د پاکستان په سېنټ کښې د زیاتو څوکېو د گټلو لپاره سیالۍ او د ځینو تړلو پرمختیا ېي پروژو په سر گیلو د بلوچستان د اعلا وزير سردار ثناءالله زهري سیاسي آینده له خطر سره مخ کړې ده.
تېره اونی د بلوچستان اسمبلی څوارلس غړو د اعلا وزیر سردار ثناءالله زهري په ضد د بې باوری یا عدم اعتماد تحریک و اسمبلی ورکړی وو او وایې چې اعلا وزیر د زیاتره غړو باور له لاسه ورکړی دی.
ښاغلې زهري نور اعلا وزیر پاته کیږي یا نه؟ دا فیصله به نن د ( نهې یا سه شنبې په ورځ) کیږي. د نوموړي لپاره کوټي ته د ورغلي وزیراعظم هڅې هم په ظاهره ناکامه ښکاري ځکه چې د اسمبلی مرورو غړو د نوموړی سره د لیدو کتو څخه انکار کړی دی.
دا کړکېچ پداسي حال رامنځ ته شوی چې پاکستان کښې د اسمبلېو و پارلېماني موده پوره کېدو ته یوازي پنځه میاشتي پاته دي او ټاکل شوې چې سږ کال په جون کښې به عمومي ټاکني تر سره کېږي.
په بلوچستان اسمبلی کښې د مخالفه ګوندونو مرستیال مشر زمرک خان اڅکزی وای:
"بلوچستان کښې واکمن ایتلاف څلور نیم کاله زموږ پرمختیایې پروژې تړلي وې، زموږ کارونه یې بند کړي وو، وړاندي شمېر کم وو خو اوس مو د حکومت چپه کولو توان پيدا کړ."
خو څېړونکې وای خبره دومره ساده نده، په مارچ کښې د بلوچستان ١١ سېنېټران د شپږو کلونو موده پوره کېدو ورسته تقاعد کوي او دا ټول کړکېچ هم دغه ته را جوړ شوی دی.
د قانوني چارو کارپوه او ستره محکمه کښې مدافع وکیل اقبال شاه وایې:
"که چېري اعلا وزیر او ایتلافیان یې په حکومت کښې پاته شي نو مخالفه ګوندونه وېره لري چي زیاتره چوکی به حکومتي ګوندونه ترلاسه کړي، راتلونکي سېنېټ کښې به د مسلم لیګ نواز ډلي او ملګري ګوندونو چوکی زیاتي شي او د آینده حکومت ته به مشکل جوړ کړي"
د اعلا وزیر ملاتړ کونکي پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي بلوچستان کښې د ناڅاپي سیاسي بحران تر شا پټ لاسونه دي:
"دومره زر په مسلم لیګ کښې دننه بغاوت او بیا عدم اعتماد؟ د دې ترشا هغه کړی دي چې تل یې هېواد کښې سیاسي بې ثباتي را منځ ته کړې ده او جمهوري نظام یې ودي ته نه دی پرې اېښې."
د بې باوری د تحریک پلوه او مخالفه ډلي د خپل خپل اکثریت او بریالتوب ادعاوي کوي البته په دغه تحریک د رایو لپاره د ایالت ګورنر د اسمبلی غونډه په نهم جنوری راغوښتې خو د اسمبلی سپيکري راحیله دراني د غونډي براه راست رپورټنګ باندی بندیز لګولی دې.
موده پوره کونکي سېنېټران څوک دي؟
د مارچ په میاشته کښې تقاعد کونکي زیاتره سېنېټران د پيپلز ګوند دي چې شمېر یې څلور دی، دغو کښې سردار فتح محمد حسني، نوابزاده سېف الله مګسي، روزي خان کاکړ، او محمد یوسف شامل دي.
د جمیعت علماء اسلام حافظ حمدالله او مفتي ستار، د بلوچستان نېشنل ګوند عوامي ډلي سردار اسرارالله زهري او نسیمه احسان, د مسلم لیګ سعیدالحسن مندوخېل او روبینه عرفان، او د عوامي نېشنل ګوند داود خان اڅکزی شامل دي.
بلوچستان اسمبلی کښې د ګوندونو غړي:
مسلم لیګ (ن) ۲۱ خو اوس وېشل شوي
پښتونخوا ملي عوامي ګوند ۱۴
نېشنل ګوند ۱۱
جمیعت علماء اسلام (ف) ۸
مسلم لیګ (ق) ۵
بلوچستان نېشنل ګوند ۲
عوامي نېشنل ګوند ۱
بلوچستان نېشنل ګوند (عوامي) ۱
مجلس وحدت مسلیمین ۱
ازاد ۱
د بلوچستان اسمبلی د غړو ټول ټال شمېر ٦٥ دی او د اعلا وزیر په ضد د بې باوری د تحریک د بریالتوب لپاره ۳۳ غړي پکار وي.