لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزی: ګډوډۍ د مخنیوي دپاره مې طالبان کابل ته راوبلل


اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي حامد کرزي ورسره په مرکه کې د پخواني صدر اشرف غني په خفیه توګه ملک نه د وتلو او طالبانو ته د بلنې ورکولو په اړه خپل خیالات شریک کړل
اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي حامد کرزي ورسره په مرکه کې د پخواني صدر اشرف غني په خفیه توګه ملک نه د وتلو او طالبانو ته د بلنې ورکولو په اړه خپل خیالات شریک کړل

د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي ویلي طالبانو کابل نیولی نه دی بلکې هغه ورته کابل ته راتګ بلنه ورکړې

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي حامد کرزي ورسره په مرکه کې د پخواني صدر اشرف غني په خفیه توګه ملک نه د وتلو او طالبانو ته د بلنې ورکولو په اړه خپل خیالات شریک کړل.

د ای پي ترمخه حامد کرزي وویل د ولس، د کابل او د افغانستان د تحفظ دپاره یې طالبانو ته کابل ته د راتګ بلنه وکړه چې دا ډول دا "ښار ګډوډۍ او د هغو غېرضروري عناصرو لاسو ته و نه غورځېږي چې دا ملک او دوکانونه ولوټي."

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د اشرف غني د تګ سره امنیتي مامورین هم لاړل او کله چې حامد کرزي د دفاع وزیر بسم الله خان سره رابطه وکړه چې معلومه کړي د حکومت کومې برخې فعاله دي نو بسم الله خان د کرزي نه وپوښتل چې ایا هغه هم کابل پرېښودل غواړي. ای پي وايي ټول امنیتي چارواکي عن تر دې چې د کابل د پولیس مشر نه نه و پاتې شوی.

ای پي وايي کرزی چې طالبانو د لومړي واک د ختمېدو نه پس 13 کاله صدر و، کابل د پرېښودو یې نه انکار وکړو.

ای پي وايي حامد کرزي ورته په مرکه کې وویل چې هېواد نه د اشرف غني د وتلو دلاسه د هغه، د سولي د عالي شورا د پخواني مشر عبدالله عبدالله او په قطر کې د طالبانو د دفتر هغه کوښښونه نسکور شول چې په نتیجه کې به یې طالبان د مفاهمت په نتېجه کې کابل ته راغلي وو.

حامد کرزي وویل هغه او عبدالله عبدالله د غني سره ولیدل او په دې متفق شول د 15 نورو سره کسانو سره به دوحه ته ځي او د شریک حکومت په اړه به خبرې کوي.

په دغه مهال طالبان د کابل مضافاتو ته رسېدلي وو خو حامد کرزي وویل په قطر کې طالب مشرانو لوظ کړی و چې ترڅو د حکومت په اړه معاهده نه وي لاس لیک شوي طالبان به کابل ته نه داخلېږي.

د اګست په 15 نېټه کرزی وايي هغه قطر ته د تګ دپاره د 15 کسانو فهرست تیارولو خو ښار نا قراره و، دې ګنګوسو ګردش کولو چې طالبانو کابل نیولی دی. کرزي په قطر کې د طالبانو سره خبرې وکړې او ورته وویل شوو چې طالبان به ښار ته نه ننوځي.

ای پي وايي حامد کرزي ورته وویل د اګست په 15 د غرمې نه مخکې ورته طالبانو وویل چې افغان حکومت دې په خپل ځای وي او طالبان کابل ته د داخلېدو هېڅ اراده نلري.

حامد کرزي وویل نورو چارواکو سره یې هم خبرې وکړی او دا یقین ورکړی شو چې هم دغسې ده چې "امریکایان او حکومت په خپلو خپلو ځایونو دي او دا چې کابل به سقوط نه کوي."

کرزی وايي ماسپښین 2:34 بجې معلومه شوه چې اشرف غني د کابل نه وتلی دی او هېڅ امنیتي چارواکی په ښار کې نه و پاتې.


حامد کرزي وویل چې د اشرف غني په تحفظ د مامورې ډلې نایب مشر ورته وویل چې ارګ ته دې ورشي او صدارت دې ونېسي خو کرزی زیاتوي انکار یې وکړو چې د دغه منصب د نیولو هېڅ قانوني جواز یې نلرلو. ای پي وايي د دې په ځای پخواني صدر دا غوره کړه چې د خپلو بچو ترڅنګ د ټېلې وژن دپاره یو پېغام ریکارډ کړي او افغانانو ته ووايي چې "مونږ ټول دلته یوو."

حامد کرزی په دې خبرې ټینګار کوي چې که چېرې اشرف غني په کابل کې پاتې شوی وی نو د اقتدار انتقال په پرامنه ډول کېدلی شو.

اشرف غني چې دا مهال په متحده عرب اماراتو کې دی، کابل نه د وتلو وروسته په خپل لومړي پېغام کې ویلي دي چې که په کابل کې پاتې شوی وی نو وژل شوی به و او په ملک کې به مرګ ژوبله شروع شوي وه.

ای پي وايي کرزی اوس د طالب مشران سره په باقاعده ټول ملاقاتونه کوي او وايي نړۍ ته پکار ده چې د طالبانو سره رابطې وساتي خو زیاته ضروري دا ده چې افغانان یوځای شي.

هغه وویل د جنګونو دلاسه ټول افغان ځپل شوي دي که هغه عام ولس دی، که امنیتي ځواکونه دي او که طالب وسله وال دي."د دې خاتمه هله کېدلی شي چې افغانا رایوځای شي، خپله لار راوباسي."

ای پي د افغانستان دا پخوانی صدر یوه تګلاره لري او وايي د طالبانو سره خبرو کې دا تجویز وړاندې کوي چې د ظاهرشاه د وخت ايين دې په عارضي ډول بحال کړي او په عین حال کې دې د مېرمنو په شمول لویه جرګه راوبلل شي.

د کرزي د فکر ترمخه دغه لویه جرګه دې د افغانستان د اینده ټاکنه وکړي، چې پکې ټول شموله حکومت، ايين او قامي بېرغ شامل دی.

ای پي وايی دا نه څرګندیږي چې طالبان به د حامد کرزي فارمونه ومني خو هغه وايي طالبانو د هغه تجویز رد کړی هم نه دی.

حامد کرزی وايي د اینده په افغانستان کې پکار ده چې جینکۍ او هلکان د تعلیم مساوي حق ولري او مېرمنې په حکومت، اقتصادي، سیاسي او سماجي هلو ځلو او د ژوند په ټولو برخو کې ځای ولري."دا یوه داسې مسله ده چې هېڅ مفاهمت پې نشي کېدلی."

د ای پي ترمخه حامدکرزي د نړیوالې ټولنې نه وغوښتل چې طالبانو سره دې روابط ولري چې د هغه په نظر دا ډول د افغانستان حکومت او او ادارې فعالیت ولري.

ای پي وايي حامد کرزي په دې خبره خفګان څرګند کړو چې په ځینو موقعو نړۍ د طالبانو په اړه ښه تاثر نه لري. هغه وویل دا خبره غطه ده چې ښځې د محرم نه بغیر د کور نه نشي وتلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې د مېرمنو په نشوالي تشویش څرګند کړی دی په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره په کابل کې یو شمېر مظاهرې کړي دي.

د انساني حقوقونو فعالان وايي د طالبانو ځینې ګامونه څرګندوی چې د مېرمنو د حقونو په برخه کې چې په تېرو شلو کلونو کې کوم پرمختګ شوی دی طالبان یې په شا کولو کوښښونه کوي.

ای پي وايي د حامد کرزي نه پوښتنه وشوه چې هغه به د طالبانو تشریح څنګه کوي؟ نو هغه وویل "زه هغوی افغان بولم لیکن هغه افغانان چې د نورو افغانانو په څېر په تېرو 40 کلونو کې په خپلو ژوندونو کې د ډیر سخت وخت نه تېر شوي دي."

حامد کرزي وویل ټولو افغانانو، "نړیوالې ټولنې او زمونږ سره چې څوک ښکیل پاتې شوي" غلطۍ کړي دي. "وخت راغلی چې مونږ ټول د دې (غلطیو) احساس وکړوو، په شا خپلو غلطو ته وګوروو او صحیح یې کړوو."

د حامد کرزي سره د ای پي د مرکې په رپورټ کې د طالبانو دریځ نه و او دا نه ده معلومه چې ایا طالبان د حامد کرري دا خبره مني چې هغه ورته کابل ته د ورتګ بلنه ورکړې وه؟

یادونه: په دې رپورټ کې ځېنې برخې د پس منظر په غرض شاملې کړی شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG