د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکي نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس، سي پي جی، ویلي په دې رپورټونو تشویش لري چې د افغانستان واکمن طالبان فېسبوک ته په لاس رسي قدغن او يا په هېواد کې په فېس بک په مکمله توګه پابندي لګول غواړي.
سي پي جی د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه په یو بیان کې د طالبانو نه وغوښتل چې په فېسبوک دې پابندي نه لګوي ځکه چې د دغه ګام په نتیجه کې به په افغانستان کې معلوماتو ته د ازادۍ مخه ونیول شي.
سي پي جی وویل د مواصلاتو او انفارمېشن ټېکنالوجۍ دپاره د طالبانو د حکومت موقتي وزیر نجیب الله حقاني د اپرېل په شپږمه نېټه د افغانستان طلوع ټېلې وېژن سره مرکه کې وویل طالبانو دې ارادې ته حتمي شکل ورکړی چې په افغانستان کې فېسبوک ته لاس رسی محدود کړی شي او پرې په مکمله توګه پابندي ولګول شي.
د کال ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته، سي پي جی وایي، طالبانو ګڼ شمېر خبریالان نیولي وو، خبري وېب پاڼې يې تړلي او غېر ملکي خبري ادارو ته په لاس رسي یې قدغنونه لګولي دي.
په افغانستان کې د وي او ای، ار اېف ايي/ار اېل، بي بي سي او د جرمني ډوېچی وېلی د فېسبوک په پاڼو پابندي لګول شوې خو دې خبرې ادارو ته بیا هم لاس رسي کېدلی شي.
د سي پي جی د اېشیا پروګرام رابطه کاره بط لي ايي وايي په فېسبوک د قدغن لګولو د طالبانو اراد به په افغانستان کې د معلوماتو په ازادۍ به یوه بله ضربه وي.
ايي وايي په مطبوعاتو د طالبانو د قدغنون او د طالبانو د واکمنۍ لاندې د افغان مطبوعاتو د زوال وروسته د فېسبوک په شان سوشل ميډیا د مطبوعاتو د کمي خلا پوره کړې ده. هغې زیاته کړه چې په فېسبوک مجوزه پابندي د طالبانو زیاتېدونکی سېنسرشېپ څرګندوي.
سي پي جي وايي افغان مطبوعاتو د خپلو خبرونو او معلوماتو دپاره فېسبوک په عامه توګه استعمالوي چې په کې طلوع ټېلې وېژن هم شامل دي او څلور اشاریه پینځه مېلین فالورز لري.
سي پي جی وايي کله چې يې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد سره رابطه وکړه نو هغه د وټس اېپ پېغام دلارې سي پي جي ته وویل په فېسبوک پابندي نه لګوي خو محدودیتونه به پرې ولګول شي.
Forum