لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وايي د پاکستان په قبايلي سيمو کې ۴٨٥ کسان د اېډز په رنځ اخته دي.


هر کال د ډیسمبر لومړۍ نېټه د اېچ ايې وي/ اېډز د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

د رنځونو د مخنیوي لپاره د امریکا د قامي مرکز (سي ډي سي) د یو رپورټ له مخې د ٢٠١٦ کال تر آخره پورې په گرده نړۍ کښې ١٩.٥ میلیونه په اېچ ائي وي اېډز اخته کسانو درملنه روانه وه او د دوي ای ار ټي نومي علاج کېده.

چارواکي وايي د پاکستان په قبايلي سيمو کې ۴٨٥ کسان د اېډز په رنز اخته دي.

د فاټا اېډز کنټرول مشر نادرخان وايي په قبايلي سيمو کې د اېډز مرض ډېر په تندۍ سره خوريږي او زياتوي د دغې مرض د ناروغانو شمېره ډېره ده خو اکثر خلک په دغې ناروغۍ شرميږي او ځان ددوي سره نه رجسټر کوي.

نوموړي په قبايلي علاقو کې د اېډز د ناروغۍ په اړه د بېدارۍ خورولو په ضرورت زور واچو.

ډاکټران وايي د اېډز د ناروغۍ خورېدو بنيادي علت په جنسي تعلقاتو کې بې احتياطي ده.

ډاکټر ذاکر حسين وايي د اېډز ترټول لوي علت غېر فطري جنسي تعلق دی او زياتوي دويم علت يي د استعمال شوو سېرنجونو او يا د اېډز د ناروغه تن د وينې نه بل تن ته لګېدل دي خو وايي ه صرف ۱۱٪ خلکو ته دغه مرض د بل مريض د وينې يا سېرنجونو وغېره نه ورپورې کېږي

اېډز مرض که له یوې خوا په گرده نړۍ کښې ډیر خلک متاثره کړي نو د پاکستان حکومت اېډز مخنوي لپاره پروگرام ترمخه، په هیواد کښې تر اوسه ١٨٥٠٠ په ایډز اخته کسان راجستر شوي دي.

د پاکستان گاونډي افغانستان کښې دې مرض په اړه ملگري ملتونه وایي د کال ٢٠١٦ اخر پورې ٦٩٠٠ کسان داسې شته چې د اېډز ناروغي ورته لگیدلې. دغه شمیره کښې ١٩٠٠ افغانې ښځې هم شاملې دي.

که څه هم دا لوی پرمختگ دی خو اوس هم اېډز په نړۍ کښې لویه روغتیايي ستونزه گڼل کیږي.

د سي ډي سي د ٢٠١٦ کال د شمېرنو له مخې په ټوله نړۍ کښې ٣٦.٧ میلیونه خلک د اېډز په رنځ اخته دي، یو میلیون کسانو تراوسه ددې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ١.٨ میلیونه نوي مریضان شوي.

د ملگرو ملتونو د روغتیا نړیواله اداره ډبلیو اېچ او هڅه کوي چې د اېډز د نړیوالې ورځ په مناسبت نړۍ کښې شعور رابیدار کړي، او له وړاندې څخه په دې رنځ د اخته کسانو درملنه باوري کړي.

د امریکا سرښار واشنگټن ډي سي کښې وائټ مېن والک هاغه لومړنی روغتیايي مرکز و چې د اېډز په رنځ د اخته کسانو علاج به یي کولو.

ټوني برنز هم داسې یو د اېډز ناروغه تن دي چې په کال ١٩٩٠ کښې ورته اېډز مرض تشخیص شو. دې وائي په واشنگټن کښې تورپستکي کس ته اېډز لگیدل په اسانه د زغملو خبره نه وه.

(زما قیصه د وائټمېن والکر په کلینک کښې کال ١٩٩٠ جولائی میاشت، په دیارلسمه نیټه شورع شوه کله چې ماته اېډز مرض تشخیص شو. زما ډاکټر ماته وويل چې زه به د شپیتو کالو عمر ته ونه رسېږم. زما ډیر ملگري مړه هم شول. ما دوه وار ځان له د جنازې اهتمام کړی او قبر مې خوښ کړی. ما د اېډز د ناروغۍ ښه، بد، خراب او د ساه ډوبي اړخونه لیدلي. دې مرکز ته راتلو سره په ما باندې عمر اسانه شوی.)


د پخواه په پرتله اوس د اېډز د رنځ د مخنوي په برخه کښې ډیر پرمختگ شوی. د نن نه پنځويشت کاله وړاندې د اېډز د ناورغۍ داسې علاج نه کیدو.

وفاقي حکومتونو او غیر سرکاري تحقیقي مرکزونو په اېډز مرض او د دې علاج لپاره ډیر تحقیق کړی او له نن څخه پنځویشت کاله وړاندې ایډز یو بې علاجه مرض وه.

اوس ددغې ناروغۍ د درملنې لپاره ګولۍ (تابلیټ) شته چې په ایډز اخته ناروغان یې باید هره ورځ یو دانه وخوري.

دا گولۍ د مریض په وجود ډیر کم بد اثرات لري او په ایډز اخته کس معمولي ژوند تیرولی شي.

ډیرک سټرابیري د اېډز مریض دی.

(دا گولی چې جېن وویا نومیږي زه هر شپه د ویدو کیدو وړاندې خورم. زما لپاره دا داسې وي لکه د طاقت گولی خوراک. )

دې وړاندې وایي


(دا دومره خراب مرض هم نه دی، او ژوند ورسره کیدلې شي. خو که مونږ ټول د دې مرض مریضان او دې نه بچ پاتې کسان سره یو شو نو دې مرض سره تړلی شرم ختمیدلې شي، او دا مرض له مېنځه تللی شي.)

مېگن کولمین په واشنگټن کښې د ټولنیز تحقیق مشره ده:

د اېډز نړیوالې ورځ په مناسبت زما نظر دا دی چې خلکو باندې دا په ډاگه کول پکار دي چې اېډز مرض اوس هم شتون لري.

مونږ باید دا له پامه و نه غورځوو، دې باندې خرڅ پکار دی او مرستې ته اړتیا لري او مونږ د اېډز په اړه سوچ او فکر کښې بدلون راولو.

مونږ په دې دا بحث شورع کولی شو چې دې مرض لگېدو په صورت کښې به متاثره کس هره ورځ یوه گولۍ خوري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG