لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني صحافيانو ته د اسخباراتي ادارو ، سياسي ډلو او د طالبانو خطر


ايمنسټي انټرنيشل دغه رپورټ ته عنوان ورکړی ، " ستا دپاره گولۍ تياره ده ـ پاکستان کې په صحافيانو بريدونه " .
ايمنسټي انټرنيشل دغه رپورټ ته عنوان ورکړی ، " ستا دپاره گولۍ تياره ده ـ پاکستان کې په صحافيانو بريدونه " .

د بشري حقونو نړيوال تنظيم ايمنسټي انټرنيشنل وايي پاکستان کې صحافيان د وژنو ، تشدد او نورو گواهونو په خطرو کې ژوند تيروي ، او دويې ته دغه خطرې د اسختباراتي ادارو ، سياسي پارټو ، طالبانو او نورو وسله والو ډلو څخه دي .
نن د شورو په ورځ خپل تازه خپور کړي رپورټ کې ايمنسټي انټرنيشنل د ۳۴ خبريالانو د وژنې پېښې رپورټ کړي دي ، او وايې چې دغه صحافيان پاکستان کې د کال ۲۰۰۸م څخه په هيواد کې د جمهوريت په ځايې کيدو نه وروستو د ډيوټۍ په مهال وژل شوي دي .
او په دغو پېښو کې يواځې د يو خبريال د وژنې په پېښه کې ککړ کسان د انصاف کټهرې ته راوستی شوي دي .
ايمنسټي انټرنيشل دغه رپورټ ته عنوان ورکړی شوی دی ، ٫٫ ستا دپاره گولۍ تياره ده ـ پاکستان کې په صحافيانو بريدونه ٬٬
رپورټ کې هغه خبرې په گوته کړی شوي دي ، چې څنگه انتظامييه د صحافت د شعبې سره د تړلو کسانو په ضد د انساني حقونو د خلاف ورزۍ په ودرولو کې ناکامه شوې ده .
ايمنسټي انټرنيشنل وايي په تازه رپورټ کې يواځې د ۳۴ صحافيانو د وژنې پېښې ليکل شوي دي ، ولې په دغې موده کې يو شمير صحافيانو ته گواهونه شوي ، هغويې ويرول شوي تشدد پرې شوی او يا هغه د وژونکو بريدونو څخه روغ وتي دي .
د انساني حقونو د تنظيم د بحرالکاهل ډپټي ډائريکټر ډيوډ گريفتهس وئيلي پاکستان کې د صحافيانو ورورولي تر ډيره حده گېر ده .
نوموړي وئيلي د پاکستان په ميډيا کې په خصوصي توگه هغه خبريالان چې د قامي سلامتۍ او انساني حقونو په اړه رپورټنگ کوي ، هغه له هرې خوا د گواه سره مخ دي ، او د هغويي اواز غلی کولی شي .
په دغې رپورټ کې د ۷۰ نه د زياتو پېښو تفصيلي پلټنې شوي ، او په دغې لړ کې د ۱۰۰ نه د زياتو صحافيانو مرکې هم شوي دي .
ايمنسټي انټرنيشنل په رپورټ کې د پاکستان په استخباراتي اداو باندې تور پورې کړی چې هغه صحافيان گواهي او ويروي ، او په دې خبره زور راوړی شوی چې حکومت په دغې لړ کې پلټنې وکړي .
رپورټ کې زياته کړی شوې چې د غيررياستي ادارو او سياسي پارټو لخوا هم صحافيان د وژنو او تشدد سره مخ کيږي ، او په صحافيانو د خپلې مرضۍ د رپورټ دپاره فشار اچولی شي .
ايمنسټي وايي په کراچۍ کې په متحده قومي مومنټ او د مذهبي ډلې اهل سنت الجماعت سره په نورو تنظيمونود صحافيانو د وژنې او هغويې د ويرولو تورونه لگي .
او د هيواد د شمالي او لوئيديزو جنگ زپلو سيمو سره په بلوچستان صوبه کې د لشکرجهنگوي او بلوڅو د وسله والو لساني ډلو څخه صحافيانو ته په ډاگه د وژنو گواهونه کيږي ، ځکه چې دغه خلک په صحافيانو خپل زياتي پټول ، او خپلو نظريو ته وده ورکول غواړي .
دغه رنگ په پنجاب صوبه کې خبريالان د لشکر جهنگوي ، طالبانو او دغه رنگ د نورو تنظيمونو لخوا د گواهونو سره مخ دي .
رپورټ وايي د پاکستان چارواکي صحافيانو باندې د بريدونو او تشدد باوجود د په دغو پېښو کې ککړو کسانو ته په سزا ورکولو کې تر ډيره حده ناکامه پاتې شوي دي .
اويواځې په شمار يو څوغټو پېښو کې پلټنې شوي دي ، ځکه چې په دغو پېښو د خلکو لخوا زور راوړی شوی دی .
د ايمنسټي انټرنيشنل د بحرالکاهل مشر وايي د پاکستان حکومت صحافيانو ته د راپېښو ستونځو او په هغويې د بريدونو د مخ نيوي دپاره ادعاوې کړي ، خو په دغې لړ کې يواځي څو گامونه پورته کړی شوي دي .
دغه رنگ رپورټ کې د خبري ادارو په مالکانو هم زور راوړل شوی چې د خپلو خبريالانو د مناسب تربيت سره دې د هغويي مرستې يقيني کړي .
ډيوډ گريفتهس وئيلي چې د بيړني گامونو نه بغير پاکستانۍ ميډيا په ويرولو غلی کېدی شي ، او پاکستان کې له وړاندې نه د ويرې په ماحول کې د اظهار رائي په ازادۍ او انساني حقونو د سرغړونو په ډاگه کوؤنکې مبارزه اغېزمنه ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG