لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارمینیا او ازربایجان جنګ نور زیات شوی


د رپورټونو ترمخه د ارمینیا او ازربایجان په جنګ کې شدد راغلی
د رپورټونو ترمخه د ارمینیا او ازربایجان په جنګ کې شدد راغلی

د تېرې یوې هفتې راهسې د ارمینیا او ازربایجان په منځ کې شروع شوي جنګ کې نور شدد راغلی او د ازربایجان یو چارواکي ویلي ارمینیايي ځواکونو د نګورنو کاراباخ د لانجمنې سیمې نه بهر هم د ازربایجان په یو شمېر کلو او ښارونو بمباري کړې ده خو ارمینیايي مامورینو دغه خبره رد کړې.

د ازربایجان صدر الهام علېیو مشیر حکمت حاجیېیو وویل د ارمینیان ځواکونو د ازربایجان په دویم لوی ښار ګنجا د درنې توپخانې او راکټونو حمله کړې چې له امله یې یو تن وژل شوي او ۳۲ نور زخمیان شوي دي. هغه وویل ارمینیايي ځواکونو د ازریایجان صنعتي ښار مېنګاچېور او نور واړه (کوچني) کلي په هدف کړي دي.

د ارمینیا دفاعي ځواکونو د حاجيېیو خبرې رد کړي خو د نګورنو کاراباخ مشر ارایک هاروتینیان په فېس بک یو پیغام کې ویلی ځواکونو یې په ګنجا ښار کې ځینېي پوځي هدفونه ويشتلي خو بیا ورته ملکي خلکو ته د ممکنه نقتصان په سبب د حملو ودروولو امر وکړو. هغه خبرداری و کړو د ازریایجان نور لوی ښارونه به په نخښه کوي او ویې وېل دغه ښارونه دې خالي کړی شي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه په نګورنو کاراباخ کې چارواکي وايي د سیمې دپاره ورستۍ جګړه شروع شوي ده

او په نړیواله ټولنه یې غږ وکړو چې د علاقې ازادي دې ومني ځکه چې د دوی په قول دا د امن د بحالۍ یوازېنۍ لاره ده.

د ازربایجان په ګنجا او مېنګاچېور ښارونو د حملو د رپورټونو نه یوه ورځ مخکې ارمینیا ویلي وو ازري ځواکونو د نګورنو کاراباخ په مرکزي ښار ستېپاناکرټ حمله وکړه. د تېر اتوار، یکشنبې، په ورځ شروع شوي جنګ کې ګڼی شمېر کسان وژل شوي او په سلګونو زخمیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو تر څنګ، امریکې، فرانس او روس په نګورنو کاراباخ کې په سمدستي ډول د جنګ بندۍ غوښتنه کړې ده خو نه ازربایجان او نه هم ارمینیا دغه غوښتنه منلې.

د ازریایجان صدر الهام عليېیو ویلي جنګ د ختمیدو یوازېنۍ لاره د نګورنو کاراباخ نه د ارمینیايي ځواکونو وتل دي.

د ارمینايي قوم د اکثریت سیمه نګورنو کاراباخ به جغرافیايي لحاظ په ازربایجان کې پرته علاقه ده خو په ۱۹۹۱ کې د روس د ماتېدو په وخت یې د ازریایجان نه د ازادۍ اعلان وکړو چې له امله یې جنګ راوپارېدلو چې پکې ۳۰۰۰۰ پورې کسان ووژل شوو. په کال ۱۹۹۴ کې ډزبندي وشوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG