لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ ايجنسۍ کې د وسله والو جنگيالو په ضد فضائي عمليات شوي


د اتوار په ورځ سيمه کې د ملېشې په يوه چيک پوسته بريد کې د ملېشې درې عسکر ژوبل شوي وو .
د اتوار په ورځ سيمه کې د ملېشې په يوه چيک پوسته بريد کې د ملېشې درې عسکر ژوبل شوي وو .
دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د افغانستان په پوله پرتو علاقو کې د وسله والو جنگيالو په ضد د گن شپ هيلي کاپټرو د لارې گوله باري شوې ، او د سيمي نه د سرچينو د لارې د رارسيدلو خبرونو ترمخه په عملياتو کې وسله والو جنگيالو ته زيان اوختی دی .
د قبائيلي سيمې باجوړاجنسۍ پوليټيکل چارواکو د وسله والو سره جهگړه کې د پينځه ملېشې عسکرو د ژوبليدو وئيل شوي دي . او ازادې سرچينې وائي په عملياتو کې د ۱۵ وسله وال جنگيالي وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل شوي دي ، خو په دغې اړه کره مالومات مخې ته نه دي راغلي .
د راپورونو ترمخه د گل په ورځ د پاکستاني ځواکونو لخوا د افغانستان د کونړ ولايت سره په پوله د پرتې پاکستاني قبائيلي سيمي باجوړ ايجنسۍ د ماموندو تحصيل په کږه ، مڼو ځنگل ، څپري او غاښي پاس علاقو کې د گن شپ هيلي کاپټرو گوله باري شوې ده .
سرچينې وايي په عملياتو کې د ځائي امن لښکر غړو هم برخه اخيستې ، او په سيمه کې د فضائي عملياتو سره د وسله والو جنگيالو سره جهگړه وس هم روانه ده .
باجوړ ايجنسۍ کې دغه عمليات په داسې حال کې شوي ، چې د اتوار په ورځ سيمه کې د ملېشې په يوه چيک پوسته بريد کې د ملېشې درې عسکر ژوبل شوي وو .
د پاکستان په قبائيلي سيمو باجوړاو مومندو ايجنسو کې نزدې د تيرو لسو ورځو راهسې په امنيتي ځواکونو د بمي چاؤدنو او بريدونو په پېښو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .
نن په مومند ايجنسۍ کې هم د پينځه کسانو مړي موندل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG