لاس رسیدونکی لینک

 
مرکزي حکومت د فاټا دپاره د ټېکس او د نورو مالیاتو مراعاتو اعلان کړی دی
تازه خبر

مرکزي حکومت د فاټا دپاره د ټېکس او د نورو مالیاتو مراعاتو اعلان کړی دی


د فاټا د ځوانانو یوه ډله د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان سره ویني
د فاټا د ځوانانو یوه ډله د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان سره ویني

د پاکستان د قبایلي سیمو اوسیدونکي به د اینده پنځو کلونو دپاره په کاروبار په منافع ټېکس نه ورکوي، د کورونو د استعمال په بجلۍ کې به ورته ټېکس کې نرمې وي او د راتلونکو پنځو کلونو دپاره به ورته په خپلو سیمو کې د نان کسټم پېډ موټرو د استعمال اجازت وي.

قبایلي سیمو ته د حکومت ددغه مراعاتو فیصله د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د اقتصادي رابطه کمیټۍ یا ايي سي سي په غونډه کې په اسلام اباد کې وشوه.

قبایلي سیمو دپاره د مرکزي حکومت دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې فاټا په خېبر پښتونخوا کې د شاملولو دپاره د آئیني ترمیم او په صوبايي اسمبلۍ کې د قانون سازۍ مرحله سر ته رسیدلې ده او د قبایلي سیمو د اصلاحاتو دپاره د وفاقي حکومت د کمیټۍ مشر سرتاج عزیز هم دا خبره منلې ده چې په قبایلي سمیو کې د انگریزانو د وخت راهسې ترقي نه ده شوي.

د تیرې یوې لسیزې نه د زیات وخت راهېسې قبایلي سیمې د جنگ د مېدان په څېر وې. په سیمه کې وسلوالو مرکزونه لرل او د پاکستان امنیتي ځواکونو به ېی پرضد د حملو خبره کوله. په سیمه کې د بې امنۍ دلاسه څېړونکي وايي د سیمې ټولنیز ژوند متاثر شوی دی، په قبایلي مشرانو خونړۍ حملې شوي دي، په لکونو خلک بې کوره شوي، په سکولونو او جوماتونو حملې شوي دي او د ژوند بنیادي اسانتیاوې د نشت برابر دي.

د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د مرستې په سر امریکې پاکستان ته د اربونو ډالرو امداد ورکړی دی خو څېړونکې پوښتنه کوي چې ددغه پېسو مصرف په قبایلي سیمو کې ولې نه لیدل کیږي؟

تیره هفته د وي او ای ډیوه سره خبرو کې د فاټا اصلاحاتي کمیټۍ مشر سرتاج غزيز وویل "کله نه چې پاکستان جوړ شوی دی دې خلقو (د فاټاخلقو) ته بنیادي حقونو نه وو ورکړې شوي، دترقۍ عمل د انگریز د زمانې نه په ځای ولاړ وو، زمونږ اولنې هدف دا وو چې یو ځل فاټا په مرکزي ليکه کې راوستل شي."

سرتاج عزیز وویل په قبایلي سیمو کې به شهري مرکزونه، ډیمونه او یونیورسټیانې جوړیږي.

هغه وویل د اینده لسو کلونو دپاره به د فاټا د ترقۍ دپاره سیمې ته هرکال ١٠٠ ارب روپۍ ورکړی کیږي چې د سیمې د ترقۍ رفتار گډندی شي.

د اقتصادي رابطه کمیټۍ د غونډې په اړه د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د دفتر نه جاري شوی بیان وايي د فاټا خلک به د اینده پنځو کلونو پورې په سیمه کې خپلو موجوده کاروبارونو په منافع یا گټه انکم ټیکس یا د امدن ټېکس نه ورکوي. دغه کاروبارونه باید د سپټمبر د میاشت د ٣٠ مې نېټې پورې د ایف بي ار یا د فېډرل بورډ اف رېیوینیو سره رجسټر شي یا نوم لېکنه وکړي.

بیان وايي په فاټا کې عامو صارفینو ته د ریاعت ورکولو په خاطر به پرچون دوکانونو سیلز ټیکس یا د خرڅون ټېکس نه ورکوي، د کورونو د استعمال په بجلۍ به هم سیلز ټېکس نه وي.

د کال ٢٠٠٥ م فېډرل ایکسایز ایکټ به د کال ١٩۴۴ سېنټر اېکسایز ځای ونیسي.

د راتلونکو پنځو کلونو پورې به په فاټا او پاټا یا د صوبايي حکومت د انتظام د لاندې قبایلي سیمو کې نان کسټم پېډ گاډو یا هغه موټرې ټې ټېکسونه پرې نه وي ادا شوي ته د استعمال اجازت وي. خو دغه گاډي به د پاکستان بندوبستي علاقو ته به نشي بوتللږی. د کال ٢٠٢٣ د جون د ماشت د دېرشمې نېټې ورسته به په دغه موټرو د ډیوټۍ او ټېکس د ادائیگۍ ورسته د عام استعمال اجازت وي.

د وفاقي حکومت د اقتصادي رابطه کمیټۍ د اجازت ورسته په قبایلي سیمو کې د کارخانې په لگولو به هم انکم ټېکس نه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG