لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کراچي یونیورسټي کې حمله: بلوڅ طالب علمان دا وېره لري چې اوس به ورته تر پخوا زیات د شک په سترګه کتل کیږي


عاصم علي رانا، وي او اې اردو سروس - د نهې په ورځ د کراچي پوهنتون کې د یوې بلوچې ښځې د ځانمرګي برید نه وروستو، چې په کې د درېیو چیني استاذانو په شمول څلور تنه مړه شول، د ټول ملک په تعلیمي ادارو کې امنیتي انتظامات سخت کړی شوي دي.

د حملې نه پس، د پاکستان په ټولو پوهنتونونو کې شامل بلوڅ طالب علمان هم د تشویش سره مخ شوي دي، او دا یې فکرمندي ده چې د امنیتي ادارو له اړخه یو ځل بیا ممکن د هغوی هدفي ځورونې یا څارنه وشي.

پخوا هم د بلوڅو طالب العلمانو دا شکایت و چې په مختلفو پوهنتونونو کې امنیتي ادارې د هغو نه پوښتنې ګروېږنې کوي او د هغو او هم د هغو د رشته دارانو د سیاسي رجحاناتو او د بلوچستان صورتحال سره متعلق د هغوی د رآی په وجه، هغوی یرولی کیږي.

د لاهور بلوڅ سټوډنټس کونسل یا د بلوڅو طالب عمانو کونسل دعوه کړې ده چې د شورو/چهارشنبې په ورځ لاهور کې د پنجاب یونیورسټي له هاسټل نه د اسلام آباد نمل یونیورسټۍ یو بلوچ طالب علم، په ویګو ګاډو کې په مبینه ډول اغوا کړی شوی دی.

د پنجاب یونیورسټۍ ویاند، د دې خبر تصدیق کړی چې بلوچ طالب علم په حراست کې نیول شوی دی. ویاند زیاته کړې ده چې استخباراتي ادارې یو کس په حراست کې نیولی کوم چې د پنجاب یونیورسټۍ طالب علم نه و.

د کرونا وبا وروستو، پنجاب یونیورسټۍ کې د طالب علمانو سبقونه په کلاسونو کې
د کرونا وبا وروستو، پنجاب یونیورسټۍ کې د طالب علمانو سبقونه په کلاسونو کې

د اسلام آباد او پنجاب تعلیمي ادارو بلوڅ طالب علمان وایي چې ممکن هغوی د ځورول کېدو له اضافه پېښو سره مخ شي.

یوه بلوڅه طالب علمه سیمي دین بلوچ وایي، د پاکستان حکومت او ادارو ته په کار ده چې د عام سیاسي سوچ لرونکو او د باغیانه سوچ لرونکو کسانو ترمنځ فرق وکړي. د پرونۍ چاودنې وروستو، اوس د نارینه طالب علمانو ترڅنګ، د ښځینه طالب علمانو په حواله هم تشویشونه پیدا شوي دي.

د بلوچ طالب علمانو تنظیم دعوه کوي چې نیول شوی کس، بیبګر امداد د اسلام آباد نمل یونیورسټۍ د انګریزي ادب څانګې طالب علم دی چې د بلوچستان تربت علاقې سره تعلق ساتي. هغوی زیاتوي چې دا کس د اختر رخصتیو په سلسله کې، د لاهور پنجاب یونیورسټۍ ته خپل رشته دار سره پاته کېده چې د شورو/چهارشنبې په ورځ، د کوم اېف آی آر نه بغیر، چا هغه اغوا کړ.

د بلوڅو طالب علمانو کونسل وینا ده چې د پنجاب پوهنتون په هاسټلونو کې اوسېدونکي طالب علمان، د ډېټا او ذاتي تفصیلاتو د بیانولو په بهانو، کله انتظامیه او کله هم غیرمتعلقه افرادو له طرفه په مسلسل ډول تنګ کړی کیږي. کونسل دا هم وایي چې د طالب علمانو دغه ډول اغوا کول، د بلوڅو طالب علمانو سره زیاتی دی او دا رویه، د یرې او خوف ماحول پیدا کوي.

د بلوچ سټوډنټ کونسل یوه ویډیو هم خوره کړې ده چې هغه کې بیبګر امداد په ګاډۍ کې د اچولو په وخت لیدل کیږي. دا ویډیو په سوشل مېډیا باندې وائرل شوې هم ده.

د کراچي یونیورسټۍ طالب علمه او د بلوڅانو د حقونو دپاره کارکنه سیمي دین بلوچ هم د دې واقعې تصدیق کړی او وایي چې د تربت سره تعلق لرونکي بیبګرام بلوچ په حوالې سره دا معلومه شوې چې هغه څو ورځې وړاندې کراچي ښار ته تللی و او د هغه نه پس، درې څلور ورځې دمخه هغه لاهور کې خپل رشته دار ته چې پنجاب یونیورسټي کې و، ورغلی و.

هغه وایي چې د دې واقعې تصویرونه هم موجود دي چې ښکاري هغه باندې تشدد کیږي او په زور سره کشول کیږي. سیمي دین بلوچ زیاتوي چې د بلوڅو طالب علمانو د اغوا کولو سلسله کومه نوې نده، بلکې د یوې مودې راهیسي روانه ده.

د پنجاب پوهنتون د ترجمان وینا ده چې د استخباراتي ادارې په درخواست، هاسټل کې موجود د یو شخص ګرفتاري یونیورسټي کې شوې ده چې د هغه کس تعلق د پنجاب یونیورسټۍ سره نه و.

د بلوڅ طالب علمانو په مشکل کې اضافه؟

په کراچي کې د ترسره شوې ځانمرګې چاودنې وروستو، د مختلفو بلوڅو طالب علمانو د طرفه د دې یرې اظهار کیږي چې اوس ممکن هغوی ډېر تنګ کړی شي، ځکه اوس د امنیتي ادارو دا فکرمندۍ سمې ثابتې شوې او یوې ښځې ځانمرګی برید کړی دی.

وي او اې په دې اړه د مختلفو تعلیمي ادارو طالب علمانو سره د خبرو کولو کوشش وکړ، مګر اکثرو یې د خبرو کولو نه انکار وکړ او ویل یې چې نه غواړي په دې اړه خبرو کولو سره خپلو مشکلاتو کې اضافه راولي.

البته د بلوڅو د حقونو یوې کارکنې سیمي دین بلوچ وائس آف اریکه سره خبرو کې ویلي چې کراچي کې د ترسره شوې پېښې نه پس، د بلوڅو طالب علمانو دپاره په پوهنتونونو کې پاته کېدل، تعلیم کول، او عامو معمولي سیاسي سرګرمیو کې شاملېدل ډېر زیات سخت شوي دي.

د هغې په وینا، ریاست ته په کار ده چې په دې پوهه شي چې په پوهنتونونو کې طالب علمان، د ریاست مخالفو کومو سرګرمیو کې ملوثه ندي، او ریاست باید د باغیانو او سیاسي سرګرمیو کې شاملو کسانو ترمنځ فرق وکړي.

هغوی زیاته کړه چې حمله کوونکې مېرمن، شاري بلوچ په ۲۰۱۵ کال کې د بلوچستان په یونیورسټي کې تعلیم کاوه، د هغه نه پس یې واده وکړ او پخپل کور کې پاته کېدله. دا چې په دې تېرو کلونو کې د هغې تعلق د چا چا سره و، او د چا چا سره یې رابطې نیولې وې، په دې باندې تعلیمي ادارو باندې الزام نشي لګول کېدلی.

سیمي دین بلوچ دا هم وویل چې: "اول به مونږ سره صرف د نارینه طالب علمانو په حوالې فکرمندي وه، خو اوس د ښځینه طالب علمانو په حواله هم پریشانه یو چې ممکن په آینده څه وخت کې، د ښځو سره هم زورزیاتی وشي او ممکن یې په خلاف کرېکډاون وشي."

سیمي دین بلوچ زیاته کړه چې د سیاسي سرګرمیو او روزانه تلونکو راتلونکو طالب علمانو، د ریاست د باغیانو سره هېڅ کوم تعلق نشته. د کراچي یونیورسټي که ولیدل شي، هلته هم سخته سیکورېټي لګول شوې، او هلته د وایس چانسلر د اجازت بغیر، هېڅ سیاسي سرګرمي نشي ترسره کېدلی.

هغې وویل، په کراچي پوهنتون کې دننه داسې واقعه مخ ته راتلل، د افسوس خبره ده، ځکه اوس د نورو طالب علمانو دپاره هم مسئله جوړېدلی شي.

د یاودنې وړ ده چې حکومتي ادارې، بغیر د کومې وجې د بلوڅو طالب علمانو د یرولو الزامات، رد کوي. د حکومتي ادارو موقف دا دی چې د "کره معلوماتو او شواهدو" په بنیاد د "شرپسنده عناصرو" خلاف کاروایي ترسره کیږي.

د دوو ښکلیو بچیانو مور، ولې ځانمرګې بریدګره شوه؟

د انساني حقونو دپاره کارکوونکې وکیله اېمان زینب مزاري وایي، دا چې یوه ښځه خپل دوه ښکلي بچیان پرېږدي او خودکشه حمله وکړي، په کار ده چې د دې پېښې هغه بنیادي وجوهات وپلټل شي.

بلوڅ طالب علمانو مخکې تر دې هم د خپلو لادرکه ملګرو دپاره احتجاجونه کړي دي
بلوڅ طالب علمانو مخکې تر دې هم د خپلو لادرکه ملګرو دپاره احتجاجونه کړي دي

ایمان زینب مزاري د وایس آف امریکه سره په خبرو کې وویل چې کله هم کومه واقعه پېښه شي، نو د هغه وروستو د اجتماعي سزا ورکولو خبره رامخ ته کیږي. ټول بلوڅ طالب علمان او استاذان د همدې یرې تر سیوري لاندې ژوند تېروي چې اوس به په هغو باندې د پخوا نه زیات شک کیږي.

ایمان زینب مزاري زیاته کړه، "د دې خبرې پوهېدل ضروري دي چې ښځې ولې په دې مهم کې شاملیږي. یوه ښځه چې د دوو ښکلیو بچو مور وه، آخر داسې څه وشول او څه سوچ ورغی چې په مطابق یې هغه په مسلح جد و جهد کې شامله شوه او دا ټول کار یې وکړ."

د مزاري وینا ده چې د دې تشدد او سختدریځۍ مخه تر هغو نشي نیول کیدلی چې د داسې کسانو سره خبرې وشي او مطالبات یې ومنل شي.

XS
SM
MD
LG