لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هېمالیه په غرنۍ سیمه کې د هند او چین ترمنځ د پول په سر تاوتریخوالی راپارېدلی دی


د سويډن په اوپساله پوهنتون کې د ډيپارټمنټ اف پيس اينډ کانفلېکټ ريسرچ پروفيسر اشوک سوين وي او ای ته په دې اړه ويلي دا ښايي چين چې د هند نه په 2020 کې کومې برخې نيولي د هغې نه د په شا کېدو هيڅ اراده نه لري

د هېمالیا په لداخ سیمه کې د پینګانګ ډنډ په غاړه د چین د پول جوړولو په سر د چین او هند ترمنځ تاوتریخوالی راپارېدلی دی. هند د چین په دغه پول اعتراض لري.

کارپوهان وايي د ورستي تاوتریخوالی له امله په اېټمي وسلو سمبالو ګاونډیو ملکونو په منځ کې د نښتو امکان پيدا شوی دی.

د سويډن په اوپساله پوهنتون کې د ډيپارټمنټ اف پيس اينډ کانفلېکټ ريسرچ پروفيسر اشوک سوين وي او ای ته په دې اړه ويلي دا ښايي چين چې د هند نه په 2020 کې کومې برخې نيولي د هغې نه د په شا کېدو هيڅ اراده نه لري.

سوين په دې ټينګار وکړو چې هند دومره پوځي زور نه لري چې چين په شا وتمبوي او حالات سم کړي او زياته يې کړه صدر ژي جېن پېنګ په دې وخت کې د پولې په لانجه کې لاس بری دی.

هغه وايي ولسمشر نرېندرا مودي سياسي حالاتو ته په کتنه مجبور دی چې د چين زورورتيا ته اهميت ورنکړي او بيا په داسې صورتحال کې د مودي سره غوره لار دا ده چې جنګ پله لاړ نه شي.

د هېمالايه په واورينه سيمه کې په چين دا تور هم لګېدلی چې هند طرف ته يې څه نوې ابادۍ شروع کړي.

د هند د خارجه چارو وزارت په يو بيان کې په چين په شرقي لداخ کې په پول جوړولو نيوکې کړي او ويلي يې دي چې په هغه برخو کې دا ابادۍ کيږي چې 60 کاله مخکې چين په غير قانونه توګه د هند نه نيولي دي.

د دې په تايد کې د وزارت وياند اريندم باګچي وويل “حکومت د چين خلاف په دې تورونو نظر ساتي چې د پينګانګ ډنډ د پاسه پل جوړوي. په کومه مزکه چې چين دا پل جوړوي دا يې نزدې 60 کاله وړاندې په غير قانونه توګه نيولې وه”.

د هند د بيان په غبرګون کې د چين د خارجه چارو د وزارت وياند وانګ وېن بېن ميډيا ويلي “زه غواړم په دې زور راوړم چې چين هر څومره ابادي چې کوي په خپله مزکه يې کوي. دا د چين حق دی خپل مزکنی استقلال او امنيت وساتي او ورسره ورسره د چين او هند په پوله امن ټينګ کړي”.

په څېړنيزه اداره سټېمسنز سنټر کې د چاينه ايسټ ايشيا مشر يون سن وايي د لانجې بنيادي وجه دا ده چې دواړه خواوې غواړي مخکې نه مخکې ځايونو ته ځان ورسوي چې خپلې خپلې دعوې مظبوطې کړي.

سن وايي چين خپل شکايونه هم مخې ته راوړلی شي چې هند دغلته په متنازعه سيمه کې ابادۍ کړي او داسې ښکاري لکه د وسلو د منډې په رنګ دلته د انفراسټرکچر د جوړولو مقابله ده.

کارپوهان وايي د نوي پل د جوړولو مقصد دا دی چې که چرې ضرورت شي دا به چيني پوځ ته د ډنډ بل اړخ په زر رسيدو کې مرسته وکړي ځکه دا به 125 کېلوميټره واټن راکم کړي.

يو پخوانی هندي پوځي افسر او د ډېرو کتابونو ليکوال پراوين ساهني د شخړې په اړه وايي چيني پوځ د لداخ په پولو مستقل رهايشي او د تربييې ځايونه جوړ کړي او يو اپريشنل پوځي مرکز لري.

ساهني وايي “دا وخت د ډنډ 75% برخه د چين په ولقه کې ده خو د نيت نه ښکاري چې چې د پل په جوړولو دا ټول ډنډ اخستل غواړي”.

XS
SM
MD
LG