لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یورپي کمېشن: د کرونا وایرس له ویرې د انټرنېټي دوکه بازانو ښکار نشئ


اورسولا فون دېرلین، د یورپي کمېشن مشره

د یورپي کمېشن مشرې د یورپي اتحاد شهریانو ته خبرداری ورکړی چې د کرونا وایرس آفت په دې ورځو شپو کې دې پام ساتي چې په انټرنېټ باندې، په خاصه توګه د جعلي طبي سامانونو او دوایانو د اخېستو په برخه کې، د آنلاین دوکه بازیو ښکار نشي.

د یورپي کمېشن مشرې اورسولا فون دېرلېن د نهې سې شنبې په ورځ یو ویډیویي پیغام خپور کړ او ویې ویل، اوس چې ډیری خلک د کرونا وایرس د آفت له وجهې په کورونو کې ایسار دي، نو د پخوا په نسبت اوس ډېر وخت په انټرنېټ او آنلاین سودا اخېستو تېروي.

مېرمن فون دېرلېن زیاته کړه، همدا حالت سبب کیږي چې ډېر خلک د سایبري یا انټرنیټي جرایمو په جال کې راګېر شي، په ځانګړي توګه د هغو دوکه بازانو په جال کې چې د وایرس په حواله د خلکو له وېرې نه ګټه پورته کول غواړي.

د یورپي کمېشن مشره وایي چې د اروپا د قانون د تنفیذ ادارو یوازې په وروستیو څو هفتو کې، نږدې څلور نیم میلینه ناقانونه دوایي توکي ضبط کړي، اوه جرمي تنظیمونه یې له منځه وړي، او ۱۲۱ کسان یې هم د سایبري یا انټرنېټي دوکه بازیو په جرم نیولي دي.

اورسولا فون دېرلېن همدا راز زیاتوي چې ۲۵۰۰ جعلي لېنکونه، وېب سایټونه او د سوشل مېډیا جعلي اکاونټونه هم بند کړی شوي دي. هغې له اروپاییانو وغوښتل چې همیشه دې د انټرنېټي سودا اخېستو په وخت، ویب سایټونه په دقت وګوري او ځان یقیني کړي چې هغه وېب سایټونه کوم باور وړ کمپنۍ ته اړه لري.

مېرمن فون دېرلین دا هم وویل چې که چېرته د کرونا وایرس واکسینونه یا نورې دوایانې په رښتیا جوړې شي او اثرات یې د کرونا وایرس په مرض کې ثابت شي، نو حکومتي او ریاستي ادارې به یې اعلان وکړي او خلک به پرې خبر کړي.

په نړۍ کې د کرونا وایرس له خورېدو نه پس، په ګڼ شمېر هېوادونو کې خلک راپیدا شوي چې د کرونا وایرس د علاج دپاره مختلف قسم وړاندیزونه کوي. یاده دې وي چې دوی ټول پخپل سر سپارښتنې کوي او تر اوسه د کرونا وایرس د علاج دپاره هېڅ ډول دوایي یا واکسین، د حکومتونو او یا د صحت د نړېوال تنظیم له طرفه تایید شوی ندی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG