لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا د گرمۍ د موسم په راتلو سره کرونا وایرس له منځه تللی شي؟


په چین کې د کرونا وایرس د راپیدا کېدو نه وروسته، د دې خطرناکه وایرس په اړه خلکو ته وخت ناوخت بېلابېل معلومات ورکول شوي دي. تېره میاشت د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ پیشګویي وکړه چې د اپریل میاشت کې، کله چې د ځمکې په نیمایي شمال برخو کې هوا توده شي او د اوړي تود موسم راورسیږي، نو ګني د کرونا وایرس پراخه خورېدنه به هم ختمه شي.

مګر دې ته باید پام وشي چې کله د ځمکې په شمالي برخو کې ساړه وي، نو په جنوبي برخو کې بیا هوا توده وي، یعنې دا چې په آسټرېلیا کې هوا توده ده. خو بیا هم آسټرېلیا کې د کرونا وایرس یو شمېر پېښې لیدل شوي او دا شمېره اوس په ډېرېدو ده.

ډاکټران وایي په دې موسم کې چې په آسټرېلیا کې ګرمي هم ده، داسې نه ښکاري چې د کرونا وایرس دې د موسم تر اغېزې لاندې راشي.

په آسټرېلیا کې تر اوسه د کووېد-۱۹ (د کرونا وایرس د ناروغۍ) شاوخوا ۳۰۰ کېسونه مخې ته راغلي چې په هغو کې، پنځه تنه تر اوسه مړه شوي دي.

په ټوله نړۍ کې ساینس پوهان په تېزۍ سره لګیا دي چې د کووېد-۱۹ ویروس رازونه راوسپړي او واکسین یې جوړ کړي. دا ناروغي د لومړي ځل دپاره همدا څو میاشتې مخکې په چین کې راپیدا شوه.

ځیني کارپوهان په دې هیله دي چې دغه نوی وایرس به د انفلونزا وایرس په شان چلند وکړي، یعنې په سړه او وچه هوا کې به یې خپرېدل ډېر وي، مګر کله چې په شمالي نیم کره کې د تودوخي درجه پورته ولاړه شي او د اوړي موسم راورسیږي، نو بېرته به ورکیږي.

کله چې ساینس پوهان د کروناوایرس او د موسمونو ترمنځ په رابطه پوه شي، بیا نو که واکسین جوړ شي، د واکسین د ورکولو موسم به هم ځانګړی شي.

سېډني ائیرپورټ - هرڅوک چې آسټرېلیا ته سفر کوي، دوه هفتې به په قرنطینه کې وي
سېډني ائیرپورټ - هرڅوک چې آسټرېلیا ته سفر کوي، دوه هفتې به په قرنطینه کې وي

خو داسې ښکاره نښې نښانې نشته چې ګني د هوا په تودېدو سره به کرونا وایرس هم ختم شي. په آسټرېلیا کې اوس د خزان یا مني موسم لومړۍ میاشت ده، او د هوا تودوخه اوس هم په شلو او دېرشو درجو د سانټي ګرېډو کې ده. خو بیا هم د کرونا وایرس پېښې هلته په زیاتېدو دي.

د آسټرېلیا پ سېډني ښار کې یو ډاکټر او لیکوال، براډ مک کۍ وایي: "مونږ ګورو چې په شمالي نیم کره (د ځمکې نیمه پورته برخه) کې حالات زښته زیات خراب دي، په خصوص اېټلي کې. مونږ دا امید لرو چې د اوړي موسم په راتګ سره به حالات قابو شي، مګر رښتیا ووایم، مونږ لا په دې سم نه پوهېږو او اوس هم په ټوله آسټرېلیا کې په تېزۍ سره د کرونا وایرس خورېدل ګورو، حال دا چې دلته هوا توده ده. نو دا نشم ویلی چې لمر به خلک وساتي. فکر کوم چې د اوړي په تود موسم کې به هم دا وایرس له یو چا نه بل چا ته انتقال شي."

په آسټرېلیا او نیوزیلنډ کې ټولو مسافرینو ته چې تازه هغو ملکونو ته رسیږي، دستور ورکول کیږي چې هرو مرو د دوو هفتو دپاره قرنطينه شي، او که داسې ونه کړي، نو د وزیراعظم په وینا، خلافکاري یې کړې ده.

خارجي کروز جهازونو ته هم تر دېرشو ورځو پورې دا اجازت نشته چې د آسټرېلیا په کوم بندر کې دې لنګر واچوي. د ګل یا دوشنبې راهیسي، په آسټرېلیا کې د ۵۰۰ یا تر هغه د زیاتو کسانو پر یو ځای راټولېدل هم منعه شوي دي.

د آسټرېلیا په هره صوبه کې د کرونا وایرس یا کووېد-۱۹ ناروغۍ د پېښو پخلی شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG