لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن د جي سېون تنظیم مشرانو سره د شام او یوکرېن په موضوعاتو خبرې اترې وکړې


د جي سېون په غونډه کې د شام په اړه د بایډن د خبور ترڅنګ د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د منځني ختیځ د سفر په مهال په اردن، ترکي او عراق کې چارواکو سره د شام د اینده په اړه مذاکرات وکړل
د جي سېون په غونډه کې د شام په اړه د بایډن د خبور ترڅنګ د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د منځني ختیځ د سفر په مهال په اردن، ترکي او عراق کې چارواکو سره د شام د اینده په اړه مذاکرات وکړل

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ د جي سېون تنظیم غړو ملکونو مشرانو سره په شام او په یوکرېن کې د صورتحال په اړه خبرې اترې وکړې.

بایډن د جي سېون مشرانو سره په انلاین بڼه ملاقات کې یوکرېن سره د ملاتړ غوښتنه وکړه. یوکرېن سره د مرستې په اړه دبایډن د خبرو نه وړاندې امریکې یوکرېن سره د اقتصادي امداد دپاره ورلډ بېنک ته ۲۰ بېلین ډالر وکړې دي. د امریکې مالي امداد کیف سره د جي سېون ملکونو د ۵۰ بېلین ډالرو مرستې برخه ده چې جي سېون ملکونه به يې د روس د منجمد اثاثو د سود نه بېرته ترلاسه کوي.

د جي سېون مشران د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په شام کې د اقتدار د داسې انتقال ملاتړ ته تیار ولاړ دي چې په نتیجه کې يې بااعتماد، ټول شموله او غېر فرقه ایز حکومت جوړ شي.

د جي سېون په غونډه کې د شام په اړه د بایډن د خبور ترڅنګ د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د منځني ختیځ د سفر په مهال په اردن، ترکي او عراق کې چارواکو سره د شام د اینده په اړه مذاکرات وکړل.

د جمعې په ورځ په ترکي کې چارواکو سره د منځني ختیځ په صورتحال د خبرو اترو وروسته بلېنکن وویل امریکا او ترکی د شام د اینده حکومت په جوړښت او په دې اړه په پراخه کچه اتفاق لري چې د شام په نوي حکومت کې څه لیدل غواړي.

بلېنکن په بغداد کې د عراق وزیراعظم شیعه السوډاني او د نورو چارواکو سره وليدل
بلېنکن په بغداد کې د عراق وزیراعظم شیعه السوډاني او د نورو چارواکو سره وليدل

په انقره کې د ترکي خارجه وزیر حکان فېدان سره د خبرو اترو وروسته بلېنکن د فېدان ترڅنګ مشترکه خبري کانفرنس ته وویل دواړه ملکونه په شام کې ټول شموله او غېر فرقه ایز حکومت غواړي چې د ښځو او د اقلیتونو د حقونو تحفظ کوي، د ریاستي ادارو حفاظت او د ولس خدمت کوي.

بلېنکن دا هم وویل دواړه ملکونو غواړي چې د شام نګران حکومت د پخواني صدر بشارالاسد د وخت کیمیاوي وسلې ولټوي او په مناسب ډول يې تباه کړي. د امریکې خارجه وزیر وویل دا نه لیدل غواړي چې شام دې د ګاونډیو ملکونو دپاره خطر جوړ شي او د هېواد داسې نګران حکومت غواړي چې د انتهاپسند ډلو سره الحاق ردوي.

بلېنکن او فېدان په دې خپره ټینګار وکړو چې دواړه ملکونه په داعش فشار جاري ساتل غواړي.

بلېنکن وویل په تېرو څو کلونو کې دواړو ملکونو د داعش خلافت د حتمولو دپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي او هم په دې بنیاد دا یقیني کول غواړي چې دا ډله بیا سر راپورته نه کړي او په دې لړ کې کوښښونه دوامداره وساتل شي.

په انقره کې بلېنکن او د ترکي خارجه وزیر حکان فېدان د ملاقاتو وروسته مشترکه خبري کانفرنس ته وېنان وکړه
په انقره کې بلېنکن او د ترکي خارجه وزیر حکان فېدان د ملاقاتو وروسته مشترکه خبري کانفرنس ته وېنان وکړه

په شام کې د الاسد کورنۍ د ۵۴ کلن اقتدار د نسکورېدو وروسته بلېنکن د منځني ختیځ د دورې په دویم پړاو ترکي ته تللی و. په ړومبي پړاو کې هغه په اردن کې چارواکو سره د سیمې په صورتحال خبرې اترې وکړې.

بلېنکن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په انقره کې د ترکي صدر رجب طیب اردوان سره ولیدل. د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان مېتیو مېلر وویل امریکايي وزیر او ترک صدر په سیمه کې د امریکي او د ترکي په همکارۍ او په دې مشترکه مفاد هم خبرې وکړې چې په شام کې دې د شام د ولس په مشرۍ او ملکیت کې ټول شموله او د احستاب وړ حکومت جوړ کړی شي.

په اردن کې بلېنکن د شاه عبدالله ثاني بن الحسین او د نایب وزیراعظم اېمن صفدي سره ولېدل او په ساحلي ښار عقبه کې د ملاقاتونو وروسته يط وویل د اردن چارواکو سره د شام د اینده حکومت په اړه خبرې اترې وکړې.

بلېنکن سره په خبرو کې اردوان وویل ترکي به په شام کې د داعش وسله والو خلاف جګړه نه ودروي، د دې باوجود چې ترکي د امریکې حمایت یافته د هغه کرد ډلې خلاف هم جنګېږي چې داعش د مخنیوي په لړ کې اهمه ګڼل کېږي.

د اردوان دفتر تېره شپه بلېنکن سره د هغه د ملاقات په اړه یو بیان جاري کړو. د بیان ترمخه اردوان وویل داعش خلاف جنګ کې به ترکي څه کمزوري د راپورته کېدو اجازت نه ورکوي.

ترک صدر وویل ترکي به په شام کې فعاله د ټولو ترهګر تنظیمونو او په بنیادي توګه د پي کی کی، پي وای ډي، وای پي جي او د داعش خلاف حفاظي اقدامات پورته کوي. هغه زیاته کړه ترکي به په بنیادي توګه دا ګامونه د خپل قومي امنیت دپاره اخلي.

د اردن په ساحلي ښار عقبه کې بلېنکن د شاه عبدالله ثاني او نوور چارواکو سره وليدل
د اردن په ساحلي ښار عقبه کې بلېنکن د شاه عبدالله ثاني او نوور چارواکو سره وليدل

وای پي جي کرد ځواک دي چې د سېرین ډېموکرېټېک فورسز اېس ډي اېف لویه برخه ده او امریکا يې ملاتړ کوي. هم دې ډلې په شام کې د داعش خلاف جنګ کې مرکزي کردار ادا کړی و. انقره وای پي جي او د ډلې سیاسي څانګې پي وای ډي ته د کالعدم تنظیم کردستان ورکرز پارټي، پي کی کی، د توسیع په شکل کې ګوري. پي کی کی د لسیزو راهسې د ترکي خلاف جنګېدلې ده او اېس ډي اېف په موثره توګه ترهګر تنظیم بلي.

اېس ډي اېف سره د امریکې ملاتړ واشنګټن او انقر د یو بل سره په تضاد کې اچولۍ دي.

په داسې حال کې چې باغیانو د دمشق په لوري پېش قدمي کوله نو د ترکي حمایت یافته ډلې اېس اېن ای د اېس ډي اېف خلاف جګړه شروع کړه او په دې اړه يې تشویش راوپارولو چې د نېټو دوه غړي په شام کې د مفاداتو په سر د یو بل سره په ټکر کې دي.

ترکي د خپل جنوبي سرحد سره مسلح کرد ځواکونه د خطر په څېر ګوري. که څه هم واشنګټن د امنیت په اړه د ترکي خدشات مني خو بلېنکن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل اېس ډي اېف داعش د بیا راپورته کېدو په مخنیوي کې انتهايي اهم کردار لري.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG