لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وایرس - امریکا ته رسېدونکي مساپر له څه مشکلاتو سره مخامخ کیږي؟


د شیکاګو اوهېر انټرنېشنل ائېرپورټ - تصویر له سوشل میډیا

اې پي - پس له هغه چې د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ د کرونا وایرس د خورېدو سره مقابله کې له اروپایي هېوادونو سره پر تګ راتګ بندیزونه ولګول، ګڼ شمېر امریکاییان چې په سفر تللي و، په بېړه خپل ملک ته ستانه شول او اوس په هوایي ډګرونو (ائېرپورتونو) کې له ستونزو سره مخ دي.

له سفره ستړي ستومانه مساپر د امریکا په ائېرپورټونو کې انتظار باسي چې د دوی ضروري معاینه یا سکریننګ وشيو او دا انتظار په ساعتونو وي.

په سوشل میډیا باندې خپاره شوي تصویرونه ښیي چې د شیکاګو په اوهېر انټرنېشنل ائېرپورټ کې رارسېدلي مساپر په اوږدو کتارونو کې شاوخوا څلور ساعته انتظار ایستلی دی، او دې کار د ایلینوي ایالت د منتخب استازو غبرګون هم راپارولی دی.

د ایلینوی ګورنر، جې بي پرېتزکر د صدر ټرمپ او نایب صدر پېنس په حواله ټویټ کړی او ویلي یې دي چې د کسټم چارې د وفاقي حکومت تر اثر لاندې دي او دوی غواړي چې وفاقي حکومت دې د خلکو دې ستونزې ته پام وکړي.

د ایلینوی ډېموکراتو سنېټرانو، ډېک ډوربېن او ټامي ډک وورت هم په همدا شان ټویټونه کړي دي.

سنېټرې ډک وورت پر خپل ټوېټر لیکلي دي: "دا د منلو نده، دا بې فایدې او بالکل د هغه څه خلاف دي چې موږ یې باید د کووېډ-۱۹ د مخنیوي دپاره وکړو. د ټرمپ انتظامیې ته په کار ده چې فوري دې اوهېر ائېرپورټ ته اضافه مرسته راولېږي."

که څه هم د امریکا شهریانو او ګرین کارډ لرونکو ته اجازت شته چې امریکا ته راستانه شي، مګر له یورپ څخه راغلي مسافر ټول د امریکا یو له ۱۳ ائېرپورټونو ته لېږل کیږي کومو کې چې د هغوي صحي سکریننګ باید وشي او د قرنطینې هدایات ورکړل شي.

د امریکا د داخلي امنیت نګران وزیر چاډ وولف، د نیمې شپې وروسته، د ټویټونو په خپرولو سره دا ومنله چې په ائېرپورټونو کې ډېره زیاته ګڼه ګوڼه جوړه شوې، خو ویې ویل چې د هر مساپر سکریننګ، یوازې یوه دقیقه (یو منېټ) وخت نیسي.

چاډ وولف زیاته کړه چې د دې پروسې د تېزولو دپاره به دوی اضافي کارکوونکي هم وګوماري او له ائېرلاینونو سره به کار وکړي. هغه له خلکو د زغم او صبر غوښتنه کړې ده.

د امریکا په غټو ائېرپورټونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه او زیات انتظار، دا وېره هم دوی ته پیدا کړې چې په کرونا واېرس اخته نشي، ځکه د صحت ادارې وایي چې خلک باید په ډېر شمېر سره راغونډ نشي.

له اروپا، چین، او ایرانه چې څوک راځي، هغو ته ویل کیږي چې ۱۴ ورځې دې ځان په کور کې قرنطینه کړي. صدر ټرمپ پخپلو خبرو کې سپارښتنه کړې چې که ضرورت نه وي، خلک دې له سفر کولو ډډه وکړي.

په امریکا کې نږدې ۳۰۰۰ کسان په کرونا وایرس اخته شوي او د دې بیمارۍ له امله د مړو شمېر ۵۷ ته ختلی دی.

په ټوله نړۍ کې بیا په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۱۵۶۰۰۰ نه اووښتی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات د سیند په غاړه جشن سوات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG