لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پېک منصوبه هیڅ پټ پوځي اهداف نه لري: چینايي سفیر


چین د پاکستان سره د مېلینونو ډالرو اقتصادي پروژې یا سي پیک په اړه هغه ټولې اندېښنې رد کړی چې ګنې دغه منصوبه پټ پوځي احداف لري.

په اسلام اباد کې د چين سفیر یاو جېنګ وي او ای ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي ٫٫ ځه دا خبره په ډاګه کول غواړم چې سي پیک منصوبه د اقتصادي ګټو منصوبه ده. د دغې منصوبې مونږ هیڅ قسمه پوځي یا سټراټېجېکي پلانونه نه لرو.٬٬

د چینايي سفیر تر مخه تر اوسه د دغه منصوبې ۴۳ پروژو کې د ۱۹ بېلینه ډالرو نژدې ۲۲ لومړۍ پروژې یا خو سر ته رسیدلي او یا پرې کار روان دی.

د هغه په وینا د دغې منصوبې له امله په پاکستان کې ۶۰ زره نوي کارونه روزګارونه پیدا شوي او د پاکستان د اوږدې مودې راهسې روانه د بجلۍ یاتواناېۍ ستونزه يې هم تر څه حده کمه کړې.

د وي او ای سره په دغه ځانګړې مرکه کې د چین سفیر په امریکا او هندوستان غږ کړی چې دغه منصوبه دې پخپله وګوري او د دغې له امله ترسره شوي پرمختیا دې اویني.

د چین سفیر زیاته کړې: ٫٫ داسې اندیښنې شته چې ګنې د دې منصوبې ځېني پټ احداف دي. خو ځه ګڼم که څوک دغه منصوبې ته د پرمختیا په سترګه وګوري او بیا په مزکه شوي پرمختګ ته ګوري نو کیدی شي دوي پوهه شي چې مونږ دغلته څه کوو لګیا یو.٬٬

د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ منصوبې په اړه د واشنګټن او هندوستان دغه اندېښنو چې ګنې چین دغه منصوبه په راتلونکي کې د یو پوځي سمندري بندر په توګه کارولی شي، چینانيي سفیر ویلي: ٫٫ د چین او پاکستان تر مېنځه پوځي او دفاعي همکاري د لسیزو راهسې روانه ده او چین ژمن دی چې د پاکستان پوځي او سټراټېجیکي اهلیت نور هم سېوا کړي.٬٬

د بيجنګ او اسلام اباد تر مېنځ اړیکې په داسې مهال نورې هم مضبوطې شوي چې د پاکستان او امریکا اړیکو کې تاو تریخوالی نور هم سېوا شوی. واشنګټن په اسلام اباد تور لګوي چې په خپله خاوره يې د هغه ترهګرو پرضد کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي کومې چې په افغانستان او نورو ګاونډي هیوادونو کې جنګیږي.

سره د دې په نژدیو کلونو کې د امریکا لخوا پاکستان ته ورکړی کیدونکې اقتصادي امداد هم تر ډیره حده کم شوی. د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامې د روان کال په لومړۍ میاشت کې پاکستان ته ورکړی کیدونکې پوځي امداد هم ځنډولی او دغه امداد يې د حقاني ترهګرې شبکې او افغان طالبانو پرضد کوټلي ګامونو سره تړلی.

پاکستان بیا د امریکا دغه تورونه ردوي او درېځ لري په افغانستان کې په روانه جګړه کې د امریکا او اېتلافي هیوادونو ناکامیو په سر د پاکستان نه د قربانۍ ګډوری جوړوي.

د پاکستان وړې صوبې هم د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په سر اندېښنې لري او وايي د دغه منصوبې زیاتې ګټې د پاکستان لوې صوبې پنجاب ته رسي او وړې صوبې لکه خېبر پښتونخوا او بلوچستان د دغې منصوبې د ګټو نه محرومه ساتل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG