د افغانستان سرښار کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدوپه اړه د طالبانو د حکومت مخالفې قومي مزاحمتي محاذ طالبان د خطرناکو تندرلارو او ترهګرو ډلو کوربانه بللي دي.
خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي د طالبانو قیادت له دې نه وو خبر چې ایمن الظواهري په افغانستان کې موجود و او نه هم د هغه په اړه څه نښې موجود وې.
د وي او ای اشنا څانګې د خبر ترمخه مزاحمتي ډلې په یو خبر کې ویلي دي چې د ایمن الظواهري وژل کېدل " یو ځل بیاد طالبانو په اړه دا دریځ رښتونی ثابتوي چې دغه ډله د خطرناکو نړیوالوترهګرو کوربه دي."
دغې جبهې ویلي دي چې په کابل کې دالقاعده د مشر موجودګي د دې ښکاره دلیل دی چې "زموږ ګران هېواد یو ځل بیا دسخت دریځو ډلو د راټولېدو په مرکز او دترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی".
اې ار اېف په خپلې اعلامیې کې ټېنګار کړی چې په افغانستان د طالبانو بیا واکمنۍ د القاعده په څېر ډلو ته د بیا راپورته کېدو ښه زمینه برابره شوې ده.
د ایمن الظواهري په اړه د طالبانو ترجمان سهېل شاهین وویل په کابل کې د ډرون حملې په اړه طالبانو تحقیقات شروع کړي دي.
په کابل کې د وي او اشنا د خبریال ترمخه سهیل شاهین په وټس اېپ خپل پیغام کې ویلي چې په کابل کې د طالبانو حکومت په دې کابل کې د ډرون حملې په اړه تحقیقات کوي.
خو واشنګټن د ایمن الظواهري تر وژنې وروسته پر طالبانو تور لګوي چې د 2020م کال د فرورۍ د میاشتې له تړونه یې سرغړونه کړې.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د اینټني بلینکن له خولې لیکلي دي: "په کابل کې د القاعده د مشر مېلمه کول او هغه ته پناه ورکول د طالبانو له خوا د دوحې د تړون او نړۍ ته د دوی د هغو ډاډګېرنو بنیادي سرغړونه ده چې ویل به یې هیڅ ترهګر ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره استعمال کړي او د نورو هېوادونو امنیت ته خطر پېښ کړي".
د امریکې ولسمشر جوبایډن د ګل- دوشنبې په ماښام ولس ته په وینا کې ویلي وو، د القاعده 71 کلن مشر مصری ډاکټر ایمن الظواهري په کابل کې د هغه کور په بالکنۍ کې وو چې ډرون الوتکې د «هیل فایر» یا «د دوزخ اور» نومې مزایل په وسیله ورباندې برید وکړ او ویې واژه.
د افغانستان لپاره د چین سفیر وانګ یو په ټویټر د چین خارجه دفتر د ویاند په حواله لیکلي چین دریځ لري د ترهګری په ضد دوه مخیزه رول باید ونشي ، د هرقسمه ترهګری په کار کول غواړي خو چې دا د نورو هېوادونو د خپلواکی په قیمت ونشي.