د پاکستان قبائيلي سيمې باجوړايجنسۍ په سلارزو تحصيل کې د سړک غاړې ښخ يو بم په چاؤدنه کې د زنانوؤ او ماشومانو په گډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي .
چارواکي وايي پيښه نن د نهې په سحر د سلارزو په تنګي سيمه کې رامينځ ته شوې ده .
د چاوراکو په وينا چاؤدنه کې د ائيډيا نومې غېر دولتي تنظيم درې زنانه استاذانې ، دوه ماشومان او يو ډرائيور وژل شوي دي . او دغه استاذان د غير دولتي تنظيم لخوا جوړ شوي سکول ته په گاډي کې روان وو چي د چاؤدنې ښکار شو .
چارواکي وائي دغه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وه ، او د چاؤدني روستو په سيمه کې د پلټنې عمليات پېل شوي خو د کوم مشکوکه کسانو نيولو خبرونه مخې ته نه دې راغلي .
د دغې چاؤدنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې ، خو د دې نه وړاندې د دغې ډول يو شمېر پېښو زمه واري طالب وسله والو منلې ده .
د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې څو ورځې وړاندې شوې يوې بمي چاودنه کې يو ماشوم مړ او شپږ نور ژوبل شوي وو .
باجوړ ايجنسۍ په تېر وخت کې د وسله والو د اثر لاندې وه ، ولې وروستو په سيمه کې د پوځي عملياتو پس علاقه پاکه گرځول شوې وه .
خو په وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې کې د ضرب عضب اپرېشن پېل نه کېدو نه پس باجوړ او نورو قبائيلي سيمو کې په امنيتي چارواکو او د امن لښکر په غړو بريدونو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .