د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل د هغه بلوڅ زدکوونکي د ازادۍ غوښتنه کړې چې په کراچۍ کې په چینايي شهریانو د بلوڅ وسله والې ډلې د ځانمرګي حملې وروسته نیول شوی او بې درکه دی.
اېمنېسټي انټرنېشنل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل په پاکستاني مامورینو غږ کوي چې د زدکوونکي بیبګر امداد درک دې څرګند کړي او که د دوی په ولکه کې دی نو په سمدستي ډول دې ازاد او یا عدالت ته وړاندې کړي.
ادارې وویل که چېرې بیبګر د نیول کېدل دوام لري نو پکار ده چې عدالت ته وړاندې کړی شي او باید د منصفانه مقدمې حق ولري.
په لاهور کې د بلوڅ طالب علمانواتحاديې بلوچ سټوډنټس کونسل ترمخه بیبګر په اسلام اباد کې د نمل یونیورسټۍ زدکوونکی دی، په لاهور کې پنجاب یونېورسټۍ کې خپلوانو څنګ ته ورغلی و او د شورو، چهارشنبې، په ورځ په دریو موټرو کې هاسټل ته ورغلو کسانو د ځان سره بوتلو. وېل کېږي چې کومو کسانو چې بیبګر نیولی په هغو کې د هاسټل سکیورټي افسر هم و.
د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د پنجاب یونېورسټۍ ترجمان د بيبګر امداد د نیول کېدو تصدیق کړی او ویلي یې دي چې استخباراتي ادارو یو زدکونکی نیولی چې د پنجاب یونېورسټۍ طالب علم نه دی.
بلوچ سټوډنټس کونسل د ځينو نورو کسانو د نيولو خبره هم کړې خو په رسمي ډول چارواکو د نورو کسانو د نيولو په اړوند څه نه دي ويلي.
بیبګر امدار وروستو له هغې نیول شوی چې په کراچۍ پوهنتون کې د کنفيوشس انسټيټيوټ درې استاذان په ځانمرګي حمله کې ووژل شوو.
بلوڅ بېلتون خوښې ډلې (بلوچ لبرېشن ارمي) د دغه بريد زمه واري منلې چې لومړۍ ښځينه ځانمرګې (شاري بلوڅ) يې دغه بريد کړی دی.
بلوچ سټوډنټس کونلس ویلي د پاکستان په پوهنتونونو کې د بلوڅ زدکوونکو ځورول کېدل نوي خبره ده او مخکې هم د دوی سره دا ډول سلوک شوی دی.
بلوچ سټوډنټس کونسل بلوڅ زدکوونکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د بیبګر امداد د ازادۍ دپاره احتجاجي ناسته کوله چې د پنجاب یونېورسټۍ امنیتي کارکونکو پرې تشدد وکړو.
اېمنېسټي انټرنېشنل وویل د زیارت، چهارشنبې، په ورځ په پنجاب یونېورسټۍ کې د بيبګر امداد د ازادۍ دپاره د احتجاج کوونکو د ویرول کېدو خبره یې په پام کې نیولې ده.
ادارې وویل پکار چې د زدکوونکو د پرامنه احتجاج د حق احترام وشي او د طالب علمانو د ویرول کېدو د پېښې دې موثره او غیر جانبدارانه دتحقیقات وکړی شي.