لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما عراق کې د امريکا پوځي عملیاتو د ختمون اعلان کړی


صدر اوباما عراق کې د امريکا پوځي عملیاتو د ختمون اعلان کړی
صدر اوباما عراق کې د امريکا پوځي عملیاتو د ختمون اعلان کړی

په عراق کې دامريکائي جنگي مشن دپايې په هکله صدر اوباما وئيلي دي ددغه جگړې ختمول نۀ يواځې دا چې دعراق بلکې پخپله دامريکا په گټه هم دي.
دنهې په ورځ امريکائي قام ته پخپله وينا کې صدر اوباما وويل عراقي اولس ته دهغوي راتلونکى په لاس کې دورکولو لپاره امريکا زياتې قربانۍ ورکړي دي او دغلته يې دخپلو پوځيانو دليږدولو ترڅنگ زياتې وسيلې هم صرف کړي دي.
اوباما پخپله وينا کې عراق کې دامريکائي جنگي مشن دختمولو اعلان وکړو.
هغه وويل اوس به عراقي اولس ته دخپل امنيت ذمه وارۍ سمبالول وي.
هغه وويل چې دعراق څخه دامريکائي پوځيانو راويستل ديو نوي دور پيل دى.
هغه زياته کړه چې دا موقع ټولو امريکايانو ته په يادوي چې کۀ چرې مونږ په باور او ارادې سره مخکې ځو خو خپل راتلونکى پخپله جوړولى شو.
هغه وويل دا دټولې نړۍ لپاره هم يو پيغام پکار دى چې امريکا دروانې پيړۍ دپيل څخه دخپل مشرتابۀ مضبوطولو او پياوړي کولو ته ليواله ده.
اوباما دامريکائي پوځ دسړو او ښځو قربانيو ته نيکې پيرزوئينې وړاندې کړې اودهغوي دهمت او حوصلې ستائينه يې وکړه.
دهغه وينا وه ديو کمانډر انچيف په حيثيت هغه دخپلو پوځيانو په خدمتونو وياړ کوي.
صدر وويل دعراق دازادۍ مشن نن ختم شو.
هغه په ياده کړه چې ديو صدارتي کانديد په حيثيت يې دا دامريکائي اولس سره ژمنه کړې وه.
هغه وويل دتير کال په فرورۍ کې يې دعراق څخه دخپل جنگي بريگيډئير بيرته راغوښتو دمنصوبې اعلان کړى ؤ او دعراق دپوځ، اولس او حکومت ملاتړ يو په دوه کړل شوى ؤ، مونږ دغسې کړي دي، مونږ يا خو په سلگونو پوځي اډې بندې کړي يا مو عراقيانو ته سپارلي دي او مونږ دلکونو په شمير سازوسامان دعراق څخه بهر راويستلى دى.
صدر دخپلې وينا په مهال واضحه کړه چې ددغه جگړې ختمول دعراق او امريکا دواړه په گټه دي.
هغه وويل اوس زمونږ لپاره تر ټولو اهمه او سملاسي ذمه واري دمعيشت بحالي ده او هاغو لکونو امريکايانو ته کار ورکول دي چې خپل ملازمتونه يې بائيللي دي.
صدر دکال 2001ء په 11م ستمبر په امريکا دترهه گريزو بريدونو په لوري داشارې کولو په ترڅ کې وويل دهيواد دننه دهرې سياسي فکر طبقې د11م ستمبر دبريد کوونکو په ضد دطاقت دکارولو ملاتړ کړى ؤ.
هغه وويل امريکا عراقي اولس ته دهغوي راتلونکى په لاس کې ورکولو لپاره زيات دروند قيمت ادا کړى دى.
هغه وويل مونږ خپل ځوانان او ښځې عراق ته دقربانيانو لپاره وليږل او په داسې وخت کې مو دملک څخه بهر وسيلې استعمال کړې چې پخپله دهيواد دننه دبجټ وضعيت سخت ؤ.
صدر اوباما وويل ځينې داسې خلک هم دي چې هغوي په افغانستان کې زمونږ دمشن په هکله سختې پوښتنې راولاړوي خو مونږ ته پخپلو هدفونو نظر ساتل پکار دي.
هغه وويل دا وخت چې مونږ خبرې کوؤ،القاعده زمونږ په ضد سازش کوي او ددغه ډلې مشران دافغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې پټ شوي دي.
هغه وويل مونږ به القاعده خوره کړو، پاره پاره به يې کړو او ورته به ماتې ورکړو.
دهغه وينا وه مونږ ته دخپلې متوسطې طبقې مضبوطولو لپاره خپلو بچو ته تعليم ورکول دي کوم چې دهغوي حق دى او خپلو محنت کښو ته به مهارت ورکول وي چې په نړيوال معيشت کې يې دمسابقت لپاره هغوي ته اړتيا ده.
هغه وويل دامريکائي معيشت پرمختيا لپاره به په غيرملکي تيلو انحصار کمول وي او داسې نوى پيداوار به مخې ته راوړل وي چې زمونږ دکاروباري څانگې څخه پيدا کيږي.
هغه وويل دا يو گران کار دى خو په راتلونکو ورځو کې ديو قام په توگه به زمونږ همدا مشن وي او دصدر په حيث دا زما مرکزي ذمه واري هم ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG