د افغانستان د واکمنو طالبانو په ۱۳ مشرانو د سفر په بندیز کې د استثنا معېاد ختم شوی او اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ویلي په دې معامله د غور دپاره به د متحده قومونو د امنیتي شورا یا سېکورټي کاونسل غونډه د ګل، دوشنبې، په ورځ بیا شروع کېږي.
په طالب مشرانو د سفر په بندیز کې د استثنا معېاد د جمعې په ورځ ختم شوی او ای پي په خپل رپورټ کې وايي دا ځکه چې د سیکورټي کاونسل غړي د جمعې په ورځ غونډه کې د استثنا معېاد په غځولو او یا نه غځولو متفق نه شول.
د ملګرو ملتونو سفارتکارانو ویلي روس او چین غوښتل چې ټول ۱۳ طالب مشران دې د سفر اجازت ولري خو د امریکې او د نورو مغربي ملکونو غوښتنه وه چې د مېرمنو حقونه د بېرته اخیستلو او د خپل لوظ برعکس ټول شموله حکومت په جوړولو کې د ناکامۍ په سر دې سفرد بندیز نه د مستثنا طالب مشرانو شمېره دې کمه کړی شي.
د سفارتکارانو په وېنا د امریکې په نوي تجویز غور دپاره روس او چین د جمعې په ماښام غونډه کې نور وخت وغوښتلو.
ای پي وايي د ګل، دوشنبې، ترمخه ماښامه پورې چې د سېکیورټي کاونسل غونډه بیا کېږي، تر هغه وخت پورې په ټولو ۱۳ طالب مشرانو د سفر پابندي بحال شوه.
د کلونو راهسې د افغان طالبانو د لسګونو مشرانو نومونه د متحده قامونو په تور فهرست کې شامل دي چې له امله پې د سفر پابندي ده، اثاثې یې منجمد دي او وسلې نشي اخیستلی. خو د امن په مذاکراتو کې شرکت دپاره ځینو طالب مشرانو ته د سفر د پابندۍ نه استثنا ورکړی شوه.
ای پي وايي په افغانستان کې د متحده قومونو سیاسي دفتر تېره میاشت په خپل رپورت کې وویل تېر کال د اګست په ۱۵ نېټه افغانستان نه د امریکايي او نېټو ځواکونو د انخلا وروسته که څه هم په جنګ ځپلي هېواد کې امنیتي حالات بهتر شوي خو بیا هم په افغانستان کې ۷۰۰ کسان وژل شوي او تر ۱۴۰۰ پورې نور زخمیان شوي دي.
ملګرو ملتونو دا خبره هم ښکاره کړې چې طالبانو ښځې د ګڼ شمېر بنیادي انساني حقونو او د ثانوي تعلیم نه محرومه کړي او د مېرمنو په حرکت يې محدودیتون ځای په ځای کړي دي.
د بندېزونو د څارنې دپاره د سېکیورټي کاونسل کمېټۍ د جون په میاشت کې په مېرمنو د قدغنونو په سر د تعلیم دپاره د طالبانو نایب موقتي وزیر سید احمد سیدخیل او د اعلا تعلیم موقتي وزیر عبدالباقي بصیر اول شاه چې د عبدالباقي حقاني په نوم هم یادېږي په ضد د سفر پابندۍ ولګولې.
ای پي په سېکیورټي کاونسل کې د سفارتکار له قوله وویل امریکې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ تجویز کړی و چې په اووه طالب چارواکو دې د سفر پابندي بحال وساتل شي او شپږو ته دې یوازې قطر ته د تګ استثنا ورکړی شي.
روس او چین چې د امریکايي تجوزیر مخالفت یې کړی، خپل تجویز يې وړاندېز کړی چې ټول ۱۳ طالب مشرانو ته دې د ۹۰ ورځو پورې د سفر د بندیز نه استثنا ورکړی شي چې روس، چین او سیمه ایزو ملکونو ته تګ کولی شي.
برطانيي، فرانس او ایرلېنډ د روس او چین د تجویزمخالفت کړی او ویلي یې دي چې ټولو طالب مشرانو ته د سفر اجازت نشي ورکړی کېدلی ځکه چې طالبانو د مېرمنو، د ټول شموله حکومت او په نورو مسلو په خپلو لوظونو پرمختګ نه دی کړی.
د سفارتکارانو په وېنا، د جمعې په ورځ امریکې په خپل تجویز کې بدلون وکړو چې په اووه طالب مشرانو دې د سفر پابندي په ځای وساتل شي او شپږو ته دې بغیر د جغرافیايي حد د سفر استثنا ورکړی شي او روس او چین په هم دغه تجویز غور کوي.
د ای پي په رپورټ کې د هغو ۱۳ طالب مشرانو نومونه نه دي اخیستل شوي چې په سفر د بندیز په اړه يې په سېکیورټي کاونسل کې بحث دوام لري.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي