لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې سره په تعلقاتو کې د غېر یقيني صورتحال په مهال طالبانو چین ته توجه کړې


د جولای په میاشت کې د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني بردار په بېجنګ کې د چین خارجه وزیر وانګ يي سره ولیدل

د واېټ هاوس چارواکي وایي‌ د افغانستان طالب واکمنانو سره د امریکې تعلق په یو داسې وخت غېر یقینې مرحلې ته داخل شوی چې امریکايي چارواکي افغانستان کې تراوسه پورې پاتې د ۱۰۰ امریکایانو راویستو لپاره کوششونه کوي او د طالبانو چارواکې وايي دوي د چین او نور قامونو سره خپلې اړیکې مضبوطوي.‌

د واېټ هاوس ویاندې جېن ساکي ویلي امریکا نور د افغانستان په هوايي حدونو باندې کنټرول نه لري.‌ نوموړې وېلي تراوسه پورې امرېکې د افغانستان نه راویستل شوو یو لک شل زره نه زیات خلکو کې ۳۱ زره،‌ یو سل او اووه کسان امرېکې ته راوستي کوم د صدر باېډن انتظامیه په تاریخ کې د یو ملک نه د خلکو ترټولو زیات راویستل بلي.

هم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د طالبانو یو ویاند سهېل شاهین په ټوېټر وېلي د طالبانو یو اعلا چارواکي د یو چینايي جکپوړي چارواکي سره خبرې اترې کړي.

سهېل شاهین وېلي د چین مرستیال خارجه وزیر ورته وېلي چې هغوي به کابل کې خپل سفارت ساتي او دا چې دوی به د تېر وخت په نسبت خپلې اړیکې زیاتوي.

د فرانس خبري ادارې ترمخه چین تراوسه پورې د سهېل شاهین د خبرې پخلی نه دی کړی.‌

نورو طالب چارواکو په ټوېټر وېلي د برطانیې او جرمني سره سفارتي غونډې کوي.

د واېټ هاوس ویاندې جېن ساکي وېلي امرېکا دا وخت د نوي او غېر منتخب حکومت سره د تعلق په حقله انتظار کوي او حالاتو ته ګورې. نوموړې په دې خبره زور ر اوړو چې امریکا د نړیوال مارکېټ او مالي مرستو د لارې په نوي حکومت باندې غېرپوځي اثر لري.

جېن ساکي وېلي د وفاقي حکومت دننه صدر، د دفاع وزیر او په استخباراتي ټولنه کې یو کس هم دا نه وايي‌ چې طالبان سم خلک دي.‌ هغې زیاته کړې هم دا وجه ده د دوي دریز ډېر واضحه دی چې د طالبانو په تسلیمولو کې تادي نه کوي او دوي به حالاتو ته ګوري.‌‌

د امریکې خارجه وزارت ویاند نېډ پراېس وېلي د دوي سفارتي چارواکي د افغانستان راتلونکي نوي حکومت په مرستو کې د احتیاط نه کار اخلي.‌

نوموړي د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وېلي د افغانستان نوي حکومت سره د مرستو کتنه کوي او دوي په یو داسې حالت کې دي چې افغانستان کې تراوسه پورې نوی حکومت نه دی جوړ شوی نو ددې له کبله دوي ته پکار ده چې د نوي حکومت د جوړښت انتظار وکړي.

نېډ پراېس وېلي امریکا به د ښځو، جینکو او اقلیتي ډلو په شمول د افغان اولس حقونو او یو داسې ټول شموله حکومت خپل ترجیحات ګرځوي چې پکې د ترهګرۍ خلاف شوو وعدو او نړیوالو قوانینو خیال وساتلی شي .‌

XS
SM
MD
LG