لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوز دير: پوځ سره نښته کې 23 جنگيالي وژل شوي دي


کوز دير: پوځ سره نښته کې 23 جنگيالي وژل شوي دي
کوز دير: پوځ سره نښته کې 23 جنگيالي وژل شوي دي

چارواکي وائي دنهې په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت په کوز دير سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوې نښته کې لږ ترلږه 23 تندلاري وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

دکوز دير په بالام بټ، کلپاڼۍ او ميدان روډ سيمو کې پوځ گرځ بنديز يا کرفيو لگولې ده.
دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا دلټونې دغه عمليات وروستو له هغې پيل شول کله چې تيره ورځ دکوز دير په بالام بټ سيمه کې دامنيتي ځواکونو په کيمپ ځانمرگي بريد کې يو پوځي ووژل شو او 7 نور زخميان شول.
په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو دبارودو څخه دډکو دوؤ گاډو دتباه کولو او څلورو ځان وژونکو دوژلو ادعا کړې وه.
ددغه پيښې څخه وروستو دکوز دير په په ميدان او کلپاڼۍ سيمو کې امنيتي ځواکونو کرفيو پځايې کړې او دتندلارو په ضد يې دلټونې عمليات پيل کړي دي.
ددير دپوليسو يو لوړپوړي پوليس مشر ممتاز زرين بهرني خبري اژانس سره دنننۍ ورځې دعملياتو په هکله وئيلي دتندلارو او امنيتي ځواکونو ترمينځ دغه تازه نښته وروستو له هغې رامينځته شوه کله چې په سيمه کې دتندلارو دموجوديت داطلاع ترلاسه کيدو وروستو پوځ دغلته دلټونې عمليات پيل کړل او دعملياتو په مهال جنگيالو په امنيتي ځواکونو ډزې پيل کړې.
زرين وويل دکوز دير په ميدان سيمه کې رامينځته شوې سحر وختي دپوځ او تندلارو ترمينځ دغه نښته کې 23 جنگيالي وژل شوي خو ازادو سرچينو دغه شميره نۀ ده تصديق کړې او تندلارو دچارواکو لخوا دمرگ ژوبلې دغه رقم ورکړل کيدونکي خبرونه اکثره ردوي.
په دير کې دافغان کډوالو لپاره دجوړو کړل شوؤ دريوؤ کيمپونو څخه هم تر 200ؤ پورې دشکمنو کسانو دنيونې خبرونه ترلاسه شوي او ممتاز زرين وائي ددغو کسانو څخه په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړل شوې ده.
په ډاگه دې وي چې دکوز دير پولې دخيبرپښتونخوا ايالت دسوات او قبائيلي سيمې باجوړ سره لگيدلي دي.
او اطلاعاتو له مخې په باجوړ کې هم نن دنهې په ورځ تندلارو دوه سکولونه په بمونو الوځولي دي چې ورسره په سيمه کې دتندلارو لخوا دتباه کړل شوؤ سکولونو شميره 90ته رسيدلې ده.
سکولونه دباجوړ ايجنسۍ دخار تحصيل په بهائي چينه سيمه کې تباه کړل شوي چې پکې يو دهلکانو او يو دجينکو سکول دى، دچاؤدنې له امله دواړه سکولونه تباه شوي خو په پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
همدغه راز دقبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په حليمزو تحصيل کې امنيتي ځواکونو دلټونې دعملياتو په مهال 24 شکمن کسان نيولي او هم په حليمزئي تحصيل کې دسړک په غاړه يوه بمي چاؤدنه هم شوې خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG