په خېبر پښتونخوا کې د اقتصادي چارو پوهان او تاجران وايي چې ګاونډې هېواد افغانستان سره تجارت ښه کولو لپاره سياسي مسلې د تجارتي اړيکو څخه جدا کول مهم دي.
دوی وايي چې د نړې ځينو نورو هېوادونو په څېر افغانستان سره هم پاکستان باید د فري ټرېډ یا د ازاد تجارت معاهده وکړي ځکه چې د دې په نتیجه کې پاکستان د منځنۍ اسيا په مارکيټ کې هم ځان لپاره ځای پېدا کولی شي.
د اقتصادي چارو پوهان وايي افغانستان سره د تجارتي اړيکو د متاثره کېدو له وجې د پاکستان او د منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځه په تجارت هم خراب اثر پريوزي.
د مرکزي اسیا مارکيټ څخه ګټه پورټه کولو لپاره، کارپوهان وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځه تجارتي اړيکي به د سياسي مسلو څخه جدا کول وي.
د وي او ای ډيوه سره د خبرو پرمهال د خېبر پښتونخوا بورډ اف انوسټمنټ اېنډ ټرېډ ډايرېکټر اقبال سرور وېنا وه چې که د افغانستان سره د پاکستان تجارت متاثره کېږي نو اثر بيا یې د منځنۍ اسيا سره په تجارت هم پريوزې او ازبکستان، تاجکستان، قرغستان او ترکمانستان سره به پاکستان په خلاص مټ تجارت نشي کولی.
ښاغلي سرور وویل که چېرې پاکستان د فغانستان سره تجارت زیاتول غواړي " نو مونږه به سياسي هلې ځلې پکار ده چې هغه يو اړخ ته کېدو او تاجران مونږه بل اړخ ته کو او دوی مونږه د سياسي مسلو نه ازاد کړو د سياسي اثر نه."
د سوداګرو ترمخه افغانستان او منځنۍ اسيا پاکستان لپاره د وریژو، غنمو، اوړو، سبزيانو، دوايانو، کپړو، معدنياتو، سمنټو او د مېوو مارکيټ شتون لري۔
نوموړي زياته کړه چې دغې مارکيټ ته د رسېدو لپاره د نړۍ ځينو نورو هېوادونو په څېر افغانستان سره هم د تجارت ازاده يا فري ټرېډ معاهده کول پکار دي." ضرور خبره خو دا ده چې زمونږي د افغانستان سره فري ټرېډ اګريمنټ پکار دی چې د افغانستان او پاکستان دا پولې مونږډي کولاو کړو، انډيا هم افغانستان ته مال رارسوي، ملېشيا او چين هم مال رسوي ولي چې هغوی لارې کولاو کړې"
تاجران وايي د پاکستان اووه قبايلي ضلعو پولې د افغانستان سره لګېدلي دي او په دغو کې ځای پر ځای تجارتي لرې شتون لري خو يوازې د تورخم په لاره زيات تجارت کېږي.
پېښور کې د سرحد چېمبر اف کامرس مرستيال مشرشاهد حسين وايي چې د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو سره د تجارت سېوا کولو لپاره د کور په داخل صنعت پياوړی کول او د دغو هېوادونو د تاجرانو لپاره په ويزو کې اسانۍ پېدا کول مهم دي۔
" مونږه ته په انډسټري پوره توجه پکار ده، د هغې د خام مال سروې پکار ده او په سرکاري کچه دا مالومول پکار دي چې کوم کوم خام مال مونږه کاروو، کومه کومه انډسټري ملکي ضرورت پوره کوي او کومه کومه انډسټري دسې ده چې په هغې پوټېنشل د اېکسپورټ دی، مونږه ته په زرعت توجو ورکول پکار دي، دې سره سره د افغانستان او منځنۍ اسيا لپاره ويزې اسانې او زر يې کړو"
د اقتصادي چارو پوهان وايي کال 2016 کې د پاکستان او افغانستان ترمنځه دوه اړخيزه تجارت خواوشا 3،5 اربه ډالرو ته رسېدلې وو خو په کال 2022 د افغانستان سره تجارت 700 ميلينه ريکارډ شوی دی۔
دوی وايي هم دغه کال د منحنۍ اسيا هېوادونو د 39 بيلينه ډالرو ايمپورټ کړې چې د پاکستان نه پکې د 287 ميلينه ډالرو ضرورتونه پوره کړل شوي دي۔