تيره ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا سره نزدې نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل او دپيښور په بډهـ بيره سيمو کې ترشره شوي ځانمرگي بريد او بمي چاؤدنو کې دوژل شوؤ کسانو شميره 71 ته رسيدلې ده.
تيره ورځ يو طاقتور ځانمرگى بريد دنيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيل په اخوروال کلي کې دولي محمد په نوم جومات دننه هاغه مهال ترسره شوى ؤ کله چې تر 400ؤ پورې خلکو په دغه جومات کې دجمعې نمونځ ادا کولو او يو ځانمرگي دهغوي په مينځ په ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته انفجار ورکړى ؤ.
دپوليتيکل انتظاميې دچارواکو له مخې په دغه بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره 67ؤ ته رسيدلې او په اخوروال سيمه کې تر 65ؤ پورې کسان خاورو ته سپارل شوي دي.
همدغه شان دپيښورخواؤشا سيمې بډهـ بيرې په سليمان خيل کلي کې هم بيگاه ماسخوتن ديو جومات دننه بمي چاؤدنه ترسره شوې وه چې پکې دوژل شوؤ کسانو شميره 4ؤ ته رسيدلې اؤ تر 20ؤ پورې کسان ژوبل هم دي
پاکستان : د تېره ورځ چاؤدنو کې د وژل شوؤ شميره 71ؤ ته رسيدلې ده
