ په غرېب ترینو اقتصادونو کې یې شمېره کېږی او د خلکو او په خصوصي توگه د ځوانانو دپاره د روزگار موقعې ډیرې کمې دي.
په داسې حالاتو کې مېرمنې د سړو په مقابل کې د زیاتو سختو مشکلاتو سره مخامخ دي ځکه چې د شیلا قیومي ترمخه د مېرمنو په لاره کې نه یوازې ثقافتي خنډان پراته دي بلکې سخت دریځه اسلامې ډلې هم د مساوات او د اقتصادي خپلواکۍ په تکل کې د ښځو مخه نیسي.
د گېلپ ادارې د سپټمبر په میاشت کې د یوې نظر پوښتنې یا سروی په بنیاد وویل د غربت او د محدودو موقع ته په کتنه د افغانستان نیمايي مېرمنې خپل جنگ ځپلی هېواد پرېښودل غواړي.
په کندز ولایت کې د خپل رېډیو دلارې مېرمن صدیقه شیرزۍ د مېرمنو د تعلیم، کورني تشدد، په وارثت کې د میرمنو د حق، د ووټ ورکولو په حق او په انتخاباتو کې د مېرمنو د ودرېدو په حقونو خبرې کوي. مېرمن شیرزۍ وايی زیاتره مېرمنې د خپلو حقونو نه نه دي خبر او خپل حق په غوښتلو کې ویرېږی. صدیقه شیرزۍ وايي د هغې مقصد دا دی چې مېرمنې د تعلیم او خپلو حقونو په اړه خپل ذهنونه پرانځي.
د صدیقه شیرزۍ د ریډیو مالي وسایل غیر یقیني دي خو د هغې کورنۍ د هغې د امنیت په اړه تشویش لري خو د دې باوجود یې هېڅ کله هم د خپل کار په پرېښودو سوچ نه دی کړی. "زما خوب دا دی افغان مېرمنې دې محفوظه شي او د خپلې خوښې څه کولو کې ازادې وي، چې سړي یې مخه نه نیسي."
د افغانستان د پارلېمنټ په ٢٥٠ چوکیو کې ٦٨ د مېرمنو دپاره مخصوص کړی شوې دي چې د نړۍ د نورو برخو نه ٢۴ فیصد زیاتې دي.
که څه هم دغه مخصوصي چوکیو مېرمنو دپار سیاست ته تگ اسان کړی دی خو فوزیه کوفي وايي ډیرې مېرمنې سیاست دپاره مالي وسایل او امنیت نلري. مېرمن کوفي وايي ښځو دپاره په سیاست کې موجودگي ډیره گرانه ده ځکه چې د مېرمنو سیاستوالو ښکلا او جامو ته هم خلک ډیر په غور کتنه کوی. "خلک مونږ سنجینده نه گڼي."
فوزیه کوفي وايي په افغانستان کې سړي مېرمنې د کور نه بهر په ژوند په نورو مدونو کې نه قبولوي او نه یې په پارلېمنټ کې د دوی د نظر احترام کوي.
د خارجي ځواکونو په موجودگۍ کې د نړیوالې مرستې په سبب د مېرمنو تعلیم او خپلواکۍ ته توجه ورکړی شوه. په بامیانو کې د ماین پاکۍ د مېرمنو د ډلې نه واخلي د کابل په کوڅو کې د مېرمنو سندرغاړو پورې، طالبانو د واک نسکورېدو راهسې ښځو زیاته ازادې ترلاسه کړې ده.
خو افغان مېرمنې دا ویرې هم څرگندوي چې که چېرې امریکايي ځواکونه د افغانستان څخه وځي، نړیواله ټولنه د افغانستان سره خپلې مرستې کوي او طالبان بیا قوي کېږی نو د مېرمنو گټې به وروسته لاړې شي.
د سپټمبر په میاشت کې شویو صدارتي انتخاباتو کې د میرمنو شرکت ډیر کم و. په ولایتونو کې د مېرمنو مشکلات لا نور هم زیات گڼل کېږي.
ظریفه غفاري د وردک ولایت میدان شهر ښارواله ده او وايي د هغه ویره لري چې وه به وژل شوي.
د فوزیه کوفي د نااهله کېدو په اړه رویټرز وايي هغه په انتخاباتو کې د شرکت کولو دپاره ځکه اهله وبلل شوه چې په هغې د غیرقانوني ملېشې او د غیرقانوني وسلې د ساتلو الزام ولگول شو. هغه دغه تورونه ردوي.
فوزیه کوفي د موج تحاول نومې سیاسي گوند جوړ کړی دی.
۴۴ کلنې فوزیه کوفي په افغانستان کې د جنگ د ختمولو دپاره د افغانانو او طالب استازو ترمنځ په خبرو کې هم برخه اخیستې ده.