لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د ډرون یو بل برید پېنځه جنگیالي وژلي دي


Bespilotna letjelica, dron: Opasnost koja prijeti s visoka i iz daleka
Bespilotna letjelica, dron: Opasnost koja prijeti s visoka i iz daleka

د افغانستان د پولې سره نزدې د پاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې استخباراتي چارواکي وایي د شکمنو بې پائيلوټه امريکايي الوتکو بريد کې لږترلږه پېنځه جنگيالي وژل شوي دي.

چارواکي زیاتوي دغه بريد د اتوار په ورځ د جنوبي وزيرستان دمرکز وانا نه د 100 کلو ميټره په فاصله شک توئي سیمه کې په يوه ودانۍ ترسره شوى دى. پرون هم د شکمنو امريکايي ډرون برید د جنوبي وزیرستان په دوه سرک کلي کې 16 جنگیالي وژل شوي وؤ.
د وژل شوو جنگیالو په اړه تر اوسه معلومه نۀ ده چې په دغو کې دالقاعده او طالبانو کوم مهم کمانډران هم شامل دي که نه؟
جنوبي وزيرستان د پاکستاني طالبانو مرکز گڼل کيږي او گمان کيږي چې ددغه سيمې څخه تندلاري په نزدې افغانستان او دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې خپل ترهه گريز پلانونه عملي کوي.
دا مهال دپاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې دموجودو جنگيالو په ضد په عملياتو بوخت دى.
پوځ ادعا کوي چې په دغه سيمه کې يې دترهه گرو ملا ماته کړې ده خو راپورونه وائي چې دجنوبي وزيرستان څخه تندلاري نزدې نورو قبائيلي او غرييزو سيمو ته تښتيدلي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG