لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راپور: چین کې د ایغوریانو د جبري کار کولو پیداواره پومبه نړېوالو برېنډونو ته ځي


د یو نوي څېړنیز راپور ترمخه، دا ېره شته چې د نړۍ څه باندې سل (۱۰۰) برېنډونه یا مشهوره کمپنۍ د چین په سېنکیانګ کې د ایغوريانو د جبري کار پورې تعلق لرونکې پومبې پخپلو کپړو او پیداوارو کې استعمال او خرڅ کړي، ځکه د چین د پومبې صنعت دا خبره واضحه کوي نه چې د دوی پومبه له کومه راځي.

د اېنګلېنډ په شیفیلډ هالم یونیورسېټۍ کې د هېلېنا کېنېډي په نوم د عالمي عدل مرکز له اړخه د دې جاري شوی راپور نوم دی: "د پومبې لانډرېنګ، د سېنکیانګ پومبه څنګه په عالمي سپلائی چېن کې پټول کیږي".

د دې راپور ترمخه، د چین پنځه غټې د سوت او کپړو سپلایران پخپل پیداوار کې د ایغور سیمې پومبې استعمالوي. دا کمپنۍ خپل دغه پیداوار چې پاخه ندي او ورنه په نورو ځایونو کې جامې او نور پیداوار جوړیږي، نړېوالو کارخانو ته اېکسپورټ کوي چې هغوی بیا خپل پیداوار د امریکا په شمول د نړۍ مختلفو برخو ته لېږي او هلته په خلکو پلورل کیږي.

د یاد راپور په یوه برخه کې راغلي: "د دې پروسې له طریقه، مونږ وکړی شول چې د سپلائی ځنځیرونو یا چېنونو ممکنه خاکه رسمه کړو کوم چې د سېنکیانګ پومبه د څه باندې سلو (۱۰۰) عالمي برېنډونو سره نښلوي."

د راپور یوه مشره لیکواله او د شیفیلډ هالم يونیورسېټۍ د بشري حقونو پروفیسره لورا مورفي وایي، د چین قریب پنځه اتیا فیصده (٪۸۵) پومبه په سېنکیانګ کې کرل کیږي، چېرته چې ځایي چارواکي یې په دې ملزم ګڼل کیږي چې په ایغور خلکو باندې جبري کار (بېګاري) کوي.

لورا مورفي وي او اې سره خبرو کې ویلي: "هغوی [ځایي چارواکي] خلک – او کله هم د ټول کلي خلک – مجبوره کوي چې د خپلو ځمکو د دستاوېزاتو نه دست برداره شي، او بیا هغه خلک د حکومت له اړخه په اضافي کارېګرو کې شمېرل کیږي، چې د کارېګرو د بدلولو په سرکاري پروګرام کې د شاملېدو له پلوه زیات زیان سره مخامخ کیږي."

په تېرو څلورو کلونو کې، ځینو ملکونو او د بشري حقونو تنظیمونو په بېنجینګ دا تورونه لګولي چې د یو میلین نه زیات ایغور مسلمانان او یو شمېر نور ترک توکمه اقلیتونه یې په جبري توګه په سېنکیانګ کې کمپونو کې قیدیان کړي، او ګڼ شمېر نور یې جبري کار کولو باندې ګومارلي دي.

راپور زیاتوي چې د پومبې د پروسېس ځینې کارخانې د جېلونو او یا کېمپونو په منځ او یا هم هغو ته نږدې جوړې شوې دي.

چین دا دعوه لري چې دا مرکزونه، د خلکو د قید ساتلو کېمپونه ندي بلکې "روزنیز یا تعلیمي مرکزونه" دي چې خلک هلته نوي مهارتونه زده کوي. بیجینګ دا ټینګار هم کوي چې په چین کې په ایغوریانو باندې جبري کار نه کیږي بلکې داسې پروګرامونه هلته دي چې هدف یې د ایغور خلکو سره مرسته کول دي.

امریکا د دې کال په سر کې ټول هغه د پومبې پیداوار اېمپورټ کول بند کړل چې د چین د ایغور سیمې نه راځي، او دلیل یې هم دا و چې ګني د پومبو په پیداوار کې د ایغوریانو جبري کار کول شامل دي.

XS
SM
MD
LG