لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومند او خيبر کې چاؤدنو کې يو خاصه دار او د امن لښکر غړی وژل شوي ، ۵ ژوبل


د پاکستان په دوه مختلفو قبائيلي سيمو مومند او خېبر ايجنسو کې بمي چاؤدنې شوي دي
د پاکستان په دوه مختلفو قبائيلي سيمو مومند او خېبر ايجنسو کې بمي چاؤدنې شوي دي
د پاکستان قبائيلي سيمو مومند ايجنسۍ او خېبرايجنسۍ کې په درې بيلابيلو بمي چاؤدنو کې د خاصه دار فورس يو اهلکار او د امن کميټۍ يو غړی وژل شوي ، او د درې امنيتي سرتېرو په گډونه پينځه نور کسان ژوبل شوي دي . راپورونه وايي خېبرايجنسۍ کې د افغانستان د خاورې څخه درې مارټر گولې هم ويشتل شوي دي .
د راپورونو ترمخه نن د خالي په ورځ سحر د قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ صافو تحصيل په کوز چمرکنډ کې د بارودي موادو دوه چاؤدنې شوي ، چې پکې د خاصه دار فورس يو اهلکار وژل شوی ، او درې نور ژوبل شوي دي .
سرچينې وايي کوز چمرکنډ کې يوه بله بمي چاؤدنه کې د يو امنيتي سرتيري په گډون درې نور کسان ژوبل شوي دي .
د مومندو په صافو تحصيل کې دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي ، چې په صافو ، خوئيزو ، کمالي حليمزو او تمانزو سيمو کې د تېرې مياشتې د ۲۴م نېټې راهسې د شپې په مهال کرفيو وي . په دغو علاقو کې کرفيو وروستو له هغې لگولی شي چې په تمانزو سيمه کې يوه بمي چاؤدنه کې شپږ عسکر وژل شوي وو .
د چارسدې د شبقدر تحصيل د پوليسو په وينا ، منسوکه نومې کلي کې يو کس باندې د بم ښخولو په مهال خپله دغه بم چاؤدلی ، او پکې هغه ژوند د لاسه ورکړی دی .
بل لور ته د خېبر ايجنسۍ باړې تحصيل په قمبرخېلو سيمه کې د سړک غاړې ښخ دبم په چاؤدنه کې د ځايي امن کميتۍ يو غړی وژل شوی دی .
سرچينې وايي د امن کمېټۍ غړی د شلوبر په قمبراباد سيمه کې د معمول په گشت باندې ؤ ، چې د سړک غاړې ښخ بم پرې چاؤدلی دی .
د خېبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې له دې وړاندې هم د امن کميټو غړي په هدف شوي دي .
راپورونه وايي نن سحرافغانستان سره په پوله د پاکستاني قبائيلي علاقې خېبرايجنسۍ د لنډي کوتل په لوئي شلمان علاقه کې د پولې د پورې مخ نه درې مارټر گولې راويشتل شوي ، ولې کومه مرگ ژوبله پکې نه ده رامينځته شوې .
د راپورونو ترمخه پاکستاني ځواکونو نن د افغانستان سره په پوله تورخم او جمرود سيمو کې د مازيگر پينځه بجو پورې په داسې مهال کرفيو هم لگولې ده ، چې په افغانستان کې صدارتي ټاکنې روانې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG