لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین: افغانستان ته د سي پېک منصوبې د غځولو ملاتړ کوو


چین له افغانستان، پاکستان، او نیپال هېوادونو وغوښتل چې د چین سره او خپل ترمنځ خپل علایق نور هم پیاوړي کړي، او د چین په لویو اقتصادي منصوبو لکه سي پېک کې یو له بل سره همکارۍ ته دوام ورکړي. چین همدا راز د بجینګ او اسلام آباد ترمنځ کلک علایق، د افغانستان او نیپال دپاره د پیروۍ مثال ګرځولی دی.

د چین خارجه وزیر چې د ګل – دوشنبې په ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې د دغو درېیو هېوادونو د خارجه چارو وزیرانو سره خبرې کولې، هغوی یې وهڅول چې د کرونا وبا پرضد مبارزې کې سره یو لاس شي او په اقتصادي برخه کې هم خپلې اړیکې پراخې کړي.

په دې څلور اړخیزه آنلاین غونډه کې چې د چين د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په مشرۍ جوړه شوې وه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د پاکستان د اقتصادي چارو وزیر خسرو بختیار، د افغانستان د بهرنیو چارو نګران وزیر محمد حنیف اتمر، د نیپال د بهرنیو چارو وزیر پرادیپ کمار ګیاوالي ګډون کړی و.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د غونډې برخه والو ته وویل چې افغانستان، پاکستان، نیپال او چین څلور واړه د غرونو او سیندونو له طریقه سره نښلېدلي دي او د مشترکو ګټو په پام کې نیولو سره، مشترکه آینده لري.

وانګ یي پخپلو خبرو کې وویل چې ملک یې د کرونا وبا خلاف مبارزې کې له پاکستان، افغانستان او نیپال سره د همکاریو دوام ته ژمن دی. هغه څلور وړاندیزونه وکړل او هغه دا چې: څلور واړه ملکونه دې د کرونا وایرس په ضد مبارزې کې پر اتحاد او یووالي ټینګار وکړي، په سیمه کې د کرونا وایرس په وړاندې د مشترکې همکارۍ میکانیزم پرځای کړي، د دې وبا پر ضد هڅو کې او د واکسین په برخه کې دې همکارۍ پراخې کړي، او د وبا نه پس دې د اقتصاد بیا بحال کول او ترقي ورکول تېز کړي.

د چین د خارجه وزارت په وینا، د څلورو واړو هېوادونو استازو په دې ټکو باندې موافقه څرګنده کړې ده.

د چین خارجه وزیر په دغو وړاندیزونو کې دا هم راغلي چې: چین د سي پېک منصوبې او د ټرانس هېمالین د اتصال شبکې پرمختګ غواړي او د دې ملاتړ کوي چې سي پېک منصوبه دې افغانستان ته هم وغځیږي.

د چین خارجه وزیر پخپلو خبرو کې د پاکستان او چین اړیکې ستایلي او هغه یې د "ورورګلوۍ وسپنیزې اړیکې" بللي دي. وانگ یي له افغانستان او نیپال څخه هم غوښتي چې د کرونا وبا سره په مبارزه کې دې د چین او پاکستان د همکاریو د مثال پیروي وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG