لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوڅ ملت پاله ګوندونه: ترهګري په ازغن تارونو نه، په تګلارو ختمیدی شي


په پاکستان کې بلوڅ ملت پاله ګوندونو د پاکستان پدې اعلان بیلا بیل غبرګونونه ښودلې چې ویلي وو له ګاونډي ایران سره به په خپله پوله ازغن تار لګوي.

په کوټه د پوځ سیمه ایز مشر لیفټیننټ جنرال عاصم سلیم باجوه ویلي وو چې د ازغن تار لګولو موخه د دواړو هیوادونو ترمنځه د ترهګرو، تندلارو تګ را تګ او د ناقانونه تجارت مخنیوی کول دي.

د بلوچستان نیشنل ګوند یو مشر، سینیټر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر جهانزیب جمالدیني ‌‌‌‌‌‌ډیوه ته ویلې چې دوی د دې ګام غندنه کوي پدې چې د پولي دواړه خواو ته بلوڅان اوسیږي چې یو له بل سره خپلوي لري او تګ را تګ کوي.

نوموړي و ویل ترهګري په تګلارو بدلولو سره ختمیږي، په ازغن تارونو نه خو د ترهګري مخه نیول شوې او نه هم تجارت تړل کیدای شي. هغه وویل د نړی نور هیوادونه پولي خلاصوي او ازاد تګ را تګ و تجارت کوي خو پاکستان دواویا کاله ورسته هم د ښو اړیکو پر ځای له ګاونډیا نو سره پولي تړي.

خو د نیشنل ګوند یو مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسحاق بلوڅ وایي دا هر هیواد حق دۍ چې خپل سرحدونه خوندي کړي البته له دې سره دي د پاکستان حکومت د سرحدي سیمي ولسونو ته اسانتیاوي هم ورکړي او د دغه سیمو د اقتصادي وضیعت سمولو لپاره دي عملي ګامونه واخلي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر بلوڅ وایي د سرحدي سیمي په ضلعو کې خوراکې مواد او د ژوندانه نور ضروري شیان له ایرانه ‌‌‌‌‌‌ډیر ارزان ورته رسیږي خو که د پاکستان له نورو سیمو څخه دغه توکي راوړي نو ‌‌‌‌‌‌ډیر ګران تمامیږي، حکومت باید د ازغن تار په لګولو سره دغه سیمو ته د خوراکي او نورو شیانو په ارزانه بیعه رسول یقیني کړي.

ایران له پاکستان سره نهه سوه کلومیتره اوږده پوله لري او تهران دا تورونه لګوي چې د دوی په ځواکونو مرګاني برید کونکې جیش العدل ‌‌‌‌‌‌ډله په پاکستاني بلوچستان کې مرکزونه لري خو پاکستان دا تورونه ردوي.

د ایران په سیستان و بلوچستان ایالت کې تر شل لکه زیات بلوڅان اوسیږي چې د سني عقیدې منونکي دي. ایراني بلوڅان او د دوی مشران تور لګوي چې ایران کې ورته مذهبي و کلتوري ازادي نشته او په اقتصادي توګه هم شاته ساتل شوې دي. خو ایران وایي پدغه سیمه کې یي د مرستو ځانګړې پروژې شورو کړي دي.

په پاکستان کې د صنعایو او تجارت د مرکزي وطاق مشر انجینئر دارو خان اڅکزی وایي له ایران سره دوه اړخیزه کلنی تجارت دوه ارب ډالره ته نزدې دی او پکې زیاتره د پاکستان واردات دي او په اقتصادي توګه د پاکستان په ګټه نه دی. انجینئر اڅکزی وایې د ناقانونه تجارت شمیرې نه له حکومت سره شته او نه هم د تجارت وطاق د ایران سره د دغه تجارت کره شمیرې لري.

خو د رویټرز خبري ادارې په شپږ کاله وړاندي کې یو رپوټ خپور کړی وو چې پکې ادعا شوې چې د بلوچستان له لاري تر درې میلیون ټنه زیات ‌‌‌‌‌‌ډیزل هر کال کاچاق له لاري د پاکستان نورو برخو ته رسه ول شوي او دا تر هغه ‌‌‌‌‌‌ډیزلو زیات دي چې پاکستان یي هر کال له کویت څخه صادره وي. پاکستان د کال له شلو څخه تر دوه ویشت میلیون ټنه پورې ‌‌‌‌‌‌ډيزل له کویت څخه اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG