لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانس:‌ چارواکو په نیس کې شوي برید کې دریم شکمن تن هم نیولی 


په فرانس کې چارواکو د خالي په ورځ په نیس ښارپه تاریخي ګرجا کې په چاړه د دریو کسانو د وژل کیدو په برید کې دریم شکمن تن هم نیولی. ۳۳ کلن دغه تن د جمعې په ورځ د تیونس سره تعلق لرونکي یو تن د لټون په وخت پولیسو نیولی. دغه تن د حمله کونکي سره په رابطه کې وو.

فرانس، تیونس او اټلي درې واڼه هیوادونه په ګډه په دغه برید کې ککړ تن ابراهیم اسوي پلټنې کوي چې معلومه کړي دغه تن دا برید په خپل سر کړی او یا یې تر شا نور څوک هم وو.

د فرانس پولیسو دا مهال درې تنه نیولي او پوښتنې ترې روانې دي، دغه کسانو د برید کونکي تن سره د برید وروسته په ټېلیفون خبرې کړې وې. لومړی ۴۷ کلن تن د زیارت په ورځ پولیسو نیولی وو. دغه تن په څارونکي کېمرو کې د برید کونکي تن سره د برید نه یوه ورځ وړاندې لیدل شوی وو. دویم شکمن ۳۵ کلن تن د جمعې په ورځ نیول شوی. دغه تن د برید ګر سره د حملې یوه ورځ وړاندې په ټیلیفون خبرې کړې وې.

د زیارت / پنجشنبې په ورځ شوي دغه برید کې دوه ښځې او یو سړی وژل شوي وو. د یوې ښځې عمر ۶۰ کاله، د ویمې ۴۴ کاله او یواځینی سړی ۵۵ کلن وو. ابراهیم اسوي د ستمبر به ۲۰مه نېټه د اټلي په یو ټاپو یورپ ته داخل شوی وو او بیا په ۹ اکتوبر پېرس ته تللی. دغه تن دتیونس د چارواکو د ترهګرو په نوملړ کې نه وو شامل او نه هم د فرانس استخباراتي ادرې ددغه تن په اړه څه معلومات لري.‌

د چارواکو په وېنا اسوي سره قران و او په کڅوړه کې ورسره دوه نورې چړې هم وې چې په حمله کې نه وې استعمال شوي. د فرانس مامورینو په کلېسا کې حمله د ترهکرۍ پېښه بللې ده او په ملک کې د امنیت انتظامات سخت کړی شوي دي.

د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران ویلي د سکولونو او چرچونو د تحفظ دپاره د امنیتي ځواکونو شمېر به د ۳۰۰۰ نه ۷۰۰۰ ته زیاتوي او هېواد به د ترهکرۍ په وړاندې ماتی نه مني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG